د آي ایم اېف لخوا این ایف سي ایوارډ ته د بیا کتنې غوښتنې ته د سیند وزیراعلا کلک غبرګون ښودلی

Pakistan IMF

د نړیوالې مالیاتي ادارې(آي ایم ایف) له لوري د وفاق او صوبو تر مینځ د وسیلو د ویش د څرنګوالي یا این ایف سي ایوارډ د بیا کتنې د غوښتنو د رپورټونو مخې ته له راتلو وروسته د سیند صوبې اعلا وزیر سید مراد علي شاه ویلي د پاکستان ایین این ایف سی ایوارډ کې د بدلو ن اجازه نه ورکوي.

څیړونکي وایي په اوسني وخت کې به د ایتلافي حکومت لپاره این ایف سي ایوارډ کې بدلون ممکنه نه وي.

د سیند صوبې وزيراعلا سيد مراد علي شاه تیره ورځ د مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي، د ایین له مخې د نېشنل فنانس کمېشن (اېن ايف سي) ايوارډ کې د صوبو ونډه زیاتیدای شي خو کمی پکې نه شي کیدای.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼی خپل یو رپوټ کې ویلي چې آي ایم ایف چې دا وخت یې د 1.1 بیلینه ډالرو د پور د پاتې پیسو په اړه د پاکستان حکومت سره د ارزونې خبرې روانې دي، د وفاق او صوبو ترمینځ د مالي وسایلو په ویش کې د روان عدم توازن د حل لپاره د پاکستان حکومت څخه د این ایف سی ایوارډ ته د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.

د رپورټونو له مخې پاکستاني چارواکو هم نړیوالې مالیاتي ادارې ته ویلي چې د اساسي قانون له منظورۍ او د ټولو صوبو په نوې فارموله له موافقې پرته د صوبو ونډې نه شي کمولی.

د سپریم کورټ وکیل ښاغلی شیر امان خان وي او ای ډیوه ته وایي، د اتلسم ایینې بدلون وروسته په ایین کې ترمیم اوس ډیر ګران دی ځکه چې په اتلسم بدلون کې په څرګنده ویل شوي چې په ایین کې بدلون به د قامي اسمبلۍ او سینیټ دواړو څخه کیږي.

د اووم این ایف سی ایوارډ لاندې د عوایدو تقسیم کې د صوبو ونډه 45 فیصده وه .

2010م کال کې دغه برخه 57.5 فیصده ته لوړه شوه چې د ویش 82 فیصده د ابادۍ، 10.3 فیصده د غریبۍ او پسماندګۍ ، 5 فیصده دمحصولاتو او امدنۍ او 2.7 فیصده د ابادۍ د متضاد کثافت له مخې ورکول کیږي.

خبریال محمود جان بابر وایي،په پاکستان کې د وفاق او صوبو تر مینځ د مالي وسیلو د ویش په اړه خلک له وړاندې څخه ګیلې لري اؤ وایي چې د دې طریقه کار سم نه دی او که ایي ایم ایف دغه برخه نوره هم کمول غواړي نو دا د صوبو د خلکو سره زیاتی دی.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي ، د صوبو د برخې کمولو پرځایی باید د سرمایه دارو څخه د ټیکسونو په مد کې د پیسو راغونډولو او د حکومتي لګښتونو د کمولو غوښتنه شوې وای.

څیړونکي وایي په ایین کې د ترمیم لپاره د اکثریت لرلو باوجود، د څلورو صوبايي حکومتونو څخه موافقه ترلاسه کول، په داسې حال کې ممکنه نه ښکاري چې د پاکستان پیپلز پارټۍ په څیر ګوندونه د این ایف سی ایوارډ په کلکه ملاتړ کوي او د خیبر پښتونخوا حکومت د پاکستان تحریک انصاف د واک لاندې دی.

ښاغلی شیر امان خان یوسفزی وایي که په این ایف سي ایوارډ کې د صوبو برخه کمېږي نو د دې نقصان به خببر پښتونخوا او بلوچستان ته زیات کیږي.

هغه وایي د این ایف سي ایوارډ په اړه وړې صوبې خیبر پښتونخوا او بلوچستان وایي چې د ګیس او د بجلۍ د رایلټۍ په مد کې یې زیاته برخه جوړیږي،د دې ترځنګ، د پخوانیو قبایلې سیمو د انضمام وروسته د خیبر پښتونخوا ابادي او رقبه زیاته شوې ده او په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ابادۍ تناسب هم زیات دی.