بلوچستان د افغانستان ترڅنګ له جنوبي وزيرستان، ډېره اسماعيل خان او جنوبي پنجاب سره پولې لري او په افغانستان کې د پوليو وروستیو مثبتو کېسونو د بلوچستان د روغتيايي چارواکو اندېښنې زياتې کړې دي.
د بلوچستان روغتيايي چارواکي وايي چې د دوی لپاره لوی مشکل د خلکو د سرحدي سيمو ترمنځ تګ راتګ دی.
د ږوب او کوټې تر منځ په لويه لار جوړ پر ټرانزټ پواينټ يا د ويکسين پر مرکز هغه ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي، چې له کوټې پېښور، اسلام اباد او پنجاب ته سفر کوي.
په کوټه کې د بلوچستان او خېبر پښتونخوا تر مینځ پر لويه لار پوليو کارکوونکی نصیر احمد وي او اې ډیوه ته وویل چې دوی هغه ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسين ورکوي چې په خپلو سیمو کې نه وي ورکول شوي.
نصیر احمد وايي ” موږ په سختي ګرمي کې ځکه دې کار ته غاړه ايښې، چې ماشومان مو له پوليو ناروغۍ خوندي شي.“
د سرحدي سيمې ږوب روغتيايي چارواکي وايي، چې د دوی لپاره تر ټولو لوی مشکل د کوچيانو ماشومان وېکسين کول دی، ځکه چې کډوال له يوې بلې سيمې ته سفر کوي، او کوچيان د پوليو وايرس زيات وړونکي خلک بلل کېږي.
د پوليو د ويکسين مرکزمسول محمد اسماعيل واي چې د بلوچستان سیمه په افغانستان پوري ته زکه د مثبت کیسونو امکانات زیات دي.
اسماعیل وايي ”موږ له افغانستان سره اووه سوه کيلوميټره ګډه پوله لري. پر پوله د خلکو تګ راتګ زيات وي، ځکه نو قوي امکان دی، چې د پوليو وايرس له يوې سيمې بلې ته منتقل شي. دا مهمه ده، چې پوليو کيمپېنونو پرله پسې ترسره شي.“
په پاکستان کې سږ کال د پوليو مثبت کېس په بنو کې رپوټ شوی دی.
په بلوچستان کې له دوه زره يويشت راهيسې د پوليو کېس نه دی رپوټ شوی. د دې ترڅنګ له تېرو دوو کلونو راهيسې له چاپيريال په اخيستل شوو نمونو کې هم د پوليو وايرس نه دی موندل شوی.