مفتاح اسماعيل: د تحریک انصاف دوه صوبايي حکومتونه د ايي اېم اېف سره لوظنامې ته د زیان رسولو هڅه کوي

د اګست د میاشت په 29 نېټه نړيواله مالياتي اداره [ايي اېم اېف] پاکستان ته د پور ورکولو يا نه ورکولو پرېکړه کوي

په داسې حال کې چې د اګست د میاشت په 29 نېټه نړيواله مالياتي اداره [ايي اېم اېف] پاکستان ته د پور ورکولو يا نه ورکولو پرېکړه کوي، د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعيل ویلي په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې واکمن تحریک انصاف ګوند هڅه کوي چې د ايي اېم اېف سره لوظنامې ته زیان ورسوي.

د ايي اېم اېف د غونډې نه وړاندې د تحریک انصاف يو مشر او د خزانې پخواني وزیر شوکت ترین، د پنجاب او خېبر پښتونحوا د خزانې د وزیرانو سره ټیلې فونې خبرو مبینه اډیو په پاکستانۍ ميډيا او ټولنيزو رسنیو خپره شوې چې پکې اورېدل کیږې چې دوې په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومتونو ته صلاح ورکوي چې د ايي ایم ایف د شرط ترمخه دې خپلې سرپلس برخې نه ورکوي.

د وفاق ایتلاف حکومت مشرانو د تحریک انصاف له اړخه دغه مبینه ګام د ايي ایم ایف لوظنامې ته زیان رسولو هڅه بللې او د خزانې وفاقې وزیر مفتاح اسماعیل ويلي په داسې حال کې چې هېواد د سیلابونو له سببه په ‌ډوبیدو دی د پاکستان سره یواځينۍ لاره د ايي ایم ایف نه پور ترلاسه کول دي.

هغه زیاته کړې د خېبرپښتونخوا سره د فنډونو پر معامله خبرو ته هرکله تیار دی خو د ايي ایم ایف سره د خبرو دوې ورځې وړاندې دغه ډول خبرې لیک لیږل لوظنامې ته زیان رسول دي.

د تحریک انصاف مشرانو البته دغه ټول تورونه رد کړي او د ګوند يو مشر اسد عمر د مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي دا یوه سلا وه چې وفاقي حکومت له اړخه ايی ایم ایف ته ورکړی شي چې د سیلابونو په اوسنيو حالاتو کې د صوبو څخه غوښتل شوې سر پلس ته بیا کتنه وکړی شي.

د خیبر پښتونخوا د خزانې وزیر تیمور جګړا ویلي، خط يې د پخوانيو قبايلو سيمو د فنډونو نه ورکولو په سر مرکز ته ليکلی دی.

هغه زیاته کړې دوی د ډېرې مودې نه د قبايلي سيمو د فنډونو ترلاسه کولو په هڅه کې دي، خو په مرکز کې د اوسني حکومت راتلو وروسته صوبې ته يوه روپۍ نه ده ورکړل شوې.

څيړونکي وايي دا سياسي بيانونه دي او د عبدالولي خان پوهنتون د اقتصادې څانګې پروفیسر منظور علې وي او اې ډیوه ته وايي د پاکستان حکومت د ايي ایم ایف ټول شرطونه ترسره کړي نو دوې د لوظنامې په ترسره کیدو کې څه خنډ نه ویني.

هغه زياته کړه د خېبرپښتونخوا د حکومت له اړخه لیږل شوې لیک دومره وزن نه لري چې لوظنامه به ونه شي خو نوموړی وايي که چرې دغه لوظنامه سر ته ونه رسیده نو پاکستان د نورو بهرېو هیوادونو او نړیوالو مالیاتي ادارو څخه پور ترلاسه کولو کې هم د ستونځو سره مخ کېدی شي.

پاکستان ته د کورنيو سياسي او اقتصادي ستونزو ترڅنګ د تیلو او نورو توکيو په نړیواله کچه بيعو لوړېدو هم زيان رسولی دی، د پاکستان د اسټیټ بېنک ترمخه بهرنۍ ذخیرې د اګست په نیمایۍ کې د اته اربه ډالرو څخه راښکته شوې وې کومې چې د يوې مياشتې د وارداتو دپاره کافي نه دي.

د حکومت د خپرو شویو شمیرو تر مخه ګراني د روان کال په جولايۍ کې 25فيصده ته رسېدلې، چې په 14 کلونو کې تر ټولو لوړه ده.

امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ جرنل د اتوار/یکشنبې په ورځ په خپل يو رپورټ کې ویلي، چې ايي ایم ایف د پاکستان څخه غوښتي وو چې په مالي کال کې د بهرنیو مرستو د کموښت د پوره کولو لپاره لومړی د اضافي فنډونو انتظام وکړي.

په رپورټ کې ویلی شوي پاکستان په وروستیو اونیو کې لږ تر لږ 37 اربه ډالره نړیوال پورونه او د سرمايه کارۍ لوظنامې کړي چې هيواد يې د سري لنکا په څېر د ديواليه کېدو څخه بچ شي.

پاکستان سره د نړیوالې مالیاتي ادارې د بورډ غونډه د څلورو ملګرو هیوادونو سعودي عرب، عرب عمارات، قطر او چین لخوا د څلور اربه ډالرو د پورونو د ژمنو وروسته کیږي. امکان څرکندیږې چې د پور د منظورۍ ورسته د اګست تر 31 مې نېټې پورې پېسې پاکستان ته ورسي.