پښتونخوا کې د سنګ مرمرو کارخانې او درنګونه د بجلۍ قيمتونه د زیاتېدو په ضد احتجاج کې تړل شوي

د سنګ مرمرو اتحادیه وایي د پاکستان اساسي قانون هم هغوی ته دا حق ورکوي چې د اوبو صنعتونو ته دې د اوبو په بيعه بجلي مېلاو شي

په خېبر پښتوخوا کی د بجلۍ د زیاتو بیعو او مالیي يا ټېکس له امله د سنګ مرمرو درنګونه او کارخانې د احتجاج په توګه تړل شوي دي، د درنګونو او کارخانو اتحادیه وایی د توانايۍ د زیاتو بیعو او مالیې له وجې په پیداوار خرڅونه زیات شوي او نه شي کولی چې په ګرانه بجلۍ کارخانې وچلوي.

د سنګ مرمرو د کارخانو او درنګونو اتحادیه وایي په شمالي او قبایلی ضلعو کی درنګونه تړل شوي او د هغې له وجې کارخانې هم بندې دي.

د اتحادیی مشر سجاد خان وایي د حکومت له خوا د بجلۍ په بنیادي یونټ کی د مالیې سره نزدې 8 روپۍ اضافه شوې او صوبایي حکومت د درنګونو په یو ټن د 300 نه تر 2000 روپو پورې اضافه کړې د بجلۍ قیمتونو مقررولو ادارې د کارخانو پاخه ټيکسونه هم درې چنده زیات کړي دي.

"د دی بجټ سره وفاقي حکومت د ایم ډي آی بجلۍ په رېټ کې د 500 روپۍ نه 2000 روپی في کيلو واټه اضافه وکړه چې 500 روپۍ کیلو واټ بيعه وه نو د 100 کيلو واټه ټرانسفر مشر خرچه 40000 روپۍ وه اوس به دا يو لک 60000 روپۍ ته زیاته شي او دغه رنګه د 200 ټرانسفرمر فیکس رطټونه 3 لاکه او 20 زره روپۍ ته زیات شوي نو دا پاخه ټيکسونه په کارخانو پسې لګي نو د برداشت نه بهر دي".

د روان مالي کال 2024-25 په بجټ کې مرکزي حکومت 12970 اربه روپو د مالیې هدف مقرر کړی او د روانې میاشتې جولایۍڅخه یې د بجلۍ په بنیادي یونټ کې 5.72 روپۍ اضافه کړې وه.

د اتحادیې وینا ده د صوبایي او مرکزي حکومتونو سره د خبرو وروسته هغوی په دې سلاح شوي چې په دغو ټېکسونو کې کمی راولي خو تراوسه عملي شوې نه ده.

په دی حقله وي او ای ډېوه ټی وی د وزیر اعلی د صنعتونو مشیر کریم خان سره رابطه خو جواب يې ترلاسه نه شو.

اقتصاد پوهان وایي، بجلي په کارخانو کی یو بنیادي حیثیت لري او د توانایۍ د زیاتو بیعو له وجې په برامدي څيزونو منفي اغېزې کيږي.

اقتصاد پوه عدنان احمد وايي، "توانایي په صنعتونو کی یو بنیادي یونټ دی د دې په بیعو کې زیات والی مطلب دا دی په پیداوار خرڅونه زیاتول دي زمونږ چې کوم مقامي صنعت دی، په هغې کې به په پیداوار خرڅونه زیات شي او هغې نه به اخستونکي متاثره کیږی".

د بجلۍ د قیمتونو مقررولو ادارې نېپرا د بیان تر مخه د روانې میاشتې جولایي نه به د بجلۍ یو یونټ بيعه 5 روپۍ او 72 پیسې عملي کړی شي او دې سره به د بجلۍ د یو یونټ بيعه د 27 روپو نه 35 روپو ته زیاته شي.

په خېبرپښتونخوا کې وخت په وخت سوداګر او ولس د بجلۍ د ګرانۍ په ضد احتجاجونه هم کوي چی هغوی ته دې د اوبو د بجلۍ په قیمت بجلي ورکړي شي.

د سنګ مرمرو اتحادیه وایي د پاکستان اساسي قانون هم هغوی ته دا حق ورکوي چې د اوبو صنعتونو ته دې د اوبو په بيعه بجلي مېلاو شي.

سجاد خان وايي، "د پاکستان د اساسي قانون کې د اتلسم ترمیم وروسته د دې باقاعده ماده موجوده ده چې د صوبې وسایل دې په صوبو وکارولی شي مونږ د اوبو بجلي استعمالوو زمونږ نه دې د اوبو قیمت واخستل شي په سیلز ټیکس او د بجلۍ د ایم ډي آی په لوډ کې دې اضافه واپس واخلي او په جي ایس ټي کې دې رعایتونه ورکړي".

اتحادیه وایي د درنګونو د احتجاج له امله صنعتونو ته سپلایي بنده شوې چی له وجې یې په سلګونو کسان د بې روزګارۍ سره مخ دي.