سردار بابک: بونيرضلعې ته ټوپک مار رادننه شوي

بونير کې د امن دپاره احتجاج شوی

د خېبرپښتونخوا په بونير ضلع کې عوامي نيشنل ګوند او ځايي خلکو د امن دپاره د احتجاج کړی او د عوامي نيشنل ګوند د صوبې جنرل سيکرټري او د صوبایي اسمبلۍ غړي سردار حسېن بابک دعوه کړې بونير ته ټوپک مار رادننه شوي دي، خو د بونير ضلعې د پوليسو مشر دغه دعوه ردوي او وايي خلک په دغه نعره سیاست کوي.

د بونير په امازو علاقه کې د شورو/ چهارشنبې په ورځ [31 اګست] د امن دپاره احتجاج شوی او احتجاجي غونډې ته په وېنا کې د عوامي نيشنل ګوند سردار حسېن بابک وویل چې ضلعې ته د ټوپک مارانو د ورتلو په اړه د صوبې د پوليسو د لوړ پوړو مشرانو او استخباراتي ادارو سره په رابطه کې دی.

ښاغلي بابک وویل "څلور ورځې وشوې چې د تور غر[ضلعې] د غاړې او نورو غاړو ټوپک مار خلک په جهتو کې زمونږ پرامنه علاقې ته داخل شو، مونږ د چا سره دښمني نه لرو نه د چا په دې شکل کې پتنې نشته او نه په دې خاوره د شرپسندۍ علامات شته نن دا ټوله علاقه او زه د دې علاقې د منتخب نماينده استازي په حېث د صوبايي حکومت او رياست نه تپوس کوم چې د شپې د پښتنو په کلیو کې ګشتونه کيږي دا خلک څوک دي؟ چا راوستی دی؟ دا څه له راغلی دی؟ د دوی نه څه ورک شوي دي؟ دوی په چا پسې ګرځي؟ د دې جواب به صوبايي حکومت او رياست ورکوي".

سردار حسېن بابک د بونير ضلعې د پي کی 22 حلقې نه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړی او پارلیماني مشر دی.

د بونير ضلعې د پوليسو مشر [ډي پي او] عبدالرشيد ضلعې ته د وسله والو د راتګ دعوه ردوي او وايي خلک په دې نعره سياست کوي.

د وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "پرون زه په خپله ناوګۍ ته ورغلی يم د علاقې د مشرانو سره مې ليدلي دي خلک مطمين دی د بونير خلک د وړاندې نه د ترهګرۍ خلاف دي او اوس هم خلاف دي خلک تیار دي اوس دا سياسي خبرې کيږي مونږ پرون هم اپرېشن کړی او نن هم کوو او دلته به په هيڅ صورت چاته د ترهګرۍ اجازت ور نه کړو".

سردار بابک په خپلو خپلو خبرو کې دعوه کړې چې د خېبرپښتونخوا نورو ضلعو ته هم وسله وال "راوستل" شوي دي او هغه په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف په حکومت نيوکې کړي چې وسله والو ته بهتې/ قلنګ ورکوي.

خو له دې وړاندې د تحریک انصاف صوبايي حکومت د قلنګ ورکولو خبره رد کړې خو وروسته بيا د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان منلې وه چې د صوبې وزيرانو ته يې د ګواښونو ټيليفونونه کيږي.

په بونير کې دا احتجاج په داسې حال کې شوی چې په وروستيو کې په باجوړ، مومندو، سوات، دير اوصوبې په نورو برخو کې هم د امن دپاره احتجاجونه شوي دي.

بونیر چې د سوات ضلعې سره په پوله پرته ضلع ده د اګست په مياشت کې په سوات کې د وسله والو ښکاره کېدو، پوليس او یو پوځي افسر د نيولو يوه ويډيو هم په ټولنيزو رسنيو خپره شوې وه.

او بيا د خېبر پښتونخوا پوليسو ويلي وو د خېبرپښتونخوا پولیس خلکو ته باور ورکوي چې دوی په حقيقت خبر دي چې د سوات ځینې کسان چې وړاندې په افغانستان کې اوسېدل اوس د سوات په لرې پرتو غرونو کې شتون لري.

او په 13 اګست بيا پوځ هم ویلي وو "چې په سوات کې د ناقانونه ډلې ټي ټي پي د وسله والو په لویه کچه د شتون په اړه په ټولنیزو رسنیو یوه غلط فهمي پیدا کړل شوې ده او داسې رپورټونه له مبالغې ډک او تیر ویستونکي دي".

پوځ ويلي وو، "د سوات او دير په لرې غرونو کې په کمه شمېره کې د وسله والو موجودګي ليدل شوې خو په ظاهره دا هغه خلک دي د افغانستان نه بيرته خپلو علاقو ته ابادېدو له راغلي وو د علاقې هر ډول څارنه کيږي او وسله وال به په هيڅ صورت ونه زغمل شي".

خو د پوځ د دې دعوې برعکس د پاکستاني طالبانو تحریک مطبوعاتو ته په لېږلي خبر کې ويلي وو چې دوی په سوات کې وخت له سره شتون لري.

په 25 اګست د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په جنرل هېډ کوارټر کې د کور کمانډرانو غونډې ته په وېنا کې "لارښوونه کړې چې فارمېشنونه/تشکیلات دې عملياتو ته چمتو وي او په ځانګړي ډول په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې دې د ترهګرۍ پرضد عمليات دوامداره وساتل شي".