دشمېرنې اداره:پاکستان کې میاشتینۍ ګراني 25 فیصدي ته رسیدلې ده

په مردان ښار کې د پرچون کاروبار کوونکی عابد حسېن وي او ای ډیوه ته وایي د ګرانۍ له وجې خلکو خریدارۍ  توان کم شوی دی

پاکستان کې دشمېرنې دولتي اداره وایي هیواد کې مجموعي میاشتنۍ ګراني نزدې 25فیصدي ته رسیدلې او تیره میاشت په جولایي کې ګراني 4.3فیصدي نوره هم زیاته شوې ده.

د ادارې وینا ده اوونیزه ګراني په امروزه حساب د تیرکال په مقابله کې 28.2فیصدي ده چې د تیر کال 2021م په پرتله 16.2فیصدي زیاته ده دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې اقتصادي اشارې مثبت لوري ته روانې دي، د روپی بيعه کې استحکام راغلی، د ونډو بازار په بره تللی او حکومت وایي په جولایي کې تجارتي خساره هم راکمه شوې ده.

د پاکستان د شمېرنې اداره وایي تیره میاشت په جولایي کې ګراني 24.9 فیصدي ته رسېدلې او د جون په میاشت کې ګراني 21.3فیصدي ریکارډ کړی شوې ده او په دې کې 4.3فیصدي اضافه شوې ده.

د پاکستان حکومت وایي ملکی اقتصادي اشارې مثبت لوري ته روانې دي او په ملکي کچه د اقتصادي استحکام وروسته به ګراني هم کمه شي.

په مردان ښار کې د پرچون کاروبار کوونکی عابد حسېن وي او ای ډیوه ته وایي د ګرانۍ له وجې خلکو خریدارۍ توان کم شوی دی.

هغه وایي په ملک کې د توانایۍ پټرولو ،ډیزلو، بجلۍ او ګیس د بیعو د زیاتوالي سره د خوراکي شیانو په بیعو کې 50 روپۍ کلو زیات والی راغلی دی.

"سیله وریژې د 220 روپو کلو نه 250 روپو ته زیاتې شوي دي، د20کلو ګرام اوړو تروړه په 1830 روپۍ دکاندار ته ورکړی کیږي، مخکښی به په 1750 روپۍ تروړه وه ، د چڼو د دالو یو کلو بيعه 220 روپو نه 250 روپو ته زیاته شوې اؤ د غوړو او چینو بیعې راکمې شوې دي"

په خیبر پښتونخوا کې صوبایي حکومت په اوړو رعایتونه ورکړي دي او د موبایل ګاډو په ذریعه دخرڅېدونکو سرکاري اوړو دشلو کلو تروړې نرخ 980 روپۍ دی .

خو ځايي اوسیدونکي بیا دسرکاري اوړو په معیار نیوکې کوي اؤ وایي ډوډۍ تری په ګرانه پخیږي.

د پاکستان حکومت وایي دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف له خوا به ورته روانه میاشت د یو ارب او 20 کروړه ډالر پور هم ترلاسه شي او د حکومت په وینا اقتصادي اشارې مثبت طرفته روانې دي د روپۍ په قدر کې استحکام راغلی، دجولایي په میاشت کې تجارتي خساره کمه شوې ، د ونډو بازار هم په بره روان دی.

اقتصادي پوهان وایي په نړیوال مارکیټ کې د خامو تیلو او خوراکي توکو بیعې هم کمې شوي چې د پاکستان په درامدي بل یې مثبتې اغيزې شوي.

د اقتصاد ماهر پروفیسر منظور علي وي او ای ډیوه ته وایي که د حکومت اؤ مرکزي بینک له لوري مثبت ګامونه واخستل شي او سیاسی استحکام راشي نو اقتصاد به وده بیا مومي او راتلونکي کې به ګراني هم کنټرول شي.

"د پاکستان اقتصادي اشارې مثبت طرفته ځي او دا پیغام ورکوي چې قیمتونه به استحکام طرفته لاړ شي او ددې نیغ په نیغه تعلق د سیاسي استحکام سره هم دی چې په اقتصاد منفي اثر پریباسي او مرکزی بینک او حکومت که په صحیح معنو کې کوشش وکړي نو معیشت ته به وده ترلاسه شي"

د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي د جولایي په میاشت کې تجارتی خساره 35فیصدي کمه شوې ده، په انټر بینک مارکیټ کې د روپۍ په مقابله کې ډالر 4.2فیصدي راکم شوی او د ډالر بيعه 225 روپۍ ریکارډ کړی شوې ده.

د خزانی وزیر مفتاح اسماعیل ویلي د یو ملګری هیواد له خوا پاکستان ته باور ورکړل شوی چی د څلورو اربو ډالرو کمی به دغه هیواد ور پوره کړی کوم چې به د مالیاتي ادارې له خوا د 6 اربو ډالرو د پروګرام وروسته مخی ته راځي.

د خزانې وزیر وایي د مالیاتي ادارې ایي ایم ایف ټول شرطونه پوره کړی شوي او روانه میاشت کې به اقتصاد ته اډاڼه ترلاسه شي.