پاکستان ته نن د کرونا مرض وېکسین رارسیږي – خیبرپښتونخوا ورته آمادګي نیولې

د چین نه د کروناوېکسین سایینو فارم لومړې ۵ لکه خوراکونه نن یعنی د دوشنبه یا ګل په ورځ اسلام آباد ته رارسي چې د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي ترمخه د پاکستان په هسپتالونو کې کار کونکو ډاکټرانو او طبې کارمندانو ته لګولې کیږې.

د چین څخه د وېکسین راوړلو دپاره د پاکستان الوتکه (هوایي جهاز) تېره ورځ د چین سرښار بېجینګ ته رسېدلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې په پاکستان کې به د کروناوایرس وېکسین مفت وي. هغه زیاته کړې: "د چین نه د کروناوېکسین د رارسېدو هرکلي ته به زه پخپله ائېرپورټ ته ولاړ شم."

د حکومتي چارواکو وینا ده چې په اسلام آباد کې د وېکسین محفوظ کولو او بیا صوبو ته د لېږلو دپاره کوټلي ګامونه پورته کړل شوي دي.

د ساینوفارم نه علاوه، پاکستان د کرونا مرض دپاره اسټرازېنیکا وېکسین هم منظور کړی دی

دوې ورځې وړاندې د روغتیا دپاره د وزیراعظم سلاکار ډاکټر فیصل سلطان ویلي و چې د کووېډ وېکسین په لومړي ګام کې به د چین نه د وېکسین پنځه لکه خوراکونه راغوښتل کیږي.

د ډاکټر فیصل سلطان ترمخه، وېکسین به په لومړي پړاو کې د صحت د چارو کارکوونکو ته لګول کیږي. حکومت دا هم وایي چې د کرونا وېکسین د شروع کولو دپاره جوړ کړی شوي نړېوال پلېټفورم کووېکس په مرسته به پاکستان د اسټرازېنیکا وېکسین یک کروړ اوه لس لکه خوراکونه ترلاسه کوي چې په کې به د ٪۳۵ نه تر ٪۴۰ پورې خوراکونه، د کال ۲۰۲۱ په لومړۍ درې میاشتو کې، او نور خوراکونه په شپږو میاشتو کې ترلاسه کړی شي.

د ملګرو ملتونو له اړخه به هم پاکستان ته پنځه کروړه د وېکسین مفت خوراکونه ورکول کیږي. د پاکستان اړوندو صحي ادارو، په پاکستان کې د کرونا دوه ډوله وېکسینونه – اسټرازینیکا او ساینوفارم – رېجسټرډ کړي دي.

د چارواکو په وینا، ساینوفارم وېکسین ٪۸۰ او اسټرازېنیکا وېکسین ٪۹۰ د کرونا د وایرس په ضد کار کوي.

وېکسين په خېبرپښتونخوا کې:

د خیبرپښتونخوا حکومت د اتوار/یکشنبې په ورځ اعلان کړی دی چې د فرورۍ میاشتې د درېیمې نېټې نه به د صوبې وزیراعلی د کرونا رنځ د وېکسین لګولو عمل په رسمي ډول پرانېسته کوي.

د خېبرپښتونخوا صحت وزير تيمور جهګړه وايي عام اولس ته کرونا وېکسين ورکولو نه وړاندې به دوی ټولې طبي عملې ته وېکسين ورکوي (صوبه کې یې شمېر له اتیا زرو نه زیات دی) ولې چې ټولو نه زيات دوی خطر سره مخ دي.

تېمور جهګړه وویل، "په اولنۍ مرحلې کې به مونږه د صوبې هغو اتو اضلاعو کې چې چېرته د کووېډ مریضان زیات دي، زمونږ چې کوم د صحت کارکوونکي دي، هغه ډاکټران، پارامېډېکس، نرسان، د صحت کارمندان چې کوم په هسپتالونو کې کار کوي او دا خطره ورسره زیاته ده چې د کووېډ مریضانو سره زیات مخامخ کیږي، هغوی ته به وېکسین ورکوو."

تېمور خان جهګړه، د خیبرپښتونخوا د صحت وزیر

د تېمور جهګړه په وینا، د صوبې دا اته ضلعې چې اول به پکې صحي عملې ته وېکسین ورکول کیږي، پېښور، مردان، ډېره اسماعېل خان، سوات، بنو، کوهاټ او اېبټ آباد دي. جهګړه وایي په دغو سیمو کې نسبت نورو ځایونو ته د کرونا وایرس او ناروغان ډېر زیات دي.

دې وايي د کرونا وايرس وېکسينو لومړی بېچ به سبا رارسي او ټولو صوبو ته به يو شانتي وېکسين ملاوېږي.

صحت وزير وايي د خېبرپښتونخوا په اتو ۸ غټو روغتونونو کې به د کرونا ويکسينو ورکولو عمل پېل کيږي ولې چې که څه ناڅاپه پېښه مخې ته راځي، نو قابو کېدل به يې اسان وي.

د خېبرپښتونخوا د صحت محکمې یوې اعلی چارواکې ډاکټرې شاهین افریدۍ وویل د کرونا وېکسین آزموینې مخکې نه شوي دي او دا وېکسین چا ته ضرر نه رسوي.

د حکومتي شمېرو ترمخه، د خیبرپښتونخوا په ټولو سیمو کې د کرونا وېکسینو څه دوه سوه څلور اتیا (۲۸۴) پورې مرکزونه جوړ کړی شوي دي. په دغو مرکزونو کې به (۲۴۸۴) طبي عملې خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي او دوی ته په دې لړ کې مخکې نه تربیت ورکړل شوی دی.