د سي ایي ای او ايي اېس ايي مشرانو واشنګټن کې یو بل سره لیدلي

د ايي اېس ايي مشر نديم انجم

د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر ندیم انجم په واشنګټن کې د امریکې د قامي سلامتیا مشر جېک سولېون او د سي ايي ای مشر ویلیم چې مېټ برنز سره د امنیت په موضوع خبرې کړي دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د رپوټ ترمخه، د ايي اېس ايي مشر ندیم انجم دا اوونۍ درې ورځې په واشنګټن کې تیرۍ کړې او هلته یې د امریکايي چارواکو سره ولیدل.

دواړو هیوادونو تر اوسه د خبرو جزئیات نه دې خپاره کړي، خو فکر کیږي چې دغه خبرې په دوه اړخیزو امنیتې اندیښنو او د افغانستان پر وضعیت شوي.

د امنیت په اړه د امریکې او پاکستان خبرې په داسې حال کې شوي چې د پاکستان نوی خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري به د امریکې سفر کوي . د بلاول دا سفر به په پاکستان کې د نوي حکومت د راتلو او د امریکا او پاکستان په اړیکو کې د غیر معمولي پرمختګونووروسته تر سره کېږي.


د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان وايي هغه د امریکې سازش په نتیجه کې د حکومت نه لرې کړی شوی دی خو امریکايي چارواکي دا خبره ردوي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، "پروپېګنډا، ناسم مالومات او دورغ" به د پاکستان سره په تعلقاتو کې خنډ نشي جوړ.

په لسمه مې د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت په وې پاڼه د ورکړ‎ل شوي تفصیل ترمخه د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا بھرنیو چارو وزارت د وياند نېډ پرايس نه په خبري کانفرنس کې د عمران خان د خبرو په اړه پوښتنه وشوه نو ښاغلي پرایس په ځواب کې وويل، "مونږ به پروپېګنډا، غلط مالومات، ناسم مالومات او دروغ د دوه اړخيزه اړيکو په لار کې خنډ جوړېدو ته پرې نه ږدو، مونږ د پاکستان سره اړیکو ته ارزښت ورکوو".

د پاکستاان د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې حنا ربانې قامې اسمبلې ته د وینا په مهال وویل، نوی حکومت به کوښښ کوي چې د پاکستان بهرنې تګلاره د خلکو په ګټه وې: مونږ بهرنې تګ لاره باید د یوه هیواد په ضد هم نه وې ، د امریکا او د یورپ په ضد خو باید بیخې نه - د هندوستان په ضد هم نه-

مېرمن رباني وویل بلاول بهټو د خوراک د خوندیتوب په اړه غونډې کې ګډون د پاره په راتلونکې اوونې کې د نیویارک هم سفر کولې شي

د ډان ورځ پاڼې د یوه رپوټ تر مخه بلاول بهټو زردارې ته په دغه غونډه کې د ګډون بلنه د امریکا د بهرنېو چارو وزیر انتوني بلینکن ورکړې

د امنیت په اړه د امریکې او پاکستان وروستې غونډه کال ۲۰۲۱ جولائې کې شوې وه.

د امریکې او پاکستان د تعلقاتو په اړه په اسلام اباد کې د نړیوالې اسلامي یونېورسټۍ پورفېسر منظور افریدي د وي او ای ډیوه سره خبرو کې وايي امریکا او پاکستان د یو بل سره شریکې ګټې لري، د افغانستان، کشمیر او د ایران په شان داسې مسلې دې چې امریکا دلته خپلې ګټې خبرې ګټې خوندي ساتل غواړي.

د امریکې او پاکستان کې په اړیکو کې د ورستیو پرمختګونو ته په اشاره ښاغلي افریدي وویل د امریکا هم دا کوشش دې چې د پاکستان سره خپلې اړیکې ښې کړي، د دغو اړیکو په اړه کوم منفې تاثر چې پیدا شوی دی باید دواړه هیوادونه دغه تاثر د ختولو هڅې وکړې او اړیکې مثبت اړخ ته بوځي.