څېړونکي: پاکستان د کابل د هوايي مېدان په امنیت کې کومه همکاري کولی شي؟

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد نن رسنیو ته په استول شوي ویډیویي پیغام کې ویلي چې، د ترکیې د ولسمشر طیب اردوغان د هغو خبرو راپورونه چې ګواکي دوی د کابل د هوایي میدان په ساتلو کې د بل هیواد پوځي مرسته غواړي غلطې تعبیر شوي دي

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ځینو هیوادونو سره په دغه هیواد کې د کابل هوایي میدان د امنیت په اړه اندیښنې پیدا شوي دي.

د دغو اندیښنو د ختمولو لپاره ترکیې د کابل د هوایی میدان د امنیت د ساتنې مسولیت د اخیستلو غوښتنه کړي ده.

دوه ورځې وړاندې د ناټو سرمشریزغونډه کې امریکا او د ناټو غړو هیوادونو ترکیې ته مالي او لوجیستیکي همکاریو ډاډ ورکړ خو ترکیې د ناټو سر مشریزه کې د کابل هوایي میدان په ساتنه کې د پاکستان او اطریش د همکارۍ غوښتنه کړي ده.

څېړونکي وايي پوښتنه دا ده چې پاکستان به د کابل هوایی میدان د ساتنې په برخه کې د ترکیې سره په کومه برخه کې همکاري وکړای شي؟

دې پوښتنې ته په ځواب کې افغان پوځي او سیاسي څیړونکي وایي ترکیه له پاکستان څخه غواړي چې له خپل هغه نفوذ څخه په استفادې چې پاکستان یې پر طالبانو لري ګټه واخلي او ترکانو ته د کابل هوایي میدان د مسولیت اخیستلو وروسته ستونزې جوړې نه کړي.

پوځي څیړونکی دولت وزیري د وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وویل چې که پاکستان ریښتیا هم همکاري وکړي په افغانستان کې جګړه دریږي او سوله به تامین شي.

نوموړي د ترکیې هغو خبرو ته په اشارې چې ویلی دي، پاکستان دې د کابل هوایي میدان په ساتنه کې ورسره همکاري وکړي وویل" دا فقط یو سیاسی جوړجاړی دی"

د ښاغلي وزیري په خبره له پاکستان څخه د ترکیې د همکارۍ مطلب دا دی چې د کابل د هوایی میدان د ساتنې مسولیت تر اخیستلو وړاندې د دوی حساسیتونه له منځي یوسي.

ښاغلی وزیري زیاتوي."زه فکر کوم ترکیې د دې لپاره د پاکستان همکاري غوښتي ده چې پاکستان جنجالونه یا مشکلات ورته ایجاد نه کړي، نو فقط د دې په خاطر چې د پاکستان هغه حساسیت له منځه یوسي او د هغوی حساسیت را ونه کاروي او وایې چې پاکستان دې موږ سره همکاري وکړي، که چیرې د پاکستان همکاري وي په افغانستان کې ټوله جګړه له منځه ځي او ودریږي."

سیاسي څیړونکی نجیب ازاد وایي له پاکستان څخه د ترکیې د همکارۍ غوښتنه پدې معنا نده چې پاکستان دې د کابل هوایي میدان د ساتنې لپاره پوځ را ولیږي بلکې د ترکیې د همکارۍ هدف هغه نفوذ دی چې پاکستان یې پر طالبانو لري، تر څو په راتلونکي کې طالبان ترکانو ته ګواښ نه وي.

ښاغلی آزاد وایي" که ترکي ځواکونو د کابل هوایي میدان د امنیت مسولیت واخیسته نو طالبان باید ستونزه ورته جوړه نه کړي، تیرو شلو کالونو هم چې د ناټو تر چتر لاندې ترکیه دلته وه د ترکیې په پوځونو او اډو باندي بریدونه ندي شوي، هغه یو ستراتیژیک تړون چې دوی د پاکستان سره لري او د دوی دپلوماتیک روابط ډیر قوي دي او هغه د دط لامل شوي چې پر طالبانو باندې دا فشار راوړل شوی ؤ چې د پاکستان له لوري چې ترکانو ته به څه نه وایي"

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد نن رسنیو ته په استول شوي ویډیویي پیغام کې ویلي چې، د ترکیې د ولسمشر طیب اردوغان د هغو خبرو راپورونه چې ګواکي دوی د کابل د هوایي میدان په ساتلو کې د بل هیواد پوځي مرسته غواړي غلطې تعبیر شوي دي.

د ښاغلي هیواد په خبره "هغه لیدنې او کتنې چې په کابل او انقره کې د دوی د بهرنیو چارو وزارت او د دوی د سفارت سره په کابل کې وشوې او هغه متن او وینا چې د دوی د بهرنیو چارو وزارت وکته ډیر په وضاحت سره دا ویل شوي چې د ناټو د مشرانو د پریکړې په اساس به ترکیه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټیکښت لپاره د افغان دفاعي ځواکونو تقویت ته ادامه ورکړي او ملاتړ به یي وکړي."

د ښاغلي هیواد په خبره چې ترکیه په افغانستان کې سولې او ثبات ته د رسیدو لپاره د سیاسي حل لارې پلوي ده او ولسمشر اردوغان خبرې پدې متمرکزې دي چې د منتقې او ګانډیو هیوادونو، په خاصه توګه د پاکستان همکاري او ملاتړ سولط ته د رسیدو لپاره جلب کړي.

د ترکیې د دې اعلان وروسته چې د کابل هوایي میدان د ساتنې مسولیت اخلي، طالبانو په یوه اعلامیه کې په دغه هیواد کې د بل هر هیواد پوځي حضور رد کړی او ویلي دي چې د افغانستان خاوره به د بل چا پر ضد نه کاریږي.

او پاکستان وايي د افغانستان د سولې په بهیر کې خپل کردار ادا کوي او د مذاکراتو مېز ته د طالبان راتګ هم د پاکستان د کوښښونو نتیجه ده.