د افغانستان سره د خېبرپښتونخوا د کورمې په پوله د نښتې وروسته چارواکي وايي، د اسلام اباد او کابل ترمنځ خبرې کامیابې شوي او د پولې پرانستلو امر شوی دی.
سرچینې وايي، په 13مه مې د افغانستان سره په پوله د کورمې په تيري منګل سیمه کې د پولې د پورې غاړې وسله والو د ازغن تار پرې کولو او دې لوري ته د راوړېدو هڅه کوله، په دغه وخت د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې وه.
سرچينې وايي، د يادې نښتې وروسته بيا د پاکستاني ځواکونو او افغانستان کې واکمنو طالبانو ترمنځ د ډزو تبادله شوې وه، خو نه پاکستان او نه په افغانستان کې واکمنو طالبانو د دغه پېښې رسمي تاييد کړی وو.
د يادې پېښې وروسته د افغانستان سره د کورمې د خرلاڅي پوله د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې وه، اسلام اباد او کابل په دغې اړه هم څه نه وو ويلي.
په 14مه مې بيا د تيري منګل په شګه سیمه کې د نښتې په مهال د پاکستاني پوځ په يوه چيک پوسته د مارټر ګولې غورځېدو خبر مخې ته راغلی او ويل شوي وو، په پېښه کې يو پاکستانی پوځی وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي وو، خو د پاکستان پوځ د يادې پېښې په اړه هم څه نه دي ویلي.
خو ډان ورځپاڼې د يادې پېښې په اړه ويلي، څلور پوځيان پکې ژوبل شوي وو.
پرون په 15مه مې بيا ويل شوي د افغانستان سره د کورمې په ټوله پوله بيا ځای په ځای نښتې شوې وې. په يادو نښتو کې د کومې مرګ ژوبلې نه وو ويل شوي.
کورمه د افغانستان د خوست، پکتيا او ننګرهار صوبو سره پوله لري.
د کورمې ضلعې يو انتظامي مشر د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته ويلي، د يادو پېښو وروسته د خرلاڅي لاره تړل شوې او په پوله نزدې پرتو سيمو کې هر ډول هلې ځلې ودرول شوې وې.
د چارواکي په خبره، خو نن د سهار اتو بجو وروسته په پوله د کومې پېښې خبر مخې ته نه دی راغلی، د اسلام اباد او کابل ترمنځ خبرې شوي، او د کورمې انتظامیې ته د اسلام اباد څخه د خرلاڅي پرانستو ویل شوي دي.
هغه زياته کړه، په کورمه کې حالات سم دي، د کسټم او اېن اېل سي چارواکي پولې ته لېږل کيږي، لاره به پرانستل شي.
د کورمې د تاجرانو د اتحادیې يو غړی اسلام علي وايي، د خرلاڅي پولې دواړو غاړو ته نن په څلورمه ورځ هم سوداګريز ګاډي ايسار ولاړ دي او له امله یې تاجرانو ته د کروړونو روپو تاوان اوړي.
وي او اې ډيوه سر په خبرو کې هغه وويل، دوی ته د حکومت لخوا د لارې پرانستلو خبر ورکړل شوی او د هغې وروسته نور سوداګريز ګاډي د پولې په خوا روان شوي دي.
هغه زياته کړه، د پولې د بنديز له امله نه يواځې سوداګرو ته په کروړونو روپو تاوانونه اوړي بلکې د پاکستان حکومت ته هم د ټېکسونو په مد کې په غټه کچه تاوان رسي.
د مارچ په مياشت کې د پاکستان لخوا په خوست او پکتيکا کې د هوايي بريدونو وروسته هم د کورمې په پوله نښتې شوې او د خرلاڅي تجارتي او تګ راتګ لاره د څو ورځو دپاره تړل شوې وه.