نریندرا مودي په دریم ځل د هند وزیراعظم ټاکل شوی، ایا د پاکستان په اړه په تګلاره کې به يې بدلون وشي؟

د هندوستان د انتخاباتو د نتیجو وروسته په پاکستان کې دا احساس شتون لري چې د مودي د وزیراعظمۍ په دریم دور کې پاکستان سره د هندوستان په اړیکو کې د څه مثبت پرمختګ تمه نه شي کیدی

د بهارتیا جنتا پارټۍ نریندرا مودي د دریم ځل لپاره د هند د وزیر اعظم ټاکل شوی دی او توقع ده چې د نورو ډلو په اتحاد به نوی حکومت جوړ کړي. پاکستانې څیړونکې د هند او پاکستان په تعلقاتو کې د مودي د نوي حکومت په تګلاره کې د بدلون امید نه کوي.

څېړونکي وایی په اېټمي وسلو سمبال دواړو ملکونو ته پکار ده چې د خپلو ولسو د ګټو لپاره دوه اړخیزه تاوتریخوالی د کموولو کوښښونه وکړي.

د هندوستان د انتخاباتو د نتیجو وروسته په پاکستان کې دا احساس شتون لري چې د مودي د وزیراعظمۍ په دریم دور کې پاکستان سره د هندوستان په اړیکو کې د څه مثبت پرمختګ تمه نه شي کیدی.

د نړیوالو چارو څېړونکی حامد اقبال وايي د پاکستان او هندوستان تر منیځ یو شمیر ستونزې دوام لرې او د دواړو ملکونو تعلقات به هم د مخکې په شان وي د څه بدلون امکان په کې نه شته.

څیړونکي وايي د مودي بهارتیا جنتا پارټي، بي جی پي، سره په اتحاد کې د نوی حکومت که چېرې د پاکستان سره خبرو پیل کولو ته تیار شې نو امدی کېدلی شي.

څېړونکی عارش الله خان وايي پاکستان او هندوستان ته پکار دې د خپلو خلکو د ښیګړې لپاره تعلقات ښه کې او د یو بل سره ستونزې هوارې کړي.

پاکستان او هندوستان د کشمیر د مسلې او پر یو بل د ترهګرې د تورونو له امله د کړ کېچنو تعلقاتو اوږد تاریخ لري.هندوستان د کشمیر ځانګړې حیثیت د 2019 م کال په اګست کې ختم کړو چې په عکس العمل کې يې پاکستان د هندوستان سره سفارتې او تجارتې اړیکې کمې کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په وروستیو ورخو کې ویلې د پاکستان د سوداګرو ټولنه هند سره تجارت بیا شروع کولو ته لیواله ده. خو د هغه دفتر وروسته په یو بیان کې وویل پاکستان دهند سره تجارت د بیا پیلولو څه پلان نلري.

بلخوا، د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر پر پاکستان یو ځل بیا د ترهګرو د مرستې تور لګولي او ویلې وو چې هر ډول خبرې باید دغه مسله حل کړي.