افغان خبريالانې: د طالبانو په دوه کلنۍ واکمنۍ کې د بندېزونو او توپيري چلند سره مخ پاتې شوي يوو

په رپورټ کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې د شمېرو له مخې ویل شوي وو، چې د 150 ټيلي ويژن چېنلو څخه یې اوس 70 فعالیت لري او څه باندې 300 رېډیو سټیشنو څخه 170 فعال پاتې شوي دي

افغان خبريالانې وايي په افغانستان د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ په مهال د محدوديتونو او توپيري چلند سره مخامخ دي او په مسلکي دندو یې بدې اغېزې پرېوځي. د بې پولې خبريالانو سازمان [ار اېس اېف] په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېندو وروسته 80 فيصده ښځينه خبريالانو خپلې دندې پرېښودي دي.

په کابل کې مېشته د يو شخصي ټلوېژن خبرياله پلوشه احمدزۍ (فرضي نوم) وايي، " کله چې مونږ يوه خپرونه مخکې وړو چې هغه دوه او درې ساعته وسي او په دې کې د ماسک استفاده کول ډېره ستونزمنه ده".

د طالبانو لخوا رابلل شويو خبري غونډو کې د ښځينه خبريالانو د ګډون په اړه یې وويل، چې " ډېری ځله کانفرنسونو ته ورغلې خو د ګډون اجازه ورته نه ده ورکړل شوې.

" ګواکې دوی يادوي چې ښځو ته پکې اجازه نشته دی، دې زه ډېره د روحي پلوه ځپلې يم ".

هغې زياته کړه چې د دغو ستونزو ترڅنګ په اکثره وختونو کې د راپور چمتو کولو لپاره ورته يا خو د اړونده طالب چارواکو لخوا مالومات نه ورکول کيږي يا د ځنډ ښکار وي، د هغې بد اثر د دوی په کار پرېوځي.

وي او اې ډیوه په دغې اړه د طالبانو مرستيال ترجمان بلال کريمي سره د ټيليفون او وټس اپ د لارې د تماس نيولو کوشش وکړو خو ځواب یې ترلاسه نه شو.

نوموړي له دې وړاندې ډيوه ته ويلي وو چې دوی د رسنيو ازادۍ ته ژمن دي په دې شرايطو چې رسنۍ د شریعت په خلاف او د نظام د سقوط لپاره خپرونې ونه کړي.

د بې پولې خبريالانو سازمان [ار اېس اېف] د اګست په 11مه ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ راپدېخوا د 80 فيصده نه سېوا ښځینه خبریالانو خپل کار پرېښودی دی.

د رپورټ ترمخه د نزدې 12000 ښځینه او نارینه خبریالانو چې 2021 کال کې یې په دغه هیواد کې کار کولو، د درېو څخه له دوه برخو زیاتو یې صحافت پرېښودی دی.

په اسلام اباد کې مېشته افغان خبرياله ليمه سپېڅلې ډيوه ته وويل، په افغانستان کې يې خپله دنده د دې د لاسه ورکړه چې نور يې نشو کولی چې د دوی (طالبانو) په فرمايشونو يې خپله رسنيزه دنده دوامداره ساتلی وی.

" په ميډيا فشارونو ډېر زيات وو، سانسور او تحديدونه ډېر زيات وو او هم داسې په مونږه باندې هر څه بند شوي وو او ورځ تربلې هم داسې کېدل، مونږه نه شو کولې چې تر يوې رسنۍ نه وځو او بلې ته ولاړ شو ځکه په ټولو رسنيو بنديزونه ډېر زيات وو".

په رپورټ کې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې د شمېرو له مخې ویل شوي وو، چې د 150 ټيلي ويژن چېنلو څخه یې اوس 70 فعالیت لري او څه باندې 300 رېډیو سټیشنو څخه 170 فعال پاتې شوي دي.

د رپورټ ترمخه په افغانستان کې همداشان د 31 خبري ادارو څخه اوس مهال 18 ادارې فعالې دي.