وفاقي شرعي عدالت وایي د نرښځیانو ماشومانو حالت د ټولنې په مخ یو داغ دی

د وفاقي شرعي عدالت مشر قاضي ویلي دمجرمانو لخوا د نرښځیانو ماشومان استحصال کیږي او د دوی ساتنه د ریاست ذمه واري ده

دنرښځیانو د حقونو د تحفط دقانون کال ۲۰۱۸ په ضد دشوؤ درخواستونو د اوریدنې په مهال وفاقي شرعي عدالت ویلي د نرښځیانو ماشومانو حالت د ټولنې په مخ یو داغ دی.

د وفاقي شرعي عدالت مشر قاضي ویلي دمجرمانو لخوا د نرښځیانو ماشومان استحصال کیږي او د دوی ساتنه د ریاست ذمه واري ده.

عدالت د بشري حقونو وزارت ته امر کړی چې تر ۱۵م دسمبر پورې د نرښځیانو د تحفظ لپاره د اسانتیاو برابرولو په اړه رپورټ وړاندې کړي.

د نرښځیانو اود بشري حقونو د کارمندانو وینا ده ټولنه د نرښځیانو د حقونو په اړه پوهنې ته اړتیا لري او دا چې دنرښځیانو د حقونو پر قانون اعتراض اصل حقداران دخپل حق څخه محروم کړي.

دچهارشنبې ورځ په وفاقي شرعي عدالت کې دنرښځیانو (د حقونو د تحفظ) قانون 2018 چيلنج کولو لپاره د داير شوؤ درخواستونو اورېدنهد چيف جسټس ډاکټر سید محمد انور په مشرۍ کې دوه کسيزه بینچ کړې ده.

چیف جسټس ډاکټر سيد محمد انور د اوریدنې په مهال ویلي دا ډيره د افسوس خبره ده چې کورنۍ زیاتره دنرښځیانو ماشومانو دپيژندګلو څخه انکار وکړي اؤ ددې په په نتيجه کې بیا دغه ماشومان دمجرمانو له خوا د جنسي تيریو او تشدد ښکار کيږي او دعمر زیاتیدو سره د نرښځیانو ژوند ډیر ستونزمن کیږي.

چیف جسټس ريمارکس ورکړو چې د نرښځيانو (د حقونو تحفظ) قانون 2018 د سيکشن 6 (A) له مخې دا د حکومت او د بشري حقونو د وزارت ذمه واري ده چې دوی ته طبي مرستې او نور سهولتونه ورکړي.

چیف جسټس د بشري حقونو د وزارت د استازي څخه د نرښځيانو د ټولنې د مجموعي صورتحال په اړه پوښتنه وکړه خو وزارت د چيف جسټس پوښتنې ته واضحه ځواب ور نه کړو.

عدالت وزارت ته امر وکړو چې تر ۱۵م دسمبر پورې د نرښځیانو د تحفظ لپاره د اسانتیاو برابرولو په اړه رپورټ وړاندې کړي.

د نرښځیانو د حقونو کارمنده ریم شریف وي او ای ډيوه سره خبرو کې وایي ټولنه د نرښځیانو د حقونو په اړه پوهنې ته اړتیا لري.

"په ټولنه کې دنرښځیانو د زېږیدو مخه نه شي نیول کیدای، که چرې په یو کور کې نرښځی پیدا شي نو که چرې د دوې کورنۍ معلومات لري نو خپل ماشوم قبلولی او هغه ته حق ورکولی شي چې په ټولنه کې د ښه بدلون لامل کیدای شي"

هغه زیاتوي د نرښځیانو د حقونو قانون باندې عمل کولو څخه دوي د ټولنې برخه جوړیدای او د نورو خلکو په څېر په ټولنه کې خپل رول لوبولی شي.

عدالت د بشرې حقونو وزارت ته د ریم شریف په خواست په دوو اوونیو کې د نرښځیانو (هغه چې په بشپړ ډول نارینه زیږیدلي او په بشپړه توګه ښځینه نه دي) د پیژندګلو لپاره دساینسي او طبي دلیلونو د وړاندې کولو امر هم وکړو.

درخواست کوونکو په 2021 کې دغه قانون په دې اساس چیلنج کړی و چې د دوئ ترمخه دا د اسلامي احکامو خلاف ؤ او وروسته سږ کال په ستمبر کې د دغه قانون په ضد په وفاقي شرعي عدالت کې درخواستونه درج کړی شول.

د بشرې حقونو کارمنده فرزانه باري وي او ای ډیوه ته وایي ،د نرښځیانو ټولنې ته مونږ څه قسمه حقونه ورکولو کې پاتې راغلې یو.

هغه وایي "که چرې د دوي د پیژندګلو د پاره دوي ته په قانون کې څه حق ورکړی شوی خو اوس پر دغه قانون بې سببه اعتراضونه کیږي چې اصل حق داران هم خپل د حق څخه محرومه کوي"

قامي اسمبلۍ په کال 2018 کې د نرښځیانو (د حقونو د ساتنې) قانون منظور کړی و چې نرښځیانو ته قانوني پیژندنه ورکړي.

د قانون له مخې،نرښځیان حق لري چې په حکومتې ادارو کې د جنس په اساس راجستر شي او دوئ ته د ژوند بنیادی حقونه ورکړی شي. خو دا قانون د قامي اسمبلۍ او د سینیټ څخه د منظورۍ وروسته له ډېرو قانوني ستونزو سره مخ دی.