د پښتون ژغوﺭنې غوﺭحنګ، پي ټي اېم، مشر منظور پښتين د بلوچستان په چمن ښار کې پوليسو نيولی دی. د دې خبرې تصدیق د چمن مرستيال کميشنر راجا اطهر عباس د پاکستان د اردو ژبې ټي وي چېنلو جيو او ای ار وای ته کړی او ویلي يې دي چې امنيتي ادارو منظور پښتين نيولی او د هغه پر ضد يې مقدمه هم درج کړې ده.
د عباس د بیان ترمخه د پوليس، ليويز او ايف سي ځواکونو د باب چمن نومې سيمه کې د معمول دنده تر سره کوله چې د چيکنګ پر وخت امنیتي چارواکو د پي ټي اېم مشر منظور پښتين او د هغوی ملګرو قافله د درولو هڅه وکړه، هغوی خپل موټر نه وو درولی او پر پوليسو يې موټر مخامخ ور وستولو تر څنګ پر پوليسو ډزې هم کړې چې پوليسو په ځواب کې د هغه د موټر پر ټايرونو ډزې کړې دي.
د پي ټي اېم غبرګون
د پي ټي اېم د بلوچستان کو ارډينېټر نور باچا د سرکار دغه تورونه رد کړي او وي او ای ډيوه ته یې د ټيلي فون له لارې وويل چې منظور او ملګري يې د کوټې پر لوري روان وو چې پر ياده سيمه ورغلي نو په زيات شمېر کې د امنيتي ادارو عسکرو دوی درولي او منظور او اسماعيل وزير يې په زوره نيولی او پوليسو له ځان سره وړی.
نور باچا وویل " هلته د ټولو ادارو عسکر وو، ځينې په وردۍ کې او ځينې په ساده جامو کې وو، موږ پوه نه شوو چې څه کېږي خو دوی ډېر زيات وو او منظور پښتين يې راڅخه و نيوی او له ځانه سره يې يوړی، موږ خبر نه يو چې منظور چيري او په څه حال کې دی۔"
د نور باچا په خبره چې پي ټي اېم به د منظور د نيولو پر ضد د تحريک له پريکړو رسنۍ خبرې کړي۔
باچا وويل چې د منظور پر ضد کومه مقدمه درج وه او نه دوی ته ويل شوي چې هغه پوليسو ته مطلوب دی.
د منظور پښتين تر نيولو څو ساعته وړاندې پر هغه د کېدونکو ډزو په باب د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي ویلي، "مونږ په ډزو نه يو خبر، د هغه (منظور پښتين) سره خپل ساتونکي دي کېدای شي د هغوی په وجه ډزې شوي وي."
د پي ټي اېم مشر منظور نومبر پر اتويشتمه د بلوچستان پښتون ميشته سيمې چمن ته تللی او د هتله روان پرلت کې يې شرکت او وينا کړې وه، له هم هغه وخت څخه منظور پښتين په چمن ښار کې وو، منظور پښتين نن يو وار بيا احتجاجي پرلت ته ورغلی او هلته يې وينا کړې.
د پرلت والو د غوښتنو په حق کې د خبرې تر څنګ هغه ويلي چې دوی به د بلوچستان بلوڅ مېشتې سيمې تربت ته ځي او هلته روان احتجاجي پرلت کې به د قافلې په شکل کې شرکت کوي.
د حکومت دریځ
وي او اې ډيوه د منظور د نيولو په اړه د بلوچستان د اطلاعاتو له نګران وزير جان اڅکزي او د چمن د مرستيال کمشنر کيپټن ريټايرډ راجه اطهر عباس سره د ټيليفون د لارې د خبرو هڅه کړې او په وټس اېپ ورته پېغام ورکړل شوی خو هغه تراوسه پورې ځواب نه دی ويلی.
خو جان اڅکزي په کوټه پرېس کلب کې خبري غونډې ته ویلي، "له بده مرغه د چمن پرلت د پاکستان مخالفه فلېټ فارم باندې بدل شوی دی، پي ټي اېم يو پاکستان مخالفه تنظيم دی، د کورنيو چارو وزارت منظور پښتين د بلوچستان څخه واپس کړی وو او درې ځله یې خبر کړی دی خو بيا هم چمن ته راغلی د حکومت د اجازت بغېر یې هلته جلسه کړې هغه ته بيرته تلل پکار وو خو په قلعه عبدالله کې یې چرته پناه اخستې وه او له خپلو ساتونکو سره پټ وو."
اڅکزي تور ولګوو، منظور پښتين "د چمن پرلت نن بيا د رياست مخالفه پروپېګنډې دپاره استعمال کړی په ډزو مونږ نه يو خبر، د هغه سره خپل ساتونکي دي د هغو په وجه ډزې کېدای شي."
پښتين پرون په اېکس خپره کړې ويډيو کې ويلي وو، نن د ګل/ دوشنبې په ورځ تربت ته د بالاچ مولا بخش د وژنې ضد روان پرلت کې د ګډون دپاره د کوټې نه د قافلې په شکل کې روانيږي او په پينځم دسمبر به تربت ته رسي.
د بالاچ مولا بخش وژنه
د بلوچستان سي ټي ډي پوليس د نومبر د 22مې او 23مې په مینځنۍ شپه کې په تربت سيمه کې د څلورو کسانو د وژلو دعوه کړې وه، د وژل شویو کسانو شناخت د بالاچ مولا بخش، سېف الله، ودود او شکور په نومونو شوې وه۔
د بالاچ د وژنې پرضد د هغه کورنۍ او علاقې سياسي او مدني خلکو د هغه د جسد سره احتجاج کړی، ورستو هغوی د بالاچ مړی خاورو ته وسپاره خو د سي ټي ډي پوليس پرضد د مقدمې درج کولو او پېښې د پلټنو غوښتنه کوي او دا احتجاج لا هم دوام لري.
د بلوچستان صوبايي حکومت د بالاچ مولابخش د وژنې د پېښې د پلټنو دپاره کميټي جوړه کړې ده
د چمن پرلت
منظور پښتين د دوشنبې په ورځ چمن پرلت ته بيا ورغلی هلته یې وينا کړې وه، هغه د تېرې مياشتې نومبر له اتويشتمې نېټې څخه په چمن ښار کې وو.
د پاکستان حکومت د وړومبي نومبر څخه په چمن لاره د افغانستان سره تګ راتګ دپاره پاسپورټ او ویزه لازمي کړې ده.
د دې فېصلې پرضد په چمن کې د 45 ورځو راهسې پرلت دوام لري. د احتجاج ګډون وال غوښتنه کوي چې پاکستان دې د سیمې د خلکو دپاره د چمن په پوله د افغانستان سره تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې پرېکړه واپس واخلي او مقامي خلکو ته دې په زوړ نظام، د پاکستان په شناختي کارډ او د افغانستان په تذکره، په پوله د سفر اجازت ورکړي.
د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي کاکړ په 29 نومبر د چمن د پرلت والو سره خبرو ته ورغلی او ویلي يې وو، "دغه خلک پرامنه ناست دي تر اوسه یې قانون په لاس کې نه دی اخستی"، د پرلت غوښتنې یې اورېدلي او د مرکزي حکومت سره به پرې خبر کوي.
د چمن احتجاج ته د ګورنر د ورتګ په بله ورځ د صوبې د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي ویلي وو، "په چمن کې روان پرلت د پاکستان مخالفه پلېټ فارم جوړيږي."