په جنوبي وزیرستان کې د پولیو ضد کمپاین شروع شو

د چارواکو په وېنا په پاکستان کې سږ کال تر اوسه پورې د پولیو ۶۰ کېسونه او د خېبرپښتونخوا نه د ۴۰ نه زیات کېسونه رپورټ شوي دي

د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزیرستان ضلع کې د پولیو مرض نه محفوظ ساتلو دپاره ماشومانو ته د څاڅکو ورکوولو کمپاین د ګل، دوشنبې، په ورځ شروع شو.

د جنوبي وزیرستان ترڅنک د پولیو ضد موجوده مهم به د کوټې، فیصل اباد، کراچۍ او د اټک ضلعو په مخصوصو یونین کونسلونو کې هم چلوول کیږي.

د ملګرو ملتون د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن چارواکي اسد بېټني وویل په پنځه ورځني کمپاین کې به په جنوبي وزیرستان تر د ۱۰۲۰۰۰ پورې ماشومانو ته د پولیو خلاف وېکسین ورکول کیږي.

د چارواکو په وېنا په جنوبي وزیرستان او د پاکستان په نورو برخو کې د پولیو ضد کمپاین لږ تر لږه د څلورو میاشتو د ځنډ وروسته شروع شوی دی.

د خېبرپښتونخوا د صحت وزیر تېمور سلیم جګړه د پولیو خلاف د ورستي کمپین په اړه خبریالانو ته وویل حکومت مکمل تیاری نیولی دی، د مهم په مهال به د کرونا وایرس نه د کارکوونکو د بچ ساتلو دپاره اقدامات پرځای کړی شوي دي او غواړي چې پولیو خلاف مهم کامیاب شي.

صوبايي وزیر وویل غواړي چې په جنوبي وزیرستان کې هر ماشوم ته د ځان ورسوي او د پولیو وېکسین ورکړي.

د خېبرپښتونخوا د پولیو د مخنیوي څانګې مشر عبدالباسط وايي په جنوبي وزیرستان کې د پولیو مهم په مهال به هرې کورنۍ ته د صفايي سامان هم ورکولی شي.

هغه وویل حکومت د فېبرورۍ په میاشت کې په جنوبي وزیرستان کې د پولیو خلاف مهم د چلوولو تابیه کړې وه خو د امنیت غېریقیني حالاتو له امله دا وځنډول شو. هغه وویل د اګست نا واخلي تر د ډسمبر د میاشت پورې په د پولیو ضد مهمونو کې جنوبي وزیرستان ته خصوصي توجه ورکړی کیږي ځکه چې د سیمې نه په ورستیو ورځو کې د پولیو کېسونه رپورت شوي دي.

د چارواکو په وېنا په پاکستان کې سږ کال تر اوسه پورې د پولیو ۶۰ کېسونه او د خېبرپښتونخوا نه د ۴۰ نه زیات کېسونه رپورټ شوي دي.

افغانستان او پاکستان د دنړۍ دوه ملکونه دي چې د پولیو مرض پکې نه دی ختم کړی شوی.

په پاکستان کې کرونا وایرس له امله د پولیو ضد کمپېنونه متاثر شوي دي خو په ماشومانو د دې اثراتو مکمله کچه لا مخې ته نه ده راغلي.