لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ملګرو ملتونو کې، د روس د بهرنیو چارو وزیر د زیلینسکي د سولې پلان "تباه شوی" وباله


د روس د بهرنیو چارو وزیر د خالي یا شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې په خپلو څرګندونو کې له لویدیځ سره د کریملن اختلافاتو ته تقویت ورکړو او له یوکراین سره یې د رښتیني سولې لپاره لېوالتیا ونه ښوده.

سرګي لاروف وویل: زه دلته د یوه ایټمي طاقت سره د بریا لپاره د جګړې د هڅو کولو د فکر او خطر په اړه خبرې نه کوم.

د دې اونۍ په پیل کې، د روس صدر ولادیمیر پیوټن د خپل حکومت ایټمي نظریي ته بیاکتنه وکړه، دا یو په ښکاره هڅه وه چې لویدیځ منع کړي چې یوکراین د روس خلاف د اوږدې فاصلې ویشتونکو وسلو کارولو په اړه د یوکراین نه د بندیزونه لري نه کړي.

لاروف د یوکراین د صدر ولادیمیر زیلنسکي د سولې لس نکاتي فارموله بربادي وبلله. او ویې ویل چې د کړکېچ اصلي لاملونه، لکه څنګه چې ماسکو ورته ګوري، حل نه شي، نو د شخړې حل ممکن نه دی.

د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په ترڅ کې د یوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي دې اونۍ په وایټ هاوس کې له صدر جو بایډن او د هغه له مرستیالې او په صدارتي ټاکنو کې د ډیموکرېټ ګوند له نوماندې کاملا هېریس سره په داسې وخت لیدلي

زلنسکي صدر بایډن ته هغه پلان وړاندې کړی چې دی یې "د بریا پلان" بولي او یو ځل بیا یې د روس په خاوره کې د اوږده واټن ویشتونکو وسلو پر کارولو د بندیز د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

امریکا او متحدین په یوکراین د روس له یرغل راهیسې له کیف سره پوځي مرستې کوي خو د روس پر خاوره یې لا د دغو وسلو د کارولو اجازه نه ده ورکړې او که دغه محدودیت لرې شي اوکراین به په روس کې دننه پر پوځي اهدافو بریدونه ترسره کړای شي.

بل اړخ د یوکراین او ملګرو ملتونو چارواکو ویلي، روس د نهې په سهار د یوکراین په شمال ختیځ سومي کې په یوه روغتون برید کړی، چې له امله یې نهه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د یوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي په ټیلیګرام باندې وویلي: "په نړۍ کې هر هغه څوک چې د دې جګړې په اړه خبرې کوي باید پام وکړي چې روس کوم ځایونه په نښه کوي. دوی د روغتونونو، عوامي ځایونو او د خلکو ژوند سره جګړه کوي. "یوازې طاقت کولای شي روس سولې ته اړ کړي. د زور له لارې سوله یوازینۍ سمه لار ده."

د سرګي لاروف اسمبلۍ ته دا وینا څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې د لبنان حزب الله په بیروت کې د اسرایلو د یو لړ هدفي هوایی بریدونو وروسته د هغوي د مشر حسن نصرالله وژل کیدل ومنل.

هغه جنرل اسمبلۍ ته وویل: مونږ په ځانګړې توګه د سیاسي وژنو د عام رواج په اړه اندیښمن یو، لکه څنګه چې پرون په بیروت کې یو ځل بیا ترسره شوه.

لاروف له خپلې وینا وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د پراخې سیمه ییزې جګړې په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

خبري غونډه کې سرګي لاروف وویل"ډیر خلک وايي چې اسرایل غواړي په دې کار کې د امریکا د نیغ په نیغه د ښکیل کولو لپاره زمینه برابره کړي." هغه زیاته کړه "او په دې توګه، دوي د ایران او حزب الله د پارولو هڅې کوي نو زما په اند د ایران مشرتابه د ډیر ذمه وارۍ نه کار اخیستي او دا هغه څه دي چې موږ یې باید په پام کې ونیسو."

د ۲۰۲۲ په فرورۍ میاشت کې، روس او چین د "نه لامحدوده ملګرتیا" اعلان کړه، دا څو ورځې مخکې چې بیا صدر پیوټن په یوکراین باندې خپل بشپړ برید پیل کړ.

امریکا په وار وار چین تورن کړی چې د کریملن سره په جګړه کې مرسته کوي.

بیجینګ دا تور ردوي او هڅه یې کړې چې د جګړې په اړه له ماسکوکو نه په ښکاره توګه ځان لرې کړي.

بیجینګ وايي د جګړې پای ته رسولو کې "د تعمیري کردار" لوبولو ته ژمن دی.

د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې په څنډه کې، چین او برازیل د یوکراین لپاره د سولې د ملګرو ډلې په نوم یو ګروپ جوړ کړې، چې په کې د نړۍ د سویل څو نور هیوادونه هم شامل دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG