چارواکي: په ږوب کې له ويکسين پاتې ماشوم د پوليو ښکار شوی

د ږوب د صحت محکمې مشر ډي ايچ او ډاکټر مظفرشاه د پوليو شوي ماشوم د کورنۍ له قوله وايي، چې ماشوم ته يې نورکله پوليوضدقطرې ورکړې خو په وروستي کيمپېن کې نه دی ويکسين شوی او له ناروغۍ وروسته پوليو شوی دی.

د بلوچستان د ږوب په سهراب ګوټ سيمه کې دوې ورځې وړاندې د پوليو ښکار شوي ماشوم مور روغتيايي چارواکو ته ویلي ماشوم ته يې د ناروغۍ له امله د پوليوضد وروستي کېمپېن کې ويکسين نه دي ورکړی شوي.

د روغتيا د نړيوال سازمان، يونيسيف، کامنيټ او د بلوچستان د روغتيا څانګې چارواکي د پوليو ماشوم روغتيايي پلټنې کوي.

په سهراب ګوټ سيمه کې دا دوهم ماشوم دی، چې پوليو شوی. تر دې وړاندې په همدې سيمه کې په کال دوه زره اوولس کې هم يو ماشوم ګوزڼ وهلی او اوس د ژوند له سخت کړاو سره مخامخ دی.

د ږوب د صحت محکمې مشر ډي ايچ او ډاکټر مظفرشاه د پوليو شوي ماشوم د کورنۍ له قوله وايي، چې ماشوم ته يې نورکله پوليوضدقطرې ورکړې خو په وروستي کيمپېن کې نه دی ويکسين شوی او له ناروغۍ وروسته پوليو شوی دی.

٬٬ پوليو شوی ماشوم د اتلس مياشتو عمر لري، نوم يې عثمان علي او د پلار نوم يې ميرولي دی. موږ د کېس نورې پلټنې کوو، ماشوم ډېر معذوره نه دی، په پښو کې يې حرکت شته. دا ماشوم له کډوال يا ايچ ار ايم پي ابادي سره تعلق لري. موږ د ماشوم نمونې اين ای ايچ ته لېږلې، په رپوټ کې راغلی چې دا پوليوشوی دی.،،

د پوليوشوي ماشوم د روغتيا په اړه د پلټنو لپاره ورغلې يوه روغتيايي کارکوونکې بي بي حليمه وايي، چې د ماشوم کورنۍ د پوهې د نشتوالي له امله پوليو ناروغي جدي نه ده ګڼلې او پر وخت يې ويکسين نه دی کړی، ځکه نو ماشوم پوليو شوی او احتمال شته چې وايرس په شاوخوا کې نور ماشومان هم تر خپل اغېز لاندې راولي.

٬٬ دلته په خلکو کې د ويکسين په اړه د پوهې کمي ده. د ماشوم د روټين ويکسين پر وخت نه دی شوی او دا خلکو پوليو يوه سنجيده ناروغي نه ده ګڼلې. کوم ماشوم چې پوليو شي، د تحقيق له مخې په شاوخوا چاپيريال کې دوه سوه نور ماشومان وايرس اغېزمن کولای شي. حکومت ته په کار دي، چې د وايرس نورو ماشومانو ته د خپرېدو مخه ونيسي.،،

خو ډاکټر مظفرشاه بيا وايي، چې د پوليووايرس نورو سيمو ته د احتمالي خطر ته په پام سره په سيمه کې د ماشومانو ويکسين په تېره بيا د پوليوضد څاڅکو ورکولو کار پيل شوی، چې په وايرس نور ماشومان اخته نه شي.

٬٬ د ماشوم کورنۍ وايي، چې ماشوم هر کله ويکسين شوی خو يوازي يوار له ويکسين پاتي شوی. آن دا چې ناروغه وو هم مو ويکسين کړی دی. د ډبليو ايچ او، يونيسف او اين سټاپ ماهرين د کېس تحقيق کوي. په لومړنيو پلټنو کې مالومه شوې، چې څه موده وړاندې دلته له بوري د واده د مراسمو لپاره پينځوس شپېته ماشومان راغلي وو. په بوري سيمه کې له چاپيريال په اخيستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس موندل شوی وو. اوسني کېس ته په پام سره په سيمه کې د پوليو او روټين ويکسين کار پيل شوی دی.،،

په بلوچستان کې سږکال اووه ماشومان په ګوزڼ اخته شوي او په پاکستان کې يې شمېر نهه ته رسېدلی دی. په بلوچستان کې د ږوب تر څنګ په کلاعبدالله، چمن، کوټه او ډېره بګټي سيمو کې ماشومان پوليو شوي دي.