اسلام اباد هاي کورټ دا عدالتي فېصله معطل کړي چې د پي ټي اي د بهرني فنډونو مقدمه دې په ۳۰ ورځو کې فېصله کړی شي

د پي ټي اې د بهرنۍ فنډنګ دغه مقدمه چې د کال ۲۰۱۴ د نومبر د ۱۴مې نیټې راهسې الیکشن کمیشن کې دوام لرې، د پې ټي اې یو منحرف غړې اکبر ایس بابر درج کړې وه

اسلام اباد هاي کورټ د پاکستان تحریک انصاف د بهرنۍ فنډنونو مقدمې کې د پریکړه په ۳۰ ورځو کې د کولو د یو بینچ پریکړه معطل کړې ده.

د اسلام اباد هاي کورټ چیف جسټس اطهر من الله د بهرنې فنډونو په اړه د تحریک انصاف د درخواست د اوریدنې په مهال ویلې د قانون ترمخه الیکشن کمیشن هر کال د سیاسي ‘ګوندونو د اکاونټونو پلټنه کوي، که چطرې ممنوع فنډ ثابت شو نو کمیشن به یې ضبط کوي، عدالت د الیکشن کمیشن، د مسلم لیګ نواز ډلې او پیپلزګوند، په شمول ۱۷ سیاسې ګوندونو ته نوټس جارې کړې او د می تر ۱۷مې نېټې پورې یط ترې ځواب غوښتی دی.

د اسلام اباد هاي کورټ مخې ته د مطبوعاتو سره خبرو کې د تحریک انصاف یو مشر اعظم سواتي د پریکړې هرکلې وکړو او ویې وېل دا قانونی او بنیادې ضرورت دې څومره چې سیاسې ګوندونه دي، د هغوې د بهرنې فنډونو پلټنې دې د یوه قانون ترمخه وکړې شي د دغه پریکړې څخه به د نورو سیاسې ګوندونو فندونو حالت هم مخې ته راشي.

د اسلام اباد هاي کورټ دغه پریکړه په داسې حال کې کړې چې تحریک انصاف اعلان کړی چې د اپریل د میاشتې د ۲۶مې نیټې نه به د پاکستان د الیکشن کمشن د مشر سکندرسلطان راجا په ضد په ټول هیواد کې د الیکشن کمیشن د دفترونو مخې ته احتجاجې مظاهرې کوي.


د تحریک انصاف د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چوهدري تیره ورځ د ګوند د غونډې وروسته په ټوېټر خپل پېغام کې تور لګولې چې چیف الیکشن کمیشنر متعصب دی او د ټاکنو کمیشن تر اوسه د پي ټې اېې د منحرف غړو د نا اهله کولو د پاره بیان ندې خپور کړی.

د تحریک انصاف مشر عمران خان تیره ورځ بنې ګاله کې د مطبوعاتو سره وینا کې د الیکشن کمیشن د مشر سکندر سلطان راجا څخه د استعفا غوښتنه وکړه.

عمران خان دا هم ویلې وو چې پې ټی اېې په چیف الیکشن کمشنر باور نه لري او ده هغه ټولې پریکړې د ګوند خلاف وې-

چیف الیکشن کمیشنر سکندر سلطان راجا البته د یو شخصې ټیلې ویژن ډان نیوز سره خبرو کې ویلې چې هغه د استعفا هیڅ اراده نه لرې او د هیواد د غوره ګټو د پاره به کار کولو ته دوام ورکړي.

د تحریک انصاف له اړخه پر الیکشن کمیشن او د ادارې پر مشر تورونه وروسته دهغه زیات شوې چې الیکشن کمیشن د اسلام اباد هاي کورټ د پریکړې په اساس د تحریک انصاف پر ضد د بهرنې فنډونو د مقدمې اوریدنه د اپریل د میاشتې د ۱۹مې نیټې راهسې یوځل بیا پیل کړې چې په ۳۰ ورځو کې به ترسره کړې شي.

وتلې جرنالسټ مظهر عباس وايي که چېرې الیکشن کمشنر استعفا ورهم کړې، دغه سیاسې ډلې ګارنټې نه شې ورکوې چې بل راتلونکې به کار ته پریښودلې شي- د دغه ساسې ګوندونو حکومتې او مخالف مشران دې چې الیکشن کمیشن غړې، مشر او د نورو ادارو مشران ټاکې خو کله چې پریکرې په ضد راشي نو پر دغه مشرانو نیوکې کیږې-

دوې زیاتوې سیاسې ډلې که هغه تحریک انصاف وې ، مسلم لیګ، پیپلز کوند یا یو بل باید د ادارو مشران خپل د خوښې څخه پرته په شفاف توګه وټاکې او بیا وټاکل شوې کس کار ته هم پری شودل شي- که چطرې په هیواد کې سیاسې رویو کې بدلون رانه وستل شو نو حالات نشې بدلیدې.

د پي ټي اې د بهرنۍ فنډنګ دغه مقدمه چې د کال ۲۰۱۴ د نومبر د ۱۴مې نیټې راهسې الیکشن کمیشن کې دوام لرې، د پې ټي اې یو منحرف غړې اکبر ایس بابر درج کړې وه-

اسلام اباد هاې کورټ د روانې میاشتې په ۱۴مه نیټه الیکشن کمیشن ته هدایت کړې وو چې د دغه مقدمې اوریدنه دې په ۳۰ ورځو کې تر سره کړې شي.

تحریک انصاف یو اړخ ته غواړې چې الیکشن کمیشن دې د دوې په ضد د بهرنې فنډونو مقدمه وځنډوې خو بل پلو ته د الیکشن کمشن څخه د دوې د منحرف غړو په ضد د پریکړې ځنډولو د سببه پر الیکشن کمیشن نیوکې هم دوې- تحریک انصاف د ګوند منحرف غړو په ضد عدالت ته د تګ پریکړه هم کړې ده.