د پښتونخوا د ماربلو کارخانه دار وایي د بجلۍ د زیاتو بلونو له امله یې کارخانې په تړل کیدو دي

په خیبرپښتونخوا کې د سنګ مرمرو د کارخانو او د رنګونو د اتحادیې مشر سجاد خان وایي د کارخانو د بجلۍ په بلونو کې بیلابیلو لګښتونو او ټيکسونو د ماربلو د کارخانو حالت ځپلی او اوس زیاتره کارخانې د بندیدو لوري ته روانې دي.

هغه وایي د حکومت لخوا د ماربلو کارخانو نه 40 فیصدي پیسې د بجلۍ د فیول پرائیس ایډجسمنټ په مد کې اخېستل کیږي، ،34 فیصده ترې د جي ایس ټي او په مد کې ځي اؤ د نورو ټیکسونو سره د بجلی په بل کی 70 فیصدي ټيکسونه د ماربلو د کارخانو نه اخستل کیږي.

هغه وایي دوئ نه د بجلی نرخ 30 فیصدي اخستل کیږي اؤ 70 فیصدي ترې په نورو ټیکسونو کې ځي.

د نوموړي وینا ده چې، "خام مال راته ګران شوی او کارخانې بندیدو طرف ته روانې دي".

سجاد خان وایې د پیښور هائیکورټ کارخانې د فیول پرائیس ایډجسمنټ نه مستثنا ګرځولي او باید حکومت د دوی ستونزو ته پام وکړي.

سجاد خان وي او اې ډیوه ته وویل: "مونږ حکومت ته ویلي دي چې د کارخانو ستونزې د فرورۍ د وړومبی نیټې پورې هوارې کړئ ګنې د صوبی 3600 د ماربلو کارخانی به هړتال وکړي، صوبې ته دې خپله کوټه ورکړي او مالیه دې راکمه کړي."

د پاکستان مرکزي حکومت په دې وروستیو کې د بجلۍ د اکتوبر د میاشتې فیول پرائیس ایډجسمنټ په مد کې د یو یونټ په سر 4.74 روپۍ اضافه کړې وه ترڅو د نړيوالې مالیاتی ادارې ایي ایم ایف څخه د یو ارب ډالرو د پور قسط تر لاسه کړي او د بجلی په مخ په زیاتي سرکلر قرضو قابو ومومي.

بل اړخ ته په خیبر پښتونخوا کی د کارخانو مزدوران وایي هغوئ ته په کارخانو کې د حکومتي پالیسۍ مطابق تنخواه ګاني نه ورکړی کیږي، او زیات کارونه اخستل کیږي.

په صوابې ضلعه کې د ګدون لیبر فیډریشن مشر شیر اعظم خان وایي د لیبر فیډریشن ویلفیر بورډ په پالیسو عمل نه کیږي او په ګدون کارخانو کې مقامي خلکو ته ورکړی شوې 65فیصدي کوټه هم نه عملي کیږي چې له وجې یې ځایي ځوانان دنشو طرف ته ځي.

هغه وایي ځایي مزدورانو نه کارخانه دار 12ساعته کار اخلي او د لسو نه دولس زره تنخواه ورته ورکړل کیږي او بیا دښځو تنخا تر لسو زرو هم کمه وي.

شیر اعظم خان غوښتنه کوي چې باید دحکومت دپالیسۍ مطابق دمزدورانو تنخاګانې عملی کړل شي.

دخیبر پښتونخوا حکومت په روان صوبایي بجټ کی لږ ترلږه میاشتینۍ تنخا 21000 روپۍ مقرر کړې وه او کارخانه دارو او سرکاري ادارو ته یې لارښوونه کړې وه چې د کارکوونکو په خیر ښیګړه او د هغوئ په ستونزو نظر وساتي.