پاکستاني مامورین وايي د یو مېلین نه زیات نور کرونا وېکسین یې راغوښتي

د خېبرپښتونخوا د تعلیم وزیر شاهرام ترکۍ د ټوېټر دلارې وویل چې په پېښور، مردان، چارسده، صوابۍ، کوهاټ، ملاکنډ، سوات، کوز دیر، نوښار او بونیر ضلعو کې به سکولونه د اپرېل د یولسمې نېټې پورې تړلي وي

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د کرونا وایرس دلاسه د خلکو د ناروغه کېدو په تعداد کې زیاتوالی رپورټ کېږي او د ملک په ځینو برخو کې سکولونه د بند ساتلو فېصله شوي ده د وزیراعظم عمران خان یو مشیر ویلي د یو مېلین نه زیات نور کرونا وېکسین راغوښتل شوي دي او خلکو ته د وېکسین ورکولو لړۍ دوام لري.

نور وېکسین

د صحت چارو دپاره د عمران خان معاون فېصل سلطان وویل چې په ملک کې د کرونا په ضد خلکو ته د وېکسین ورکولو عمل دوام لري او د نورو وېکسینو ارډر ورکړی شوی دی.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه خپل یو ټویټ کې فېصل سلطان وویل د ساینو فام ۱۰ لکه او د کېن ساینو ۶۰ زره وېکسین راغوښتل شوي چې په اینده څو ورځو کې به پاکستان ته راورسي. د دې نه علاوه هغه وویل د اپرېل د میاشت پورې به ۷۰ زره نور وېکسین راوغوښتل شي.

د پاکستان په ځینو سیمو کې به سکولونه لا بند وي

بلخوا، د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود ویلي د ملک په ۱۱ ضلعو کې به سکولونه د اپرېل د ۱۱ نېټې پورې تړلي وي.

په نېشنل کمانډ اېڼد اپرېشن سېنټر کې د تعلیم د صوبايي وزیرانو د انلاین غونډې نه پس شفقت محمود خبریالانو ته وویل چې د خېبرپښتونخوا، پنجاب او کشمیر په ځینو سیمو کې د کرونا ناورغۍکېسونه زیات شوي دي. د شفقت محمود په قول په سند، بلوچستان او ګلګت بلتستان کې د کرونا شدت څه قدرې کم دی او صوبايي حکومتونه د صحت وزارت سره په مشوره سکولونو د پرانېستلو یا بند ساتلو فېصله کولی شي.

د خېبرپښتونخوا د تعلیم وزیر شاهرام ترکۍ د ټوېټر دلارې وویل چې په پېښور، مردان، چارسده، صوابۍ، کوهاټ، ملاکنډ، سوات، کوز دیر، نوښار او بونیر ضلعو کې به سکولونه د اپرېل د یولسمې نېټې پورې تړلي وي.

د خېبر پښتونخوا صحت محکمې د شمېرو ترمخه د صوبې په کچه تېرو 24 ګنټو دوران د کرونا وايرس نه 13 تنان مړه شوي او685 تنانو کې د دې وايرس پخلې شوی۔

ماهرین وايي خلک احتیاط نه کوي

د طبي چارو پوهان وايي د صوبې په کچه د کرونا وايرس په مثبت پېښو کې او د خلکو د مړيني شرح کې ځکه تندۍ سره زياواتوالی کېږي چې د دې وايرس موجوده شکل ډير خطرناک دیې او خلک د وبا د لومړۍ څپې په څېر د احتياط نه کار نه اخلي۔

دوي وايي که چېرې عام اولس په ايس او پيز يا سپارښتنو عمل پېل نه کړو نو د لويي مالي او ځاني زيان سره به مخ شو۔

په خېبرپښتونخوا کې د صحت چارو پوهان وايي د کرونا وايرس دريمه څپه په تندۍ سره روانه ده خو بيا هم خلک د احتياط نه کار نه اخلي چې له امله يې د کرونا وايرس مثبت پېښو او د مړينې شرح کې ورځ تر بلې زيات ولې مخې ته راځي۔

د وایرس په شکل کې بدلون

د پېښور لېډي ريډنګ هسپتال ډاکټر عابد حليم وي او ای ډيوه ته وويل د کرونا وبا د تېرو څپو په پرتله په دې درېمه څپه کې د خلکو د مرګونو شرح ځکه سېوا ده چې د وايرس په شکل کې بدلون راغلی۔

" اوس په دې يو کال کې کرونا وايرس په دې ټوله دنيا کې خپور شوې دې، او نوې نوې نمونې جوړې کړي دي او د درېمې څپې چې کوم شکل دې نو دا ځکه ډېر خطرناک دې او خلک ترې زيات مړه کېږي، او دغه برتانيې وله چې کوم شکل يا سټرېن راغلې دې نو که دغه په پړپوسانو ډېر اثر نه کوي خو دا په زړه او وينې کلکلو باندې ډېر زيات اثر کوي"

د خيبرپښتونخوا د صحت محکمې شمېرو ترمخه په تير يو شواروز کې د کرونا وايرس نه 13 تنان مړه شوي او 685 تنانو کې د دې وايرس پخلې شوې۔

شمېرې ښايي چې د صوبې په کچه د ياد رنځ نه مړه شويو تنانو شمېره 2238 ته رسېدلې او تر اوسه پورې يې په مجومعي توګه څه د پاسه 81 زره تنان ناروغه کړي۔

طبي چارو پوهان وايي چې د کرونا وبا د مخنيو د پاره بايد خلک د مخ پټولو ماسک کاوري، بار بار لاس وينځي، د يو بل نه فاصله وساتي او د ګڼې ګوڼې ځايونو نه ډده وکړي۔

د کرونا وایرس په اړه د ګڼې ګوڼې ځایونو حال

په پېښور کې مېشت د صحت په موضوع خبر نګار فياض احمد وي او ای ډيوه ته وويل که يو خوا عام ولس دا وبا سنجيده نه اخلي نو بلخوا د حکومت لخوا جاري شوي احکامات هم په صحيح توګه نه عملي کېږي. فیاض احمد وايي که د وبا د مخنيوي د پاره کوټلي ګامونه وا نه خیستل شوو نو ټول بوج به يې د صوبې د صحت په نظام پريوزي۔

" که مونږه بي ار ټي بسونو کې وګورو نو څوک ماسک نه اچوي، که مونږه بازارونو کې کې وګورو نو خلک فاصله نه ساتي او دخلکو رش ډېر وي او مونږه بلکل د اېس او پيز پروه نه کوو، نو زمونږه اړخ نه هم احساس زمه داري بلکل نيشته، که مونږه حکومت ته وګورو نه هغه هم يو ځاۍ کې صرف د نوم د پاره سمارټ لاک ډاون ولګوي او نور هېڅ هم نه وي، يو ځاۍ ته مونږه لاړو هلته د ورتلو او وتلو په لارو کې دوه روکاوټونه لګېدلې وو دننه په علاقه کې دوکانونه خلاص وو او خلکو ماسکونه نه وو اچولي"

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې چارواکي وايي چې په هسپتالونو کې د کرونا مريضانو د علاج د پاره انتظامات موجود دي او د مريضانو د پاره ځانګړي مرکزونه هم جوړ کړل شوي۔

د پاکستان مرکزي حکومت د شمېرو ترمخه، په ټول هېواد کې د کرونا وايرس نه تر اوسه پورې 6 لکه او څه د پاسه 37 زره تنان ناروغه شوي.