ماهرین: په خېبر پښتونخوا کې په 1000 کې 41 ماشومان د پېدايش په لومړۍ هفته کې مړه کېږي

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې نه ترلاسه شويو شمېرو ترمخه د صوبې په کچه هرو 1000 ماشومانو کې 41 ماشومان د پېدايش په لومړۍ هفته کې ژوند لاسه ورکړي

په خېبر پښتونخوا کې د صحت پوهان وايي چې د پېدايش په وخت د ماشومانو او مېندو د مړيني شرح سېوا ده او د دې لوی علتونه د اميدوارو مياندو غیر مناسب خوراک او غیرمېعاري علاج، د صحت په مرکزونو کې د ماشوم د پېدايش خیال نه کېدل او د زېږون وروسته د مور او د بچي صحت ته عدم توجه ده.

د خېبر پښتونخوا د صحت چارواکي وايي چې اړونده محکمې د مور او ماشوم د مړينې شرح کمولو لپاره ګامونه اخلي او د صوبې په کليوالو سيمو کې 250 وړو هسپتالونو ته د ماشوم د زېږون لپاره سهولتونه ورکړل شوي۔

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې نه ترلاسه شويو شمېرو ترمخه د صوبې په کچه هرو 1000 ماشومانو کې 41 ماشومان د پېدايش په لومړۍ هفته کې ژوند لاسه ورکړي.

په دې حقله په پېښور کې مېشت د ماشومانو متخصص ډاکټر امين ګنده پور وي او ای ډيوه ته وايي د طبي سهولتونو د کمښت او د ماشوم د پېدايش په وخت د ډاکټرانو او اړونده عملې لخوا د صفايې خيال نه ستالې کېدو له وجې د ماشومانو د مړيني شرحه سېوا ده۔

د وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي دا هم وويل: " د دې يوه لوی وجه دا هم ده چې ماشومان بې وخته پېدا شي او کمزوري وي او دوېمه وجه چې ده نو کله چې ماشوم پېدا کېږي د هغې زېږون سم ځای او سم وخت يا سمې طريقې سره نه کېږي نو هغه سه وانخلي"

ډاکټران وايي چې د لومړۍ مياشتې نه تر 15 کالو عمر پورې نزدې 47 فيصده ماشومانو ته مکمل خوراک نه مېلاوېږي او د هغوی وزن او صحت د عمر مطابق نه جوړېږي۔

دوی وايي چې ماشوم ته د مور شېده نه ورکولو، د خوراک د کمي او حفاظتي ټيکو نه لګېدو له وجې هم يو شمېر ماشومان په لومړو پېنځو کالو کې وفات شي۔

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې شمېرې ښايي چې د صوبې په کچه د يو لک ماشومانو د پېدا کېدو په وخت 165 مياندې ژوند د لاسه ورکړي۔

په دې اړه د ډاکټر امين جان وېنا وه: " کله چې مېندې اميدوارې شي نو صحت يې کمزورې وي او څوک ورته دومره توجو نه ورکوي، بيا د هغو هغه انټينېټر کېئر نه کېږي چې د هغوی بلډ پرېشر شته يا نشته، شوګر شته يا نشته او نور څه بيماري خو نشته او بيا ماشوم هم په سم ځای کې نه پېدا کېږي او چې کله پېدا هم شي نو د هغې وروسته د مور خيال نه ساتلې کېږي ځکه اکثره مېندې ماشوم خو پېدا کړي خو وفات شي"

د خېبر پښتونخوا په صحت محکمه کې د مور او بچي د صحت د پروګرام مرستيال مشر ډاکټر تنوير انعام وي او ای ډيوه ته وايي چې د مېندو او ماشومانو د مړني په شرح قابو مندولو لپاره د محکمې په پنځه کلنه تګلاره کې زيات زور اچول شوی دی، هغه زياتوي چې کال 2023 اخره پورې به د مېندو د مړني شرح 140 ته راټيټه کړل شي۔

نوموړي ډيوه سره خبرو کې وېنا وه چې مخکې به په بي ايچ يوز کې ډيليوري نه کېده خو تقريبا يونيم کال کېږي چې په کلي والو سيمو کې 200 بي ايچ يوز او 50 ار ايچ سيز کې ته هغه سهولتونه ورکړې شوي چرته چې عام ډيليوريز يا د ماشومانو زېږون کېږي۔

هغه وايي چې د صحت دې مرکزونو ته ايل ايچ ويز، هيلته ټېکنيشنز او نوره اړونده عمله هم ورکړې شوې ده۔

د روغتيا د چارو پوهان وايي چې د مېندو د ژوند خوندي کولو لپاره بايد د اميدوارې مور د خوراک، صحت او علاج پوره پوره خيال وساتلې شي۔

دوی زياتوي چې د ماشوم د ښه صحت او روښانه مستقبل لپاره د مقرره وخت پورې د مور شېده ورکول او حفاظتي ټيکې لګول ډېر مهم دي۔