نړیوال عدالت په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د تحقیقاتو د بیا شروع کولو اجازت ورکړی

یو کال مخکې د عدالت وکیل پراسېکیوټر کریم خان اعلان کړی و چې په افغانستان کې د ايي سي سي تحقیقات بیا شروع کول غواړي ځکه چې د طالبانو د واکمنېدو نه پس د موثره تحقیقاتو امکان نشته

د جرمونو خلاف د نړیوال عدالت یا انټرنېشنل کرېمينل کورټ ججانو په افغانستان کې د جنګي او انسانیت خلاف جرمونو په اړه د تحقیقاتو د بیا شروع کولو اجازت ورکړی دی.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د عدالت وکیل یا څارنوال په افغانستان کې د پلټونو د بیا شروع کولو په اړه خواست کړی و چې ججانو ومنلو.

د رپورټ ترمخه ججانو وویل افغان مامورین د مبینه جرمونو په اړه بامعني نه کوي.

په افغانستان کې د تحقیقاتو په اړه ايي سي سي خپله فېصله د ګل، دوشنبې، په ورځ اعلان کړه.

یو کال مخکې د عدالت وکیل پراسېکیوټر کریم خان اعلان کړی و چې په افغانستان کې د ايي سي سي تحقیقات بیا شروع کول غواړي ځکه چې د طالبانو د واکمنېدو نه پس د موثره تحقیقاتو امکان نشته.

د طالبانو مرستيال ترجمان بلال کريمي وي او ای ډيوه ته ويلي چې د اسلامي امارت د راتګ وروسته په هېواد کې جګړه شتون نه لري چې پکې جرمونه رامنځ ته شي. هغه زیاته کړه په تېرو شلو کالونو کې چې د بهرني ځواکونو په موجودګۍ کې که کوم جنګي جرمونه شوي د هغې په اړه ايي سي سي کولی شي خپل تحقيقات وکړي۔

ای پي وايي د ايي سي سي ججانو په ۲۰۲۰ کې د کریم خان د پېش رو فاتو بنسودا په وخت کې په افغانستان کې د افغان حکومتي عسکرو، طالبانو، امریکايي ځواکونو او د امریکې په شمولو د نورو خارجي استخباراتي ادرو د لاسه د مبینه جرمونو د تحقیقاتو اجازت ورکړی و.

امریکي دغه تحقیقات رد کړي وو. امریکا د ايي سي سي رکنیت نه لري او عملداري يې هم نه مني. د امریکي پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په بنسودا پابندي لګولې وه.

د امریکې موجوده حکومت په بېنسودا او د ايي سي سي په یو بل چارواکي پابندۍ ختمې کړي دي. د رویټرز خبري ادارې ترمخه، په بېنسوده او د ايي سي سي په یو بل چارواکي د بندیزونو د خاتمې اعلان امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن د سږ کال د اپرېل په میاشت کې وکړو.

په افغانستان کې د ايي سي سي د تحقیقاتو په اړه د روس د ماسکو پوهنتون استاد او د سياسي چارو شنونکی شېر حسن وايي دا يو ښه ګام دی. هغه وايي پکار ده چې په پلټنو کې دې په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد د اتحادي ملکونو لخوا ترسره شوی جنګ دې پکې هم شامل کړل شي۔

په جرمني کې ميشت د سياسي چارو شنونکی قريب الرحمان شهاب وي او ای ډيوه ته وايي د داسې ډول پلټونو لپاره په نړيواله کچه همغږي رامنځته کول مهم دي۔

هغه وايي بايد محکمه وکول شي چې د دنيا په هر کونج کې چې وغواړي او هغه ادعا چې په چا موجوده وي له هغوی خلکو تحقيق وکړل شي۔

هغه وايي د دې ګام لپاره نړيواله هم اهنګي مهم ده او دا يوازې د افغانستان په جغرافيه کې هم اهنګۍ پورې نه شي محصور کېدلی۔

د بشري حقونو د څار سازمان د پرېکړې په اړه ويلي چې د جرمونو نړيواله محکمه بايد د افغانستان وضعيت په اړه خپلو پلټونو پر مهال د ټولو خواو لخوا ترسره شوي جرمونه برسیره کړي

یادونه: د دي خبر ځیني معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي