د ملګرو ملتونو شمېري چې ښي د سيمه ييزو هيوادنو په مقابل کې پاکستان کې په ابادۍ کې د اضافې شرحه تر ټولو زياته 1.98 فيصدي ده او دا هیواد د زياتي ابادۍ سره په نړۍ کې په پينځم نمبر ولاړ دی. پوهان وايي چې د حمل د مخنيوی د دوايانو يا نورو طريقو نه خپلولو لکبله د پاکستان ابادي په زياتيدو ده.
د ملګرو ملتونو د ابادۍ ادارې یو اېن ایف پي اې ترمخه په نړۍ کې د 40 فيصدو نه سېوا ښځې د خپل تولیدی صحت په هکله د فیصلې اختیار نه لري. د صحت په برخه کې کارکوونکي وايي په پاکستان کې هم داسې صورتحال دی او د خانداني منصوبه بندۍ په اړه ښځه د خپلې خوښې او اختیار نه محرومه ده.
نن د ابادۍ نړيواله ورځ نمانځل کيږي، او د دې ورځې نمانځلو هدف د ابادۍ د نړيوالو مسلو په اړه پوهاوی خرول او خلک په خانداني منصوبه بندۍ، صنفي برابرۍ او ښه صحت خبرول دي.
سږ کال د 2024م ابادۍ نړیوالې ورځې ته سرخط ورکړل شوی، "څوک شاته مه پرېږدئ، ټول شمار کړئ".
مطبوعاتي رپورټونه وايي، په پاکستان کې دا وخت 7.8 فيصده مېرمنې حامله دي او د اومیندوارۍ د مخنیوي کچه يا سي پي ار د 38 فيصدي څخه 46 فيصده لوړه شوې ده.
پوهان وايي، پاکستان کې يواځې 35 فيصدي خلک د حمل د مخنيوی داروګان او مصنوعات کاروي او زياتره خلک د حمل د مخینوی د نوو لارو چارو خپلولو څخه ډډه کوي.
د اسلام اباد شفا روغتون کې ګايناکالوجسټ يا د ښځو د ناروغو ډاکټره شازیه فخر وايي،"موږ مشاهده کړې چې ځينې خلک تعليم يافته وي او آګاهي هم لري خود ټولنیزو بنديزونو او فشار لکبله د دغو مصنوعاتو د کارولو څخه ډډه کوي او تر څو چې د وروسته پاتې سيمو د خلکوخبره ده نو د تعليم نشتوالې لکبله هغوی د جديدو طريقو نه بې خبره پاتې شي".
د پېښور حيات اباد مېډېلک کمپليکس روغتون کې د ښځو د وارډ ډاکټره غزاله شمس وايي، ډېرې داسې جينکۍ ورله علاج له راځي چې په کمر عمرۍ کې یې واده شوی وي په بچو زېږولو کې وقفه يا دمه غواړي خو د خپل صحت په هکله خبره نه شي کولی او پوهه هم نه لري.
او په چارسده کې د حکومت لخوا د خانداني منصوبه بندۍ پروګرام کې د 18 کالو راهسې کار کوونکې طلعت خان وايي، د پوهې د کمي له امله ښځې نه خو د خپل خاوند او خواښې سره خبره کولی شي چې دوی په ماشومانو زېږولو کې وقفه غواړي.
په پاکستان کې د حمل مخنیوي دپاره انجکشنې يا ستنې، کنډومز او د نس بندۍ طريقې کارول کيږي، خو د پوهانو په خبره د مانع حمل دغه مصنوعات خلکو ته رسوول او په دغه اړه کره ګامونه پورته کول داسې ستونزې دي چې حکومت او ادارو ته پرې ډېر کار کول پکار دي.
پوهان وايي، ابادۍ کې په اضافې د قابو موندلو لپاره داسې منصوبه بندۍ ته ضرورت دی څنګه چې د هيواد اقتصاد ښه کولو لپاره جوړول کيږي.
د ابادۍ د چارو څيړونکی شفقت منير وايي، "په ابادۍ کې بې درېغه اضافه يواځي د هيواد په وسيلو فشار نه راوړي بلکې دا په چاپیریال هم بدې اغېزې کوي".
پوهان وايي، ابادي کمول په بنیادی توګه د ټولنيز رويو سره تړاو لري او دا يواځي په مانع حمل دوايانو نه قابو کیږي.
د توليدي صحت په اړه ډاکټران وايي چې په حمل کې وقفه د مور او د ماشوم دواړو لپاره مهمه ده.
ډاکټر شازیه فخر وايي، "که يوه مېرمن زر زر حامله کيږی نو دا نه يواځي دې ته په بدني توګه زيان رسوي بلکې د مېرمن په دماغي حالت هم بدې اغيزې کولی شي. په زياتو ماشومانو کې نوي زېږيدلي ماشوم ته هم هغه شان توجه نه ورکول کيږي څنګه چې پکار وي".
پاکستان کې په کال 2023م کې د ترسره شوې ډيجيټل سرشمېرنې ترمخه د ملک ټوله ابادي 241.49 ميلينه او د زياتوالي شرحه یې 2.55 فيصده وه. په ياده ابادۍ کې د سړو يا نارينوو شمېره 50.4 فيصده او ښځو شمېره 49.6 فيصده ده.
د ابادۍ په نړیواله ورځ د پاکستان صدر اصف علي زرداري د پاکستان په ټولنيزه اقتصادي پرمختا په تېزۍ سره د سېوا کېدونکې ابادۍ د ژورو اثراتو د پوهېدو په ضرورت ټينګار کړی دی.
نوموړي په دولتي ادارو او غېر سرکاري تنظيمونو او ټولو شراکتدارو غږ کړی چې د ابادۍ د مسلې د مخنيوي په لړ کې دې مرسته وکړي.
(په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي)