سینیټر مشتاق:حکومت د نرښځیانو په اړه ایکټ کې دخرابۍ لرې کولو پر ځاي معمولي بدلون غواړي

د پاکستان پارلیمان کال ۲۰۱۸م کې د نرښځیانو د حقونو د تحفظ قانون منظور کړی و چې پکې یو نرښخي ته د تعلیم، وراثت او ملازمت په شمول ټول بنیادي حقونه ورکړی شوي دې. البته کال ۲۰۲۱م کې د جماعت اسلامي سینټر مشتاق احمد دغه قانون د شریعت په ضد بللی ؤ او په دې کې یې د بدلون غوښتنه کړې وه

د جماعت اسلامي سینیټر مشتاق احمد د نرښځیانو د قانون پر ضد د جمعې په ورځ د جوماتونو مخې ته د احتجاج کولو اوعالمانو او خطیبانو باندې خلکو ته دتعلیم او پوهې ورکولو غږ کړی و او خپل په ټویټر پیغام کې تور لګوي چې د پاکستان حکومت د سازش لاندې په ایکټ کې د حقیقي خرابۍ لرې کولو پر ځاي معمولي بدلون غواړي.

هغه په خلکو غږ کړی ؤ چې باید د نرښځیانو احقونو په اړه ددغه قانون پر ضد د جمعې په ورځ ۱۰ لکه ویډیوګانې پر ټولنیزه رسنیو خپرې کړي-

د پاکستان پارلیمان کال ۲۰۱۸م کې د نرښځیانو د حقونو د تحفظ قانون منظور کړی و چې پکې یو نرښخي ته د تعلیم، وراثت او ملازمت په شمول ټول بنیادي حقونه ورکړی شوي دې-

البته کال ۲۰۲۱م کې د جماعت اسلامي سینټر مشتاق احمد دغه قانون د شریعت په ضد بللی ؤ او په دې کې یې د بدلون غوښتنه کړې وه-

سینیټر مشتاق احمد وی او اې ډیوه سره خبرو کې وایي، په دغه قانون کې د خواجه سرا یا نرښځې تعریف د اعتراض وړ دی چې پکې هغه خلک هم شاملیدای شي چې سړي یا ښځې دي خو د یوې پیښې په نتیجه کې یا پخپله جنس بدل کړي او یا په نفسیاتې توګه ځان مخالف صنف ګڼي-

هغه وایي بل د شخصې میلان په بنیاد دغه قانون د نادرا څخه دخپل جنس بدلولو حق ورکوي چې د هغه په وینا دا عمل د شریعت په ضد دی-

د روانې میاشتې په ۲۸مه نیټه د سینیټ چیرمین صادق سنجراني یوه کمیټې هم جوړه کړې چې په دې وروستیو کې په قانون کې د وړاندې شوو ترمیمونو جاج واخلي-

د بشرې حقونو کارمنده فرزانه باري وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایې، د ا قانون د نرښخیانو غږ رابرڅیره کولو کې یورول لرې-

" که چرې یو کس دغه قانون په غلطه توګه کاروي باید د هغې د مخنیوي میکانیزم دې جوړکړی شي-خو هغه قانون دې بدل نه کړی شي چې د ټولنې وروسته پاته طبقې ته یې شاوخوا ۷۰ کالو وروسته د ژوند تیرولو څه حق ورکړی و"

بل پلو ته په اسلام اباد کې دنرښځیانو د حقونو کارمنده ریم شریف وي او ای ډیوه سره خبرو کې پر قانون د مذهبې ډلو له اړخه راپورته شوې اعتراضونه غندي او وایي د نرښځیانو په قانون کې داسې هیڅ ماده نشته چې د ایین او شریعت خلاف وي-

دوي زیاتوي په دغه قانون کې نرښځي ته ټول هغه حقونه ورکړی شوي چې د ایین تر مخه عامو خلکو ته ورکول کیږي-

هغه دا خبره هم غلطه ګرځوي چې د دې قانون څخه د هم جنس پرستو خلکو تر منیځ د ودونو کولو ویره ده او واېي چې د قانون ترمخه نرښځی خپل کارډ نه شي بدلولی او نه د چا سره واده کولی شي-

تیره ورځ داسلامې نظریاتي کونسل یو بیان کې ویل شوي وؤ چې حکومت ته یی وړاندیز کړی چې د نرښځیانو د موجوده قانون د هراړخیزه جاج اخیستو د پاره دې د اسلامي نطریاتي کونسل د غړو، قانون پوهانواو د طب دماهرانو ګډه کمیټي جوړه کړی شي-

د نرښځیانو د حقونو د تحفظ دغه قانون یوه اوونۍ وړاندې په وفاقي شرعي عدالت کې هم چلینج کړی شوی دی.

د نرښخیانو په اړه قانون کې پر بدلون دغه بحث په داسې حال کې دوام لري چې په دې وروستیو کې د یو شمیر نرښځیانو د وژنې پیښې مخې ته راغلي هم دي .

دوه ورځې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا صوابۍ سره نزدې یو نرښخی وژل شوې ؤ.