د کرونا وبا درېیمه څپه: له پاکستانه ایران او افغانستان ته عادي سفرونه بندیږي

پاکستان کې د کرونا د مخنیوي ادارې – اېن سي او سي – پرېکړه کړې چې د کرونا وبا د درېیمې څپې سره د مقابلې په لړ کې به د افغانستان او ایران سره په خپلو سرحدونو باندې ځیني موقتې پابندۍ لګوي.

د اېن سي او سي (نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر) – لخوا په جاري شوې مراسله کې لیکل شوي چې د پاکستان حکومت به د ګاوندي هېوادونو افغانستان او ایران سره ځمکني سرحدونو باندې د کرونا د مخنیوي دپاره به نوي ګامونه اوچت کړي. په مراسله کې ویل شوي چې دغه اقدامات به د روانې مئې میاشتې له پنځمې نېټې بیا د مئې تر نولسمې (۱۹) نېټې پورې عملي وي.

په دې موده کې به افغانستان او ایران په پولو باندې تګ راتګ د پخوا په شان نه وي، بلکې یوازې په پاکستان کې بند پاته افغانانو او ایرانیانو ته خپلو ملکونو ته د ستنېدو اجازه وي، او کوم پاکستانیان چې په افغانستان او پاکستان کې بند پاته وي، هغو ته به پاکستان ته د راتګ اجازه وي خو د دوی به هم د کرونا طبي آزموینه کیږي، که چېرې پکې د کرونا علامات وي، هغه به قرنطین کیږي.

مګر تجارتي چارو باندې به دا ځل د پخوا په شان سختې پابندۍ نه وي. اېن سي او سي زیاته کړې چې د مئې له پنځمې تر نولسمې نېټې به له افغانستان او ایران سره د پاکستان تجارتي چارې د کرونا د احتیاطي تدابیرو لاندې جاري پاته وي او کوم تجارتي مالونه، په خاصه توګه افغان ‎ټرانزېټ ټرېډ چې افغانستان ته د لېږدېدو په مهال به د ډرېورانو د کرونا طبي ټېسټ کیږي او که چېرې د کرونا علامات په دغو ډرېورانو کې وي، بیا به دغه ډرېوران قرنطین کیږي.

د پاکستان حکومت تر اوسه له افغانستان او ایران سره په پوله باندې قرنطین مرکزونه ندي جوړ کړي.

د تاجرانو اندېښنې

د چمن د تجارت اېوان مشر جلات خان اڅکزي د پاکستان د حکومت په تازه پرېکړې باندې خپل غبرګون کې، وي او اې ډیوه ته وویل: «تېر کال د کرونا له وجې زمونږ د چمن تاجران ډېر متاثره شول، په خاص ډول زمونږ اېکسپورټ ډېر کم شو چې له اوه اعشاریه دو (۷،۲) بیلینه څخه کم شو او یو اعشاریه دوه (۱،۲) بېلینه ته راورسېده. په ټرانزېټ ټرېډ کې مو هم تجارت او ټرانسپورټران ډېر زیانمن شول.»

د کندهار او چمن ترمنځ سرحدي دروازه - باب دوستي

جلات خان اڅکزي له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې، د پاکستان له حکومت څخه دا خواست وکړ چې د دوی تجارت دې د تېر کال په طریقه نه وي بلکې تجارت او د بارډر چارې دې په نارمل توګه وچلیږي.

یاده دې وي چې تېر کال هم د کرونا عالمي وبا د اولنۍ څپې پر مهال، پاکستان له افغانستان او ایران سره خپل سرحدونه تړلي و چې په هغه وخت کې په چمن پوله باندې د تجارت سره وابسته خلکو احتجاجي پرلت کښېنولی و.

د دغه پرلت مشر اسلم اڅکزی وایي چې د پاکستان حکومت د کرونا د احتیاطي تدابیرو د نه عملي کولو پر مهال د ځایي خلکو تجارت بند کړي او قبایلو ته د تګ راتګ اجازت نه ورکوي.

اسلم اڅکزي وي او اې ډیوه ته وویل: «کرونا په ټوله نړۍ کې شته، لاکن اېس او پيز یا تحفظي تدابیرو باندې باید چې عمل وشي، تګ راتګ دې نه بندیږي. خلک به څه کوي؟ روزګار نشته، کښت او کرونده نشته، کارخانه نشته، د چمن د خلکو کار روزګار د پاک – افغان بارډر تجارت سره تړلی دی.»

خو اېن سي او سي چې کومه مراسله جاري کړې ده، په هغې کې دا هم ویل شوي دي چې په پاکستان کې د کرونا وبا چې په کومه کچه سره خپرېږي، د دې مخنیوي دپاره له ګاونډي هېوادونو سره پخپلو سرحدونو باندې دغه اقدامات اخلي چې د خپلو شهریانو صحت خوندي کړي.

نور تازه ګامونه

په پاکستان کې د کرونا د دریمې څپې له سببه د کرونا د رنځورانو په شمیره کې ورځ تر بله زیاتوب روان دی.

په داسې حال کې د پایتخت اسلام اباد انتظامیه د روژې د میاشتې د اخرې عشرې د راتګ سره اعتکاف کې د کښېنستونکو د پاره نیوې هدایات خپاره کړي دي. د انتظامې له اړخه خپرې شوې حکمنامې ترمخه اعتکاف کوونکو د پاره دوه میټره فاصله ساتل لازمي ګرزول شوي دي. د دې نه علاوه، یوازې روغ جوړ کسانو ته به په اعتکاف کې د کښېنستلو اجازه وي.

همدا شان د روژې په اووه وېشتمه د شب قدر په موقع، کم عمره ماشومان او د زیات عمر خلکو ته هدایت شوی چې که عبادت کوي، نو پخپلو کورنو کې کې وکړي، بهر ته دې نه راوځي.

اسلام آباد کې لمونځ کوونکو ته ویل شوي چې په مسجدونو کې به د خپلو ترمنځ فاصلې ساتي

همدا شان هدایت شوی چې په اختر کې د لمانځه پر مهال هم خلک خپل منځ کې د درې فوټه په اندازه فاصلې وساتي او بل دا چې د اختر په موقع دې غیرضروري سفرونه نه کوي.

وفاقي وزیر اسد عمر رسنیو ته وویل: «د کرونا وایرس نوی قسم چې راغلی دی، دا ډېر خطرناکه دی او په تېزۍ سره خورېږي.»

اسد عمر خلکو باندې ټینګار وکړ چې ډېر دې احتیاط کوي او اېس او پیز دې په پام کې ساتي.

حکومت د مئۍ د دریمې نیټې یعنې نن ګل/دوشنبې څخه د ۴۰ کلو څخه زیات عمر کسانو د پاره هم د ویکسین عمل شورو کولو اعلان کړی دی.