د پاکستان مرکزي کابينې د نېشنل اېکشن پلان د اېپکس کمېټۍ د پرېکړو په منظورۍ سره د "اپرېشن عزمِ استحکام" رسمي منظوري ورکړې. د دفاع وزیر خواجه اصف ویلې د دغو عملیاتو په اړه به په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې بحث وشي.
خواجه اصف په لاهور کې په یوه خبري غونډه کې ويلي، د "اپرېشن عزم استحکام" به د استخباراتو پربنیاد وي او د پخوانیو عملیاتو په څېر به څوک د کورونو څخه نه بې ځایه کیږي.
"د جمعيت علمااسلام، پاکستان تحریک انصاف او نورو اندېښنې به ختموي. د دغه اپرېشن څه سیاسي مقصد نه دی، یواځې د زیاتیدونکې ترهګرۍ مقابله کول غواړو".
له دې وړاندې وزيراعظم شهباز شريف کابينې ته ويلي چې دا اپرېشن به د تيرو عملياتو نه مختلف وي او خلکو ته به هيڅ قسمه مشکل نه وي، د عملیاتو مقصد په هیواد کې د امنیت او ثبات باوري کول دي.
د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي وړاندیز کړی چې د اپریشن عزمِ استحکام په اړه دې د خېبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ غړي هم په اعتماد کې واخستل شي.
خواجه اصف تېره ورځ یو شخصې ټیليویژن سره خبرو کې ویلي وو چې دغه عملیات په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې کولی شي.
څيړونکی خبريال شهزاده ذوالفقار وايي، حکومت وايي د ترهګرۍ تازه پېښو ته په کتو دا عمليات کوي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "حکومت ته غټه مسله چينايانو ته تحفظ ورکول دي وزيراعظم د چين سفر کړی وو، پاکستاني چارواکو بيا د کابل سفر کړی وو، بيا د چین سینير وزیر چې پاکستان ته راغلی وو هغه د امنيت خبره کړې وه".
هغه زياته کړه، "زما په خيال د چين د مطمين کولو دپاره دا اپرېشن کولی شي او د بلوچستان وزيراعلا ویلي چې د عزمِ استحکام زيات ضرورت بلوچستان صوبې ته دی مګر زه دا وايم چې چرته چرته چينايان شته د هغو دپاره ضروري ده چې حکومت ورته تحفظ ورکړي او د بشام په څېر واقعات بيا ونه شي".
د جون په 22مه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ اېپکس غونډه کې ویل شوي وو، "اپرېشن عزمِ استحکام" به يو جامع او پرېکنده انداز کې د توندروۍ او ترهګرۍ د خطرو د مخنيوي دپاره هڅې پیاوړې کوي، په سياسي سفارتکارۍ کې به د سيمه ييزه مرستې د لارې د ترهګرو د ځالو ختمولو هڅې ګړندۍ کولی شي. پوځ به د نورو قانون نافذونکو ادارو په مرسته هڅې او عمليات په وړاندې بوځي او د ترهګرۍ په مقدمو کې د قانوني خلا لرې کولو دپاره به د قانوني ستازۍ د لارې پوځ با اختیاره کولی شي او ترهګرو ته به مثالي سزاګانې ورکول کيږي".
دا ګام له هغې وروسته پورته کړل شوی د چين د کميونسټ پارټۍ د نړيوالو چارو د مرکزي کمېټۍ وزير ليو جان چاو د جون په 21مه د پاکستان په سفر کې ویلي وو، د پرمختيا دپاره کورنی ثبات اړین دی او د پانګونو دپاره به امنيتي حالات ښه کول وي. هغه ويلي وو په ښه امنیت کې به تاجران په په پاکستان کې پانګونې کوي.
(په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي)