د امریکې د کانګرس غړې سره د عمران خان په ملاقات پوښتنې راپورته شوي دي

الهان عمر

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان د پاکستان په سفر د امریکې د کانګرس مسلمانې غړي الهان عمر سره لیدلي دي خو په سوشل میډیا، د حکومت ځینو غړو او څېړونکو الهان عمر سره د عمران خان په ملاقات پوښتنې راپورته کړي دي.

تېره هفته د پاکستان د نوي حکومت جوړیدو نه پس پاکستان ته د یوې امریکايي قانون سازې دا لومړی سفر دی.

الهان عمر د وزیراعظم شهبازشریف، صدر عارف علوي، د بهرنیو چارو نایب وزیرې حنا ربانې کهر او د قامې اسمبلې د سپیکر راجه پرویز اشرف په ګډون د ګڼو پاکستانې مشرانو سره لیدلي، خو د عمران خان سره د هغې لیدنه په داسې حال کې د ټولو خلکو پام ځانته راړولی دی چې عمران خان د خپل حکومت د نسکورېدو الزام په امریکې پورې کړی او ویلي وو چې د هغه خلاف د عدم اعتماد تحریک د امریکې د سازش نتیجه وه.

د ډان ورځپاڼې ترمخه، د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د عمران خان بیانیې ته په اشاره د تحرک انصاف د مشر څخه پوښتلې چې ایا الهان عمر سره د هغه لیدنه سازش و او که لاس وهنه؟

د ورځپاڼې د رپورټ ترمخه د کورنیو چارو وزیر وویل چې د عمران خان د حکومت په مهال به امریکايي مامورینو سره د حزب اختلاف غړوملاقاتونه سازش بلل کېدل.

د رپورټ ترمخه، رانا نثاالله وویل که چېرې عمران خان د الهان عمر سره د ملاقات تفصیلات پخپله شریک نکړل نو په دې اړه په تحقیقات وکړی شي ځکه چې داسې نه وي چې عمران خان د معمول سره سم وروسته بل خط مخې ته راوړاندې نکړي.

خبریالا محمل سرفراز الهان عمر سره د عمران خان لیدل د هغه دوه مخیزه تګ لاره بولي او وايي د تحریک انصاف تاریخ شاې کوم څه چې هغه خپله وکړې هغه صحیح وي او که مخالفین یې وکړې نو غلط وي دا هرڅه باید ختم کړی شي د نورو هیوادونو سره اړیکو د پاره مشرانو ته د دوې د چاراکو سره لیدل وې- پر لیدونو نه عمران خان او نه یو بل چا نه غدار ویل کیدې شې او تحریک انصاف ته هم پکارې دې دغه بیانیې څخه لاس واخلې-

د تحریک انصاف مشرې شیرین مزارې که څه هم یو ټویټ کې لیکلې چې په لیدنه کې د اسلاموفوبیا او تړونو چارو په اړه خبرې شوې او الهان د اسلاموفوبیا په ضد د عمران خان کار ستایلې- البته په ټولنیزه رسنیو او د حکومتي مشرانو لخوا پر دغه لیدلې خورا پوښتنې رابرسیره کیږي.

جرنالسټ اوېس توحید وي او ای ډیوه سره خبرو کې وايي د عمران خان په ضد د بې باورې ائینې تحرک سازش ګرځول یوازې یوه بیانیه وه.

اوېس توحید وايي الهان عمر سره د عمران خان به ملاقات نه یوازې نیوکې کیږې بلکې د امریکا د سازش د عمران خاه بیانیې ته زیان هم رسولی شي-

اوېس توحید زیاتوي د عمران خان پلویان که څه هم د حکومت پر نیوکو غوږ نه نیسې خو د بده مرغه د یو بل غدار ګرځولو دغه بیانېو د پاکستان په تولنه کې یو تفریق او د اضطراف حالت رامنځته کړې-

عمران خان دریځ لرې چې په ضد یې د بې باورۍ تحریک د یو سازش د لارې کامیاب شوې چې د هغه په قول ترشاې د امریکا او په هیواد کې د دوی مخالف سیاسي ګوندونه وو.

امریکا دغه تورونه رد کړې او ویلی یې دې پاکستان کې د اييني اصولو تر مخه د یوه جمهورې حکومت هیله مندې او د یوې سیاسې ډلې هم ملاتړ نه کوي-

د عمران خان مخالفین د هغه څخه د ثبوتونو غوښتنې کوي.

په عین حال کې د خپروشو سرکارې بیانونو تر مخه د امریکا د کانګرس غړې د صدر عارف علوې، د وزیراعظم شهباز شریف او د بهرنیو چارو وزیرې حنا ربانې کهر سره لیدونوکې دوه اړخیزه اړیکو په مضبوطولو، دواړو هیوادونو تر منځ اربطو ساتلو او اسلاموفوبیا په ضد پورته کړی شوو ګامونو خبرې شوې-