ټانک: ځايي خلک وايي په جوماتونو کې ورته اعلانونه شوي چې کورونه دې خالي کړي

د ټانک عمرخېل کلي خلکو احتجاج

د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعې ټانک د عمرخېل کلي خلکو احتجاج کړی او وايي، د جوماتونو څخه ورته اعلانونه شوي چې کورونه خالي کړي. خو دوی کورونه خالي کولو ته تيار نه دي. د ټانک د ملازۍ پوليس تاڼې چارواکو ويلي، په علاقه کې پوځ چيکنګ (چاڼيز) عمليات کوی د پوليس ښځينه اهلکارې یې هم د ځان سره بوتللې دي، خو پوځ د عملياتو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

د علاقې چيرمېن خالد خان وايي، سهار وختي ډزې وشوې او تور یې ولګولو په ډزو کې عام خلک ويشتل شوي، او دوی دغه ځای ته نه پرېښودل کيږي.وي اواې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، له دغې وروسته بيا د جوماتونو نه اعلانونه شوي چې خلک دې د کورونو نه ووځي، د ښځو دپاره ځانله او سړو دپاره ځانله ځايونه ټاکل شوي دي.

خالد خان وويل، خلکو بيا جرګه کړې چې سړي د کورونو نه وتلي خو ښځې به د کورونو څخه نه اوباسي. هغه زياته کړه، په وروستیو کې یې د پوليس او پوځي چارواکو سره ليدنې شوي، دوی ترې غوښتي چې د امن دپاره ګامونه واخستل شي خو د ګامونو په ځای د علاقې څخه خلک ويستل کيږي.

د ملازۍ تاڼې يو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ډيوه ته ويلي، په علاقه کې پوځ چيکنګ کوي زنانه پوليس اهلکارې یې هم د ځان سره بوتللي دي، دوی نور په عملياتو حال نه لري.

خو د علاقې يو لوړ پوړې امنيتي سرچينې وي او اې ډيوه ته وويل، اول په علاقه کې خلک احتجاجونه کوي چې بدامني ده او بيا چې د ناامنۍ خلاف ګامونه پورته کيږي خلک بيا د هغې پرضد هم احتجاج کوي. سرچينې زیاته کړه، دوی ته داسې معلومات وو چې د عمرخېل په کلي کې ځينې وسله وال پټ شوي دوی یې کور په کور تلاشي کوي.

خو د ټانک څخه د بېټنو جرګې د عمرخېل کلي پله ولسي پاڅون روان کړی دی.

د جرګې مشر مولانا نقيب الله بېټنی وايي، د تېرو دوه درېو کالو راهسې د بېټنو علاقه د ناامنۍ ښکار ده، دغه علاقه په 2007 حساسه سيمه ګرځول شوې او د هغې له امله دغلته هيڅ ډول پرمختیايي کارونه نه کیږي هر څه په ټپه ولاړ دي خلک سخت پرېشانه دي.

هغه زياته کړه، په وروستۍ کې چې په ټانک ضلعه کې څومره د ناامنۍ پېښې شوي، هغه که ځايي مشران، عام خلک يا امنیتي اهلکار دي ټول بېټني وژل شوي دي. هغه وویل، دوی په علاقه کې عملياتو ته نه دي تيار، دوی په علاقه کې د پرمختيايي کارونو غوښتنه کوي.

نقيب الله بېټني وویل، دوی په سياسي مشرانو غږ کوي چې د علاقې د امنیت دپاره د دوی غږ ورغبرګ کړي. د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې چې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي ټانک هم يوه هغه سیمه ده چې د ناامنۍ پېښې پکې دوام لري. ټانک د جنوبي وزیرستان، لکي مروت او ډېره اسماعيل خان سره پولې لري.

په ډېره اسماعیل خان کې تېره شپه ناوخته يا سهار وختي د درابڼ تحصيل په چودوان پوليس تاڼه وسله وال بريد شوی، لس پوليس اهلکار پکې وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

په سمدستي توګه د دغه بريد زمه واري چا نه ده منلې.

خېبرپښتونخوا کې د بدامنۍ دا تازه پېښې په داسې وخت کې کيږي چې درې ورځې وروسته پاکستان کې عام انتخابات اعلان شوي، او حکومتي چارواکي وايي هر ډول انتظامات ورته برابر کړی شوي دي، که هر څه وي انتخابات به کيږي.