لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا تاجران: د سنګ مرمرو لوی صنعت لرو خو اسانتیا نه لرو چې سنګ مرمر نورو ملکونو ته ولېږو


د زیاتو ټیکسونو، ګرانې بجلۍ او د جدیدې ټیکنالوجۍ د نشتوالي له امله پاکستان د ماربلو په نړیوال مارکېټ کې د نورو ملکونو مقابله نشي کولی
د زیاتو ټیکسونو، ګرانې بجلۍ او د جدیدې ټیکنالوجۍ د نشتوالي له امله پاکستان د ماربلو په نړیوال مارکېټ کې د نورو ملکونو مقابله نشي کولی

په خیبر پښتونخوا کی سوداګر وايي د پاکستان د سنګ مرمرو د صنعت 80 فیصد برخه په دې صوبه کې ده خو د دې باوجود د صوبې تاجران سهولت نه لري چې ماربل نورو هیوادونو ته برآمد یا اېکسپورټ کړي.

سوداګر وايي د صوبې سنګ مرمرو خام مال چین او د پاکستان پنجاب او سند صوبو ته د پراسیسنګ یا د تیارېدو دپاره لیږل کېږي او بیا د هغه ځایونو نه برآمد کیږي.

تاجران وايي که حکومت د صوبی تر ټولو دې لوی صنعت دپاره ټېکنالوجي برابر کړي نو د ماربلو ځايي صنعت به ترقي وکړي، د ماربلو برآمدات به زیات شی او په غیر ملکي زرمبادله کی به اضافه وشي.

د صوبايي حکومت چارواکي وايي د ماربل صنعت او د نورو صنعتي مرکزونو جوړولو منظوري یې ورکړې ده.

د مردان ضلعې چیمبر آف کامرس اېڼد انډسټری مشر ظاهرشاه وايي خیبرپښتونخوا د قدرتی وسایلو نه ډکه ده او صوبه کې د ماربلو لوی ذخیرې موجود دي خو د هغه په وېنا د بده مرغه دې مد ته په سرکاری کچه پام نه کیږي.

ظاهر شاه وايي د خېبرپښتونخوا د مختلفو ښارونو مردان، چارسده، مومند، مالاکنډ، سوات او خېبر نه د ماربلو خام مال د افغانستان د لاری چین ته ځي او په ملکي کچه په کراچۍ او لاهور کی پراسیس کیږی خو په صوبه کې سهولت نشته چې بهر ماربل ولېږي.

هغه زیاته کړه په صوبه کې د ماربلو د برآمدات ډ‌یر ګنجایش شته خو که حکومت په خیبر پښتونخوا کې په دې لړ کې سهولتونه برابر کړي نو صوبه به ترې هم مالي ګټه پورته کولی شي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په وروستیو کې په صوبه کې د صنعتی مرکزونو جوړولو اعلان کړی او ويلي یې دي چې په نوښار، مردان، مانسهره، هري پور، چترال او د صوبی په نورو وروسته پاتې سیمو کی د صنعتي مرکزونو منظوري ورکړی شوي ده.

صوبايي حکومت وايي په مومند ضلع کې د "ماربل سټي" یا د سنګ مرمرو ښار نومې صنعتي مرکز جوړولو دپاره 2000 ایکړه ځمکه به اخلي چې ورباندی د ماربلو کارخانې جوړې شي. د حکومت د اندازې ترمخه په دغه مجوزه صنعتي مرکز به د دوو لکو نه زیات خلک روزګار هم ترلاسه کړی شي.

څیړنی ښيي د اټلي نه وروسته د نړۍ تر ټولو ښه ماربل په مومند ضلع کی پیدا کیږی خو په نړی وال مارکیټ د ماربلو په 64 اربه ډالره کاروبار کې

د پاکستان برخه د یو فیصد نه هم کمه ده او سوداګر وايي د دې بنیادی علت په دې صنعت زیات خرڅونه دي.

د صوبې د ماربلو د درنګونو او صنعتونو د اتحاديي مشر سجاد خان وايي د دوی د ماربلو خام مال چین ته ځي او بېرته پاکستان ته ورځي خو او بیا هم د مقامی مارکیټ نه یې قیمت کم وي. سجاد خان وايي په صوبه کې د ماربل په صنعت کې زړې طریقې کارول کیږي چې پکې زیات ګرېنایټ خراب شي.

سجاد خان زیاته کړه که د حکومت په کچه صوبې ته نوي ټېکنالوجي، د سنګ مرمرو د جوړولو یا پراسېسنګ مشېنري، بجلي او د کاروباریانو مالي ستونزې هواري کړی شي نو مقامي خلک به روزګار هم ترلاسه کړی شي او د برآمداتو د زیات والي په وجه به غیر ملکي زرمبادله هم پاکستان ته راشی.

د خیبرپښتونخوا د ماربلو او درنګونو اتحادیه وايي د پاکستان 80 فیصد ماربل په دې صوبه کې پېدا کېږي او په مجموعی توګه 3500 کارخانو کې قریباً لس لکه کسان په مختلفو صورتونو کې روزګار کوي خو د زیاتو ټیکسونو، ګرانې بجلۍ او د جدیدې ټیکنالوجۍ د نشتوالي له امله پاکستان د ماربلو په نړیوال مارکېټ کې د نورو ملکونو مقابله نشي کولی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG