په تېرو وختونو کې د ټي ټي پي مضبوط سنګر د سوات "پیوچار" سیمې ته اوس خلک په سیل ورځي

په تېرو وختونو کې د تحریک طالبان پاکستان مضبوط سنګر ګڼل کېد ونکې د سوات "پیوچار" سیمه په واورین موسم کې د سېلګرو لپاره ځانګړی زړه راښکون لري خو د سیمې خلک وایي چې د اسانیو د نشتوالي له امله د ملک د نورو برخو څخه سېلګر دغلته په ورتګ کې د ستونزو سره مخ کیږي.

د پيوچار ځایي خلک وايي په سيمه کې د سيلګرۍ يو شمېر ښکلي ځايونه شتون لري خو د خرابو سړکونو او نورو اړونده سهولتونو د نيشتوالي له امله ورته سېلګري ډېر کم ورځي۔

دوی وايي که حکومت او سرمايه کار د ترهګرۍ نه متاثره شوې په دې سيمه کې سېلګرۍ ته ودې ورکولو د پاره اړین ګامونه واخلي نو دې سره به نه يوازې د سيمې خلک په روزګار شي بلکې قومې خزانې ته به ترې هم ګټه رسېږي۔

د پیوچار مرادي کلي ته ورغلي سېلګري دا سيمه د سياحت دپاره ګټوره بولي او وي او دی ډیوه ته وايي دلته سېلګرى ته د ودې ورکولو د پاره بايد د حکومت له خوا اسانۍ پېدا کړل شي.

د مردان نه دغه سیمې ته د وارو اؤ قدرتي منظرونو نندارې له ورغلی سېلګری مختیار غلي وایي " يو ځل مخکې هم زه دې ځای ته راغلی وم، اوس بيا راغلي يو، ډېرې واورې شوي او ډېر ښکلی ځای دی، که څوک لنډ چکر وهل غواړي نو په دوو ګنټو کې مردان نه رارسېدلی شي.

د هغه په وینا دې سیمې ته په راتګ کې د تېلو خرچه پرې هم کمه ده او ګراني هم پکې ډیره نشته خو که د حکومت له لوري د پرمختګ موقعې ورکړل شي نو ځايي خلکو ته به هم په ګټه وي او کوم سېلګري چې ورځي نو هغوی ته به هم اسانه شي"

د ځايي اوسېدونکو ترمخه د مرادي په څېر په دې سيمه کې نور هم د سېلګرۍ یو شمیر ځايونه شته چې جاروګۍ ابشار او بالاسور ټاپ پکې ډېر مشهور د سیل ځایونه دي۔

دوی وايي په سيمه کې سېلګرۍ ته د ودې ورکولو دپاره مهمه ده چې دلته د سرمايه کارۍ دپاره زمينه برابره کړى شي۔

د سوات د شور سيمې اوسېدونکی ابوبکر هم ددغې سیمې د ښګلانو اؤ قدرتي منظرونو لیدلو لپاره ورغلی دی ، هغه ډیوه ته وایي:

" د ترهګرۍ په وخت کې دا علاقه ډېره پسمانده پاتې شوې ده او ډېر بدحال يې دی چونکې اوس امن دی او ډېر ښه ماحول دی خو د ټورازم په حواله دا علاقه ډېره وروسته پاتې ده حالانکې ډېر ښکلي ځايونه دي پکې، سړکونه او انفراسټرکچر وغېره ډېر زيات ګډوډ دي نو که د ټورازم او دې علاقې پرمختګ وشي نو ډېر به ښه وي".

د هغه په وینا څنګه چې کالام، بحرين او مالم جبه کې د هوټلونو اسانۍ دي او خلکو پکې سرمایه ګزاري کړې ده نو دلته هم پکار ده چې سرمایه کاران راشي او سرمايه ګزاري وکړي".

تحريک طالبان پاکستان چې په 2007م کال کې يې په سوات کې خپل فعاليتونه پېل کړل وو نو د ځايي خلکو ترمخه په وادي "پيوچار"کې هم زيات زور او طاقت سره راښکاره شوي وو اؤ دا سیمه د هغوي یو مضبوط مرګز ګڼل کیدو .

بيا په 2009 کې د پاکستان پوځ د وسله والو پرضد عمليات شروع کړل او په نتيجه کې يې د سوات د نورو برخو په څېر د وادي پيوچار خلک هم د خپلو کورونو په پرېښودو مجبوره شول۔

ځايي خلک وايي په سيمه کې د سېلګرۍ پرمختګ نه يوازې د سرکاري خزانې په ګټه دی بلکې ځايي ځوانان ورسره هم د روزګارونو په موندلو سره غلطو لاسونو ته له پریوتو خوندي پاتې کیدای شي.

د ګټ پيوچار اوسېدونکی بخت علي ډیوه ته وایي " په کوم ځای کې چې بې روزګاري وي او روزګار نه وي نو دا ځوان څه موبايل خراب کړل او څه نشو طرف ته لاړ شي او چې څه روزګار يې وي نو د هغوي دې نشو او ترهګرۍ ته هيڅ خيال نه وي".

د بر سوات د ترقیاتي ادارې چارواکي وايي چې د جاروګو ابشار، سولاتڼ، ګبينه جبه او په نورو سيمو کې د سېلګرۍ د ځايونو د پرمختګ دپاره ګامونه اخيستل کېږي چې دا شان د کالام او مالم جبې په شان دلته هم سېلګري وده وکړي۔