کروندګرو په کوټه کې د بجلۍ د لوډشېډېنګ خلاف بېلچه په لاس احتجاج وکړو

د کوټې په احتجاج کې په زرګونو کروندګرو برخه واخیسته. د احتجاج ګډون والو وېنا وه چې څو کاله وړاندې د کرونا وبا، بیا د ملاخانو بريد او تېر کال طوفاني بارانونو او سېلابونو د دوی کښت کروندو ته زيات زيان رسوولی

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې بېلچۍ په لاس کروندګرو احتجاج وکړو او غوښتنه يې وکړه چې د بجلۍ لوډ شېډېنګ دې ختم کړی شي خو د احتجاج په اړه د بجلۍ کمپنۍ ويلي کروندګر بيلونه نه جمع کوي او حکومتي چارواکي وايي د کروندګرو دغه ستونزه زړه ده خو بيا يې هم د حل لاره لټوي.

کروندګرو وویل بجلۍ د کموالي له امله يې د کلي د پټي او د باغ کار يې خراب شوی نو ځکه يې د بېلچې په لاس د کوټې په سړکونو را اخستی.

کروندګرو وویل د بجلۍ نيشت والي يې د مڼو یا د سېبو فصل تباه کړی او اوس يې د غنمو د فصل د کرلو وخت دی خو دا هم د تباه کېدو د خطر سره مخامخ دی.

په احتجاج کې شامل زميدار عبدالحکيم وویل " بېلچه کوټه څه کوي، دا خوران زمينداران له مجبورۍ راوتلي دي، چې مجبوري نشي دوی به ارام ناست وو، له حکومت څخه د خواست دی چې زمينداران و غلا او بل کار ته مه مجبوره کوه ، دوی ته بجلي ورکړه چې پر خپل ځای قرار شي."

د کوټې په احتجاج کې په زرګونو کروندګرو برخه واخیسته. د احتجاج ګډون والو وېنا وه چې څو کاله وړاندې د کرونا وبا، بیا د ملاخانو بريد او تېر کال طوفاني بارانونو او سېلابونو د دوی کښت کروندو ته زيات زيان رسوولی.

دغه زیانونو دپاسه، احتجاج کوونکو وویل، له تېرو درو مياشتو څخه په څلرويشت ساعته کې دوی ته يوازې دوه ساعته بجلي ورکول کېږي چې له کبله يې د دوی پاته کښت کروندې په مکمله توګه د ختميدو له ويرې سره مخ کړې دي۔

کروندګر کاظم اڅکزی وویل " زموږ د سړو سيمو د غنمو د کرولو وخت تېر شو، په دوه زره څلورويشت کې به دلته د غنمو نيستي شي، دوی ( پاکستان) به بيا له نورو ملکونو څخه غنم راغواړي، چې دا به د پاکستان پر فارن ايکسچېنج باندې لوی اثر واچوي۔"

بلوچستان ته بجلې ورکونکي د غېر سرکاري کمپنۍ کېسکو ترجمان افضل بلوچ و وي او ای ډيوه ته د ټيلي فون له لارې وویل د دوی کمپني په پېسو بجلي اخلي بيا يې پر خلکو خرڅوي، که څوک د بجلۍ بل نه جمع کوي نو هغوی ته مفته بجلې نه ورکوي.

بلوچ وویل دا وخت په ټول بلوچستان کې تر درې سوه زرعي فيډرز دي چې تر دېرش زره زيات زرعي برمې يا بورونه ته درې کهنټې بجلي ورکوي، وايي د اکتوبر په مياشته کې د صوبې کروندګرو د اوه اربه روپۍ بجلي ګار کړې ده، خو يوازې يولس نيم کروړه روپۍ بل يې جمع کړی، د دې تر څنګ مرکزي حکومت يو ارب روپۍ ورته جمع کړې خو د بلوچستان حکومت يوه روپۍ هم نه ده جمع کړې.

د بلوچستان حکومت نګران وزير جان اڅکزي د ګل، دوشنبې، په ورځ یو خبري کانفرنس ته وویل کروندګرو ستونزه لسيزې زړه ده چې دوی ورسره مخ دي او په لنډ وخت کې به يې حل ولټوي.

د پاکستان د شمارياتو د ادارې رپورټ دی چې د بلوچستان اوسنۍ ابادي يونيم کروړ ته نېږدې ده۔

د کروندګرو د کمېټې په وينا په بلوچستان کې تر اتيا لکه زيات خلک له کښت کروندې او مالدارۍ سره تړلي دي، که حکومت يې مسایل پر وخت حل نه کړي نو يوازې ګرندګر نه ټوله صوبه به د خوراک له کمي او لوی مالي زيان سره مخ شي۔