شمالي وزیرستان: د وسله والو بریدونو کې امنیتي عسکر اؤ د بېنک منېجر وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو اؤ وسله والو تر منځ نښته کې یو عسکر وژل شوی اؤ د نامعلومه وسله والو په برید کې د نیشنل بینک منېجر وژل شوی اؤ دوه نور مامورین ژوبل شوي دي.

د سیمې د امنیتي چارواکو په وینا د افغانستان د پولې تر څنګ د شمالي وزیرستان د خړ کمر په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې چې یو عسکر پکې وژل شوی.

سرچینې وایي دغلته د وسله والو سره نښته کې د وژل شوي پاکستاني عسکر پېژندګلو د عاقب خان په نوم شوې ده.

د سرچینو وینا ده چې په خړ کمر سیمه کې په امنیتي ځواکونو له شوي برید وروسته وسله وال له سیمې تښتېدلي اؤ امنیتي ځواکونو د هغوي لټون پيل کړی دی.

په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا نه ده قبوله کړې.

په شمالي وزیرستان کې تر دې پېښې وروسته د نیشنل بینک د یو منېجر په ګاډي وسله والو ډزې کړي چې پکې د بینک منېجر په ځای وژل شوی او د بینک دوه نور مامورین ژوبل شوي دي.

پولیس وايي، دا پېښه تېره ورځ د میرعلي په بازار کې شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د نیشنل بینک وژل شوی منېجر اکبر زمان د بنو سیمې اوسېدونکی و اؤ د میرانشاه په بینک کې یې دنده ترسره کوله.

د پولیسو په وینا تېره ورځ هغه د ډیوټۍ له پای ته رسولو وروسته د بینک دوؤ نورو ملګرو سره یو ځای بنو ته روان و چې په میرعلي بازار کې د وسله والو له لوري د هغوي په ګاډي برید وشو.

د میرعلي پولیس چارواکو په وینا، بریدګر وړاندې نه په کمین کې ناست وو او د بینک د کارمندانو پر ګاډي یې ناساپي ډزې وکړې.

په دغه پېښه کې اکبر زمان پر ځای ووژل شو او د بینک دوه نور کارمندان ژوبل شوي چې سمدستي نژدې روغتون ته انتقال کړای شول.

پولیس زیاتوي چې د پېښې په اړه د وژل شوي تن کورنۍ لا کومه دعوه نه ده کړې، خو پولیسو پلټنې پیل کړې دي.

د پېښې مقدمه د ترهګرۍ پر ضد د پولیسو ځانګړي څانګې ته لیږل شوې ده.

په شمالي وزیرستان کې له تېرو لسو کلونو راهیسې د ضرب عضب عملیاتو باوجود، د هدفي وژنو لړۍ دوام لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) او د شمالي وزیرستان اتمانزئ جرګه وايي، د ضرب عضب عملیاتو وروسته په سیمه کې نژدې ۸۰۰ کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي، خو حکومت تر اوسه دا شمېرې نه دي تایید کړې. سږ کال هم تر دې دمه په سیمه کې ۴۵ کسان په هدفي پېښو کې وژل شوي دي.