د امنيتي چارو څېړونکي وايي په خېبر پښتونخوا کې د وسله والو د مضبوطې بيانيي د مخنيوي دپاره د رياست له خوا د یوې موثرې بيانیې د نيشتوالي له امله په ټولنه کې تند لاریتوب وده موندلې ده۔
دوی وايي که چرې په صوبه کې ترهګرۍ ځپلو سیمو کې ځوانانو ته د تعليم او کار زمينه برابره نه کړل شوه نو د تندلاریتوب لړۍ نوره هم غښتلې کیدای شي.
د صوبايي حکومت اړونده چارواکي وايي چې په خلکو کې د انتها پسندۍ د مخنيوي دپاره کار پکار دي.
د پېښور پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاذ او څېړونکی خېبر خان حکيمزی چې سوات کې يې د وسله والو په بيانيه څېړنه کړې ډيوه ته وايي چې په سيمه کې د تعليم د کمي، بېوزلۍ او د وسله والو پرضد د حکومت د کمزورې بيانیې له وجې په ټولنه کې انتها پسندۍ وده موندلې ده.
ډیوه سره خبرو کې هغه وایي طالبانو چې به د خپلو وسله والو فعالیتونو لپاره کوم جواز وړاندې کولو نو هغه به یې د پاکستان د نظریې سره تړلو اؤ خلکو ته به یې ویل" پاکستان خو د اسلام په نوم جوړ شوی دی، د پاکستان نظام خو پکار ده چې د سنت او اسلام په نوم باندې وي خو دلته شرعي نظام ولې نشته؟"
د نوموړي په وینا پاکستان هم بيا د طالبانو د دې بیانیې د مخنيوي دپاه خپله بيانيه نه شوه پېدا کولی "او زمونږ رياست په دې کې کمزوری پاتې شو او خلک د دوی( طالبانو) اړخ ته مايله شول"
ښاغلی حکیمزی وایي، که مونږ د رياست يا حکومت له لوري د طالبانو د بیانیې خلاف اقداماتو ته وګورو نو په هغې کې دوی زياتره هڅه کړې چې د پوځي عملياتو له لارې د طالبانو د فعالیتونو مخه ونیسي.
هغه وایي د پوځي عملیاتو سره يوازې وسله وال ګروپ خو ختمېدای شي ولې کومه نظريه چې يې پرېښودې وي هغه نه شي خمتېدای۔
څيړونکي وايي په سوات کې د شريعت محمدي په نوم تحريک او بيا په کال ۲۰۰۷م کې د تحريک طالبان پاکستان راتګ سره دغه سيمه کې مذهبي تندروي زياته شوه۔
د دوی ترمخه په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په خېبر پښتونخوا کې يو ځل بيا ناامني سېوا شوې چې لوي علت يې د پاکستاني وسله والو د افغان طالبانو د بيانيې څخه اغېزمنېدل او په هېواد کې خپلې ځېلې خورول دي۔
د دې پښتنې په ځواب کې چې د انتها پسندۍ او سخت دريځۍ د مخنيوي دپاره د خېبر پښتونخوا حکومت څه ګامونه اخلي؟ د نېشنل ايکشن پلان ترمخه د انتهاپسندۍ ضد جوړې شوې صوبايي ادارې مشر ډاکټ ایاز خان ډیوه ته وایي :
"چې څومره هم زمونږه سرکاري او شخصې پوهنتونونه دي هغوی سره مونږ رابطې شروع کړي دي، دې نه علاوه مونږ ټولنې سره هم رابطه کې يو او د دې (انتها پسندۍ) چې کوم بنيادي وجوهات دي هغه ورته راښکاره کوو او د دې د مخنيوي دپاره چې څه کېدای شي هغې په هکله مونږ د متاثرينو څخه مالومات واخلو، د هغوی رائ ځان سره شريکه کړو او هغه د خپلو رپورټونو په شکل کې حکومت او تعليمي ادارو ته وړاندې کوو"
څېړونکي وايي د سوات ترڅنګ قبايلي سيمې هم د وسله والو د اثر لاندې پاتې شوې دي۔ دوی وايي د انتها پسندۍ د مخنيوي دپاره مهمه ده چې په اغېزمنو سیمو کې د ړنګ شويو تعليمي ادارو جوړولو ترڅنګ ځوانانو ته د روزګار زمينه هم برابره کړل شي۔
پېښور پوهنتون کې د ایم فل سکالر ډیوه سره خبرو کې وایي ، که ځوانانو ته تعليم ور نه کړل شو، هنرونه ورزده نه کړی شول نو دوی سره خو نه روزګار شته اؤ نه بله لار لري ، سوال دادی چې دوی به بيا چرته ځي؟
د هغه په خبره "د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ سوچ واله کوم خلک چې دي دوی (وسله وال) به يې د اثر لاندې راولي او موقعې به ورکوي او څومره هم چې چاته موقع ترلاسه کیږي هغوی به کوشش کوي چې ترلاسه يې کړي"
د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اينډ سيکيورټي سټډيز د وروستي رپورټ ترمخه په اکتوبر کې د پاکستان دننه ترهګریزو بریدونو کې 198 کسان وژل شوي چې پکې 98 ترهګر ، 62 امنيتي چارواکي او 38 عام وګړي وو۔
د پکس د پورټ ترمخه په مجوعي حملو کې 87 فيصده په خېبر پښتونخوا کې شوي چې 117 تنان پکې ژوند دلاسه ورکړی دی