ماهرین: په پاکستان کې په سلو کې د دوو نه زیاتې حامله ښځې د زیړي ناروغۍ ښکار موندل کېږي

يو شمېر بې وزله ښځې نه شي کولی چې خپلو ماشومانو ته د پيدايش په وخت د هېپټا ئټس بي پرضد وېکسين ولګوي چې له امله يې دا رنځ په ټولنه کې ورځ تر ورځ خورېږي

په خېبر پښتونخوا کې د صحت چارو پوهان وايي چې د هېواد په کچه په سلو کې دوه اشاریه پېنځه حامله مېرمنې د تور زيړي په مرض اخیته مونل کېږي و او يو شمېر بې وزله ښځې نه شي کولی چې خپلو ماشومانو ته د پيدايش په وخت د هېپټا ئټس بي پرضد وېکسين ولګوي چې له امله يې دا رنځ په ټولنه کې ورځ تر ورځ خورېږي۔

د پېښور يو شخصې مېډيکل کالج کې په دې اړه د شورو، چهارشنبې، په ورځ يوغونډه ترسره شوه چې پکې د طب استازانو او زده کوونکو ګډون وکړو۔۔

د غونډې په مهال د پېښور مېډېکل کالج پروفيسر ډاکټر نجيب الحق وېنا وه که چېرې د پيدایش په وخت د هيپټائټس بي د مخنيوي د پاره د ماشومانو وېکسينېشن وشي نو دې سره 25 فيصده ماشومان د دغې رنځ نه خوندې کېدلې شي۔

ډاکټر نجیب الحق وویل " خوا وشا په 5۔2 فيصده حامله مېرمنو کې هېپټائټس بي وي، او که د دوی ماشومانو ته وېکسين و نه لګي نو تقريبا ټول ماشومانو چې پېدا شي هغوی ته به هېپټائټس بي کېږي، نو د دې نه د بچ کېدو د پاره پکار دي چې په ړومبو يو څو ګنټو کې هغه ته وېکسين ولګولی شي."

نوموړي زياته کړه د بدقسمتۍ نه يو شمېر په دې رنځ اخته مېرمنې د بې وسۍ له کبله نه شي کولی چې خپلو ماشومانو ته د ايچ بګ نوي وېکسين ولګوي۔" دا مونږه چې کومه څېړنه کړېده نو د بدقسمتۍ نه چې کومې ښځې حامله وي او داخلې شوې وي نو په هغوئ کې 40 فيصده د خپلو بچو د پاره دا وېکسين نه شي اخېستلی، نو نن دا تقريب هم دې د پاره و چې مونږه حکومت ته په ګوته کړو چې دغه وېکسين ماشومانو ته لګوي لکه د يو وېکسين 5000 روپۍ بعيه ده نو چې دا حکومت ماشومانو ته لګوي نو د هغې په نتيجه کې به ډېر بچت ووشي."

د غونډي په مهال د خېبر پښتنونخوا صوبايي حکومت ترجمان کامران بنګش مشر مېلمه و۔

په خپله وېنا کې د کامران بنګښ وویل چې صوبايي حکومت په تعليمي ادارو کي داسې ډول څېړونو د پاره زمينه برابروي او دا چې د هيپټائټس بي د مخينوي وېکسين په صحت انصاف کارډ کې شاملولو په اړه به خپل سفارشات وزير اعلی ته وړاندې کړي۔

" تاسو چې کومه د ايچ بګ وېکسين خبره وکړه نو د هغې د پاره وړاندې نه حکومت 117 ملين روپۍ مختص کړي دي۔ د دې نه باوجود مونږه به وزير اعلی ته خواست کوو چې دا په صحت انصاف کارډ کې شامل کړي چې دې نه څوک پاتې نه شي"

د صحت چارو پوهان وايي چې د هيپټائټس بي مخنيوي د پاره ماشومانو ته د پېدائش په وخت وېکسينېشن او منصوبه بندۍ کولو سره د تهايي لېنډ نه علاوه نورو ټولو ملکونو کې دغه رنځ ختم شوې دې۔ دوی وايي موجوده وخت کې د پاکستان په کچه هېپټائټس بي او د درې فيصده نه سېوا خلکو کې شتون لري۔