په بلوچستان کې روغتيايي چارواکي وايي، چې د پوليو وايرس د ختمولو ترڅنګ د رفيوزل يا انکاري خلکو پر اماده کولو هم ډېر کار شوی، او هغه منفي تبليغات يا پروپېګنډې چې خلک يې د ويکسين پرضد کوي، اوس تر ډېره حده کمې شوې دي.
د افغانستان او د خېبرپښتونخوا په سرحد پرته ضلع ژوب کې د آغاخان فاونډېشن د ميډيکل او ويکسين کيمپ پرانيسته کوونکی ډاکټر محمدشاه مندوخېل وايي، پولیو وایرس ماشومان معذوره کوي بايد وايرس له منځه يوړل شي. په خبره يې د خلکو د اماده کولو په نتيجه کې اوس هغه د پخوا غوندي د ويکسين انکاري خلک نشته.
ډاکټر مندوخیل وویل "ماشومان زموږ راتلونکی دی، بايد چې هر څوک يې د راتلونکي فکر وکړي. د پوليو وايرس ختمول د ټولنې د هر فرد ذمه واري ده. په ميډيکل کېمپونو کې نه دا چې د ماشومانو علاج کېږي، بلکې هغه ماشوم چې اوس زېږېدلي او يا له څاڅکو پاتي شوي وي، ويکسين کېږي."
جنت په ميډيکل کېمپونو کې د شفا فاونډېشن له لوري په جوړ شوي سېشنونو کې ميندو ته د ويکسين په اړه مالومات ورکوي، وايي هغه ماشومان چې کمزوري وي، او ميندې يې نه غواړي پوليو څاڅکي ورکړي، هغو ته د پوليو څاڅکو ترڅنګ خوراکي توکي هم ورکول کېږي، چې ماشومان له ناروغيو خوندي شي.
جنت وايي "ځيني ميندې چې ماشومان يې کمزوري وي، د پوليو څاڅکي نه ورکوي. موږ هغه بيا اماده کوو، چې پوليو څاڅکي د ماشوم لپاره که روغ وي که ناروغه مهم دي. زموږ د سيشن جوړولو او مالومات ورکولو له برکته اوس ډېر خلک د ويکسين په ګټه خبر شوي دي."
د بلوچستان د برېس پروګرام استاذی صمد خان حريفال وايي، زياتره خلک دا ګيله کوي، چې د صحت په سرکاري مرکزونو کې هيڅ سهولت نه وي، خو د پوليو څاڅکي پرله پسې ورکول کېږي. ځکه نو بيا خلک د پوليو له څاڅکو انکاري شي، دې ټکي ته بايد پام وشي.
حریفال "هغه غلط فهمي چې خلک يې د ويکسين په اړه لري، د داسي کېمپونو په وجه کمه شي. که دا نور هم وسيع شي، له دې به زیات خلک ګټه واخلي. داسي کېمپونه د پوليو پروګرام لپاره ډېر ګټور ثابتېدلای شي. "
په بلوچستان صوبه کې په ټولو ضلعو کې د پوليو تر کيمپېن وړاندې او وروسته په لري پرتو سيمو کې چېري چې خلک روغتيايي اسانتياوو ته لاس رسی نه لري، فري ميډيکل کيمپونه جوړېږي، چې په کې له قطرو پاتي ماشومانو ته قطرې ورکول شي.