چارواکي: د بلوچستان په قلعه سېف الله ضلع کې ۶۷ زره ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي

له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې کمشنر ږوب سعيد احمد عمراني وويل، چې د روغتيايي چارواکو د زيار او هڅو په نتيجه کې اوس د پوليو کار د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی دی. "په پښتنه قبايلي ټولنه کې اوس د خلکو ذهينيت تغير کړی، چې دا لويه لاسته راوړنه ده."

د بلوچستان په قلعه سېف الله ضلع چې له افغانستان سره پر پوله پرته ده، چارواکي وايي د پولیو ضد په موجوده کېمپېن کې به د افغان کډوالو ماشومانو په شمول تر اوويا زره زيات تر پنځو کلونو پوري عمر ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي.

دقلعه سېف الله ډي ايچ او ډاکټر محمد وايي، چې د ښار پر لويو لارو د ټرانزټ مرکزونو تر څنګ په افغان سرحدي سيمه باديني کې هم باډر پواينټ يا د ويکسين مرکز جوړ شوی چې په لاره د سفر په مهال ماشومانو ته قطرې ورکوي. هغه زیاته کړه و اوسنيو اورښتونو د پوليو په کار کې ستونزې پيدا کړې دي.

د ډاکټر محمد په وېنا په قلعه سېف الله کې د کوچیانو په شمول شاوخوا شپږ اوويا زره ماشومان دي، چې په اوسني کيمپېن کې به قطرې ورکول کېږي. هغه زیاته کړه چې پر لويو لارو د ټرانزټ مرکزونو ترڅنګ په روغتيايي مرکزونو کې یې مستقل مرکزونه جوړ کړي دي. "د روانو بارانو لړۍ د پوليو په کار کې خنډ اچوي، خو موږ هيله من يو چې د پوليو وايرس ختمولو ته نږدې شوي يو."

د ډويژن کمشنر هم په قلعه سېف الله کې د پوليو د کار ليدنه کړې، او اړونده روغتيايي چارواکو ته يې امر کړی، چې د پوليو کيمپېن سخته څارنه وکړي او تر هر ماشوم پوري که په ښاري سيمو کې وي او يا هم په کليوالو سيمو کې د پوليو ضد قطرې ورورسوي.

له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې کمشنر ږوب سعيد احمد عمراني وويل، چې د روغتيايي چارواکو د زيار او هڅو په نتيجه کې اوس د پوليو کار د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی دی. "په پښتنه قبايلي ټولنه کې اوس د خلکو ذهينيت تغير کړی، چې دا لويه لاسته راوړنه ده."

عمراني وویل که دوه يا څلور کاله مخکې ته وکتل شي، نو هغه وخت ستونزې څو چنده زياتې وې. "هغه وخت له پوليو څاڅکو انکاري يا رفيوزل ډېر زيات وو. زه په دعوه سره ويلای شم، چې که سل په سلو کې نه وي خو البته نهه نوي سلنه د پوليو کار اوس ښه شوی دی. اوس له ضلعو د پوليو مثبت کېسونه نه راځي."

په بلوچستان کې د پوليو ضد کيمپېن د اګست له لومړۍ نېټې پيل شوی، چې په ترڅ کې به يې شاوخوا پنځه ويشت لکه ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي. په کيمپېن کې يولس زره نهه سوه ګرځنده يا موبايل ټيمونه کار کوي.