د خېبر پښتونخوا حکومت: د پېهور بجلي ګهر بجلي به په ارزانه بيه د صوبې کارخانو ته ورکوي

Khyber Pakhtunkhwa Marble 2

د خېبر پښتونخوا حکومت فېصله کړې چې د صوابۍ ضلع پېهور بجلي ګهر کې پېدا کېدونکې ۱۸ مېګا واټ بجلي به حکومت په ارزانه بيه د صوبې کارخانو ته ورکوي.

پیښور کې د صوبايي حکومت او د پاکستان د بحلې او اوبو محکمې واپډا ترمنځ د لاس لیک د غونډې په مهال د چارواکو وېنا وه چې د نوې منصوبې نه به کارخانه دارو ترڅنګ صوبايي حکومت هم مالي ګټې پورته کوي.

وي او ای ډيوه سره خبرو په مهال د خېبر پښتونخوا د توانايۍ او بجلۍ محکمې سېکټري محمد زبېر وېنا وه چې واپډا کومه بجلي کارخانو ته ۱۸ نه ۲۰ روپو پورې يو يونټ ورکولو اوس به هغه صوبايي حکومت ډېر په ارزانه بيه ددغه صوبی صنعت کارو ته ورکوي.

" د پېهور هائيډرو پروجېکټ نه چې کومه بجلي پېدا کېږي ۱۸ مېګا واټ نو هغه مونږه خپل صنعت کارو ته د پېسکو ټرانسمېشن لائن په ذريعه ورکوو۔ اوس به د پېهور بجلي مونږه پينځه صنعتونو ته ورکوو د اته نه لسو روپو پورې او هم دغه بجلي به مخکې د ۱۸ نه ۲۰ روپو پورې دوي ته (واپډا نه) مېلاوېده".

نوموړي زياته کړه صوبايي حکومت کوشش کوي چې د بجلې پېداوار نور هم سېوا کړي او د پېهور بجلي ګهر په څېر نورو منصوبو نه به هم په راتلونکي کې صنعتي بستو ته بجلي په کم قيمت ورکولې شي.

" يو خو د صوبې امدن به سېوا شي، ۱۴۷ ميلين روپې به اوس سالانه زیاتې مېلاوېږي، مخکې به ۱۵۷ ميلين مېلاوېدلې خو اوس به ټولې ۳۰۵ ميلين مېلاوېږي ولې چې مخکې به مونږه په څلور روپې يونټ خرڅولو په مرکزي حکومت او اوس په اته روپې به ورکوو دغه صنعتکارو ته".

د صنعت کارو او چارواکو ترمخه د منصوبې په ړومبي پړاؤ کې به د ګدون صنعتې بستۍ هغه پنځه صنعتونو ته بجلي ورکولې شي کومو چې د منصوبې د پاره شوي ټېنډر کي خپل مناسب نرخونه ورکړي وو.

پېښور کې مېشت صنعتکار او د سرحد چمبر اف کامرس پخواني مشر فواد اسحاق وي او ای ډيوه ته وويل چې دې منصوبې پېل کېدو سره به صنعتونه وده وکړي او دا چې کوم خام مال به د ملک نورو برخو نه روړلې کېدو اوس به په مقامي کچه په کمه خرچه ترلاسه کېږي.

" د صنعکارو دغه مطالبه وه چې بجلي مونږه پېدا کوو او هغه هم مونږه ته په ګرانه بيه مېلاوېږي او چې کومو صوبو پرمختګ کړې نو هغو ته هم په دغه رېټ مېلاوېږي نو پکار ده چې مونږه ته مراعات په دې کې مېلاو شي. دا ډېر غټ سپورټ دې د دې پسمانده صوبې د پاره، مونږه ته چې ارزانه بجلې مېلاؤ شي نو مونږه به د دې قابل شو چې کارخانې کاميابۍ سره وچلوو."

هغه زياته کړه چې کومه ګټه به په خام مال روړو کې کراچۍ او نورو ښارونو ته مېلاوېدله هغه به اوس د صوبې صنعتکارو ته پاتې کېږي.

اقتصادي چارو کار پوهان وايي چې د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د کال ۲۰۱۹ ۱و ۲۰۲۰ بجټ کې ويلي وو چې مرکزي حکومت به دوي ته د ابو نه پېدا کېدونکې بجلۍ په مد کې ۵۵ اربه روپۍ ورکوي په کومو کې چې ۲۵ اربه روپۍ منافع هم شامل ده، خو تر اوسه پورې مرکزي حکومت خېبر پښتونخوا ته منافع په مد کې خواوشا ۱۵ اربه روپۍ ورکړي دي.