‎ډيره اسماعیل خان: چاودنه کې څلور عسکر ژوبل شوي

د خېبر پښتونخوا په سویلي ضلعه دېره اسماعيل خان کې د فرنټير کور (اېف سي) ځواکونو په قافله چاودنه شوې چې په نتيجه کې یې درې اېف سي عسکر ټپيان شوي دي.

‎د پولیسو سرچینو نه د ترلاسه شو معلوماتو له مخې دغه پېښه د خالي یا شنبې په سهار هتاله سیمه کې د ټانک ضلعې په سړک او د صوبې د اعلا وزیر علي امین ګنډپور کور، امين فارمز سره نږدې رامنځته شوې ده.

‎د پوليسو په وينا، بارودي توکي د سړک په غاړه ښخ کړل شوي وؤ او هغه مهال وچاودېدل کله چې د اېف سي ځواک عسکر د معمول په ګزمه وو.

له پېښې وروسته، د پولیسو او امنیتي ځواکونو درنه نفري سمدستي سیمې ته رسېدلې او ټوله علاقه یې په ګیره کې اخستې ده.

‎ټپيان عسکر په فوري توګه د ښار په کېنټ سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوي دي
‎ اؤ د روغتون سرچینې د یو ژوبل عسکر حالت مرګونی یادوي.

‎په سیمه کې امنیتي سرچینو وویل د چاودنې وروسته په سيمه کې د لټون عمليات پيل شوي تر څو دا برید کوونکي ونيول شي.

‎د دوی په وینا امنیتي ځواکونو په سيمه کې د نورو چاودېدونکو توکو د شتون اندېښنې په پام کې نیولي او خپل عمليات يې چټک کړي دي.

‎تر دې مهال هېڅ یوې ډلې د دې حملې مسؤليت په غاړه نه دی اخيستی.

خو په دې ورستیو کې دغلته د زیاتره بریدونو پړه د تحریک طالبان پاکستان ګنډا پور ډلې منلې ده.

‎په دې وروستیو کې د خېبرپښتونخوا په سویلي ضلعو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې، چې له کبله یې حکومت د سيمې امنیتي تدابير سخت کړي او ځایي پرځای یې نورې پوځي پوستې جوړ کړي او په سیمه کې امنیتي ځواکونه په ګزمه لېدل کیږي.

په 16 اکتوبر په بنو کې د پوځ او وسله والو نښته کې دوه پوځيان وژل شوي او بونېر کې په بمي چاودنه کې څلور پوليس اهلکار ژوبل شوي وؤ ۔

تر دغې وړاندې په 14 اکتوبر په بنو کې په پوليس لاين د وسله والو بريد کې 4 پوليس عسکر او 5 وسله وال وژل شوي وو۔

دا بريدونه د 13 اکتوبر د پښتون قامي جرګې د پريکړو وروسته شوي چې پکې اولنۍ پرېکړه د وسله والو او پوځ د پښتنو د سیمو نه په دوؤ میاشتو کې د وتلو شوې وه.