د موسیٰ خان د مړینې د پېښې په ضد ملاکنډ پوهنتون کې احتجاج شوی، ګورنر د پېښې د پلټنو امر کړی

د خېبر پښتونخوا د ملاکنډ پوهنتون د زده کوونکي موسیٰ خان د مړيني په ضد احتجاجونه شوي اؤ احتجاج کوونکي وايي د هغه د مړيني پلټنې دې وشي. د صوبې ګورنر هم د پېښې نوټس اخستی او د پلټنو امر يې کړی دی.

د خالي یا شنبې په ورځ په ملاکنډ پوهنتون کې ګڼ زده کوونکي اؤ مدني فعالان د موسیٰ خان د مړینې په ضد احتجاج ته راټول شوي وؤ اؤ ویل یې چې هغه پوهنتون ته د رباب راوړلو په سر د هاسټل څخه ويستل شوی و او بيا د فکرمندۍ په حالت کې په يوه ټرافيکي پېښه کې ژوبل شوی او مړ شوی دی.

احتجاج کوونکي وايي پوهنتونونو کې د نصابي زدکړو تر څنګ غېرنصابي فعالیتونه هم د ځوانانو د پاره د تعلیم يوه لويه زريعه ده۔

په احتجاج کې شامل شاعر او ليکوال امجد شهزاد وي او ای ډیوه ته وویل که په پوهنتونونو کې په رباب غږولو او نورو غېر نصابي سرګرميو بنديزونه ولګي نو د ځوانانو رجحان بيا د سخت دريځۍ اړخ ته اوړي۔

هغه وایي "که ټولنه کې دغه مثبتې سرګرمۍ نه وي، ساعت تېری نه وي، نو تاسو ته پته ده چې ماشومان به ټوپک ته ځي، ماشومان به نشو تماشو ته ځي، خپل ژوند به تباه کوي، يوازې د دوي ژوند به نه تباه کيږي، د دې سره به تړلو د دوي د کورنيو او ټولنې ژوند تباه کيږي".

موسیٰ خان د ملاکنډ پوهنتون د جرنلزم د څانګې د شپږم سمسټر زدکونکی و، او د پينځوؤ خوېندو یکي یو ورور وو.

پوليس وايي د مئ په دېرشتمه نېټه د ماسخوتن اته بجې د چکدرې په ميرال چوک کې موسیٰ خان اؤ د هغه نور دوه ملګري په موټر سایکل سواره وو، چې د ګاډي په ټکر سره موسا خان ژوند د لاسه ورکړو او دوه نور ملګري یې ژوبل شوي دي۔

احتجاج کوونکي دعوه کوي چې له پېښې وړاندې د ملاکنډ پوهنتون انتظاميې موسا خان او د هغه ملګري هاسټل ته د رباب راوړلو په سر ويستلي وو، چې له وجې یې هغوي د ذهني دباؤ ښکار وو او له هاسټله تر وتلو وروسته یې په لاره کې ایکسیډنټ کړی دی.

د ملاکنډ پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر رشيد احمد ډیوه ته ویلي، هغوي ته نوټس ضرور ورکړی شوی ؤ خو د هاسټل نه ويستل شوی نه وو. وايس چانسلر ويلي دا يوه ټرېفيکي حادثه ده او په دغه وخت دوی بهر وتلي وو.

ډاکټر رشيد احمد وایي"د رباب د اجازت څه مسله نشته، خو دا ده چې کله زده کونکو امتحانات وي او ميوزک پارټي کيدله نو څه زده کوونکي د دې مخالفت کې وو او څه نورو ويلي وؤ چې کيږي به، نو مونږ په دغه توګه چې د امتحان تيارۍ شروع دي نو د پارټۍ اجازت مو نه و ورکړی".

د موسیٰ خان د مړينې وروسته احتجاج کوونکي د پوهنتون د انتظاميي نه د موسا خان مړینې د پېښې د پلټنو غوښتنه کوي، دوي وايي احتجاج به يې تر هغې روان وي تر څو چې د موسا خان د مړيني رڼې پلټنې نه وي شوې۔

د ملاکنډ پوهنتون د پي اېس ايف مشر حیدر خان ډیوه سره خبرو کې وایي"په دغه ورځ زه پخپله موسیٰ سره د پينځو بجو پورې د پروسټ په دفتر کې ووم، ما پروسټ ته پخپله منتونه کړي وؤ چې دوي نن پريږدي، دا د اپر دير دی، بل ملګری يې د شانګلې دی، په دې وخت به دوي کوم ځايې ته ځي، په دغه ورځ دوي په ذهني توګه ډير کمزوري وو او ماته يې ويلي وؤ چې صدره مونږ به څه کوو؟".

د یادې پېښې په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون راپاريدلی اؤ یو شمیر فعالینو ویلي چې په پوهنتونونو کې په موسيقۍ بنديزونه لګول تندروه سوچ ته لاره ورکول دي.

په پېښور کې د مفکوره په نوم علمي پراختیایي مرکز هم په دې پېښه خفګان ښکاره کړی اؤ ویلي یې دي چې دغه غیر دولتي سازمان به د دوشنبې یا ګل په ورځ د پېښور پریس کلب مخې ته د ربابونو په غږولو سره ددې پېښې په ضد خپل احتجاج ریکارډ کوي اؤ نړۍ ته به ښیي چې پښتانه پخپله خاوره د رباب نغمې غواړي ، ټوپک اؤ بارود نه غواړي.

د صوبې د پوهنتونونو مشر ګورنر فېصل کريم ګنډې د پېښې نوټس اخستی او په دريوؤ ورځو کې يې ددې پېښې د پلټنو کولو غوښتنه کړې ده۔