خېبر کې د امن په پلوۍ د سیاسي، مدني اؤ قامي مشرانو غونډه، وایي د وسله والو په بیا فعالیت به غلي نه پاتې کیږي

Khyber District peace march 1

په قبایلي ضلعه خېبر باړه بازار کې د سياسي ګوندونو، مدني فعالانو او قامي مشرانو له خوا د امن په نوم راجوړې شوې غونډې کې برخه والو په تيراه اؤ د خېبر په نورو سیمو کې د وسله والو په بیا فعالیدو اندېښنې ښکاره کړي دي.

سیاسي،مدني فعالانو اؤ قامي مشرانو ویلي سیمه کې په ناامنۍ به دوي نور غلي نه پاتې کیږي اؤ په هر حال کې به د امن لپاره خپل غږ پورته کوي.

غونډې ته وينا کوونکو وویل د امنيت ټينګښت لپاره دې حکومتي ادارې خپله قانوني ذمه واري سرته ورسوي.

په خېبر باړه بازار کې د امن په نوم راجوړې شوې غونډې ته د سياسي ګوندونو غړو او مدني فعالانو وویل په تيراه او ځينو نورو سيمو کې د وسله والو د ښکارکېدو سره په خلکو کې ويره خوره شوې او د دې په ضد به اوس دوئ په هر حال کې غږ اوچتوي.

د باړه سياسي اتحاد مشر شیرین خان اپریدي وویل،امن راوستل د رياستي ادارو زمه واري ده خو نن پوليس، پوځ او انتظاميه د دې زمه واري نه اخلي او زمونږ د امن تحريک به روان وي.

هغه وویل به "اوس ان شاالله مونږ تيراه له، پېښور او اسلام اباد له ځو او واکدارانو ته به خپله زمه واري ورپېژنو چې دا خلک نور دې تپل شوؤ جنګونو منلو ته تيار نه دي او امن به په هرحال کې په ځائ کوؤ"

په خېبر باړه بازار کې دغه غونډه روسته له هغې راجوړه کړئ شوه چې څو ورځې وړاندې د تيراه د غريیزو او مېداني سيمو ترڅنګ د باړې په بېلابېلو ځايونو کې وسله وال ولیدل شول.

Khyber District peace march 3

د پوځ وياندې ادارې آي اېس پي ار ويلي د اګست د مياشتې په وروستۍ اونۍ کې يې په تېراه کې پوځي عمليات کړي وو او په دغو عملیاتو کې یې ۳۷ ترهګرود وژنې دعوه کړې وه.

د پښتونخوا اسمبلۍ غړي عبدالغني اپریدي غونډې ته ویلي،مونږ دا وايو چې که دوئ په سيمه کې امن په ځائ کولو د پاره هدفي عمليات کوي نو په هغې کې ورسره خلک ولاړ دي خو که دوئ وايي چې تاسو کورونه پرېږدئ او دې ځائ نه اوځئ نو مونږ دې ته تيار نه يو.

هغه وایي" په دې وخت کې زمونږ سره د کډې کولو پيسې نشته او مخکې خلکو سره ،سره زر وو خرڅ يې کړل، خلکو سره پيسې وې او کار ژوند يې وو خو اوس خلک دومره مجبوره شوي دي په دې شلو کالو کې چې نه مونږ کډه کولو ته تيار يو او نه عملياتو ته تيار يو نو مونږ په دې خاوره امن غواړو، بد امني نه"

د سياسي ګوندونو غړو په دې مهال وویل نن ټول ولس غوښتنه کوي چې تور قانون اېکشن ان اېډ اف سول پاورارډيننس ۲۰۱۹ په سيمه کې د ناامنۍ سبب ګرځېدلی او دا دې له مېنځه یوړل شي.

مدني فعالان وايي په پښتونخوا او نورو سيمو کې د ناامنۍ د پېښو مخنيوي د پاره په اکتوبر کې په خېبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په غږ د پښتنو قامي عدالت په نوم یوه لویه جرګه راجوړیږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د خېبر ضلعې مشر افتاب شینواری وي او ای ډيوه ته وایي"ښکاره خبره ده چې دلته ډېره بد امني تېره شوې او تاسو وليدل چې د ملي شاعر ګيله من وزير په جنازه کې منظورپشتين اعلان وکړ چې په يوولسم اکتوبر به په پښتونخوا کې يو قامي ولسي عدالت لګي"

افتاب شینواری وایي ،په دې عدالت یا جرګه کې به چې کومه پرېکړه کېږي نو هغه به د ټولو پښتنو په سلا کېږي او ښکاري داسې چې يوه داسې پرېکړه به ټول پښتانه کوي چې په سيمه کې روانه بدامني له مېنځه يوسي او پښتنو سره روان ظلم بند کړی شي

د خېبرپښتونخوا په بنو، لکي مروت، باجوړ، سوات، بونير، خېبر او نورو سيمو کې په دې روستيو کې د ناامنۍ په ضد ولسي غونډې او پرلتونه پېل شوي او په کې حکومت نه غوښتل شوي چې د امن په ځائ کولو د پاره دې کوټلي ګامونه اوچت کړي .