د حکومت نوی سکیم د تورو(غلا) پېسو سپینول دي: اپوزېشن ګوندونه

د پاکستان حکومت مخالفه سیاسي ګوندونو ویلي د بهرهیوادونو نه پېسې پاکستان ته راوړلو لپاره اعلان شوی د بخښنې سکیم د غیرقانوني پېسو قانوني کول یا د توروپېسو سپینول دي او دهړکه يې کړې د حکومت دغه ګام به په عدالت کې چېلنج کوي.

د پاکستان حکومت لوې مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د اعلان شوي سکيم په اړه په یو ټوېټ پیغام کې لیکلي، دغه سکیم د هیواد ایمانداره ټېکس ورکونکو خلکو په مخ یو سپیړه ده.

نوموړي نن د سند ایالت په حیدر اباد ښار کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي دغه سکیمونه د هغو ٫٫ غلو٬٬ لپاره اعلان شوی چا چې په غیر قانوني توګه پېسې د هیواد نه بهر ويستلي دي او حکومت دغو کسانو ته موقع ورکوي چې خپلې تورې پېسې سپیني کړي. نوموړي غونډې ته ویلي د حکومت دغه سکیم به په عدالت کې چېلنج کوي.

د پاکستان پیپلز ګوند شریک چېرمن بلاول بهټوزرداري هم د دغه سکيم په اړه په خپل غبرګون کې ویلي ٫٫حکومت د دغې سکیم په لار د نواز شریف کورنۍ او خپل خلک بچ کول غواړي خو پیپلز ګوند به يې دغه کار ته کله هم پرې نه ږدي.٬٬

تیره ورځ د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ملک خرابیدونکې اقتصاد ښه کولو لپاره د بهرهیوادونو نه بیرته خپل وطن ته د پیسو راوړلو په سر پاکستانیانو لپاره په ټیکس کې د کموالي او د بخښنې سکیم اعلان کړی وو.

وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي ویلي وو حکومت د یو ځل لپاره د بخښنې سکیم اعلان کړی چې ترمخه يې ملکي خلکو ته اجازت ورکړل شوې چې حکومت ته په دوه فیصده ټیکس (جرمانه) ورکولو سره د بهرملکونو په بینکونو کې ایښودې خپلې پیسې بیرته پاکستان ته راوړي.

په پېښور کې د ايي اېم ساېنسز پروفېسر رفیق احمد د وزیراعظم لخوا اعلان شوي دغه نوي سکیم په اړه وي او ای ډیوه ته ویلي کوم خلک چې وړاندې نه د مالېې وفاقي ادارې یا اېف بي ار لخوا ښودل شوي پکار ده هغوي نه ټېکس واخستل شي.

ښاغلی رفیق احمد زیاتوي: ٫٫ ایف بي ار څو څو وارې حکومت ته داسې ۳۰ زره خلک په ګوته کړي چې ټېکس نه ورکوي او د حکومت نه يې غوښتلي چې مالیه ترې واخلي. خو حکومت تر اوسه په دغې اړه څه کار نه دی کړی چې دغه خلک د مالېې په نظام کې راولي.٬٬

حکومت به د راتلونکې مالې کال جولايي میاشت نه د ټیکسونو نه ورکوونکو پرضد ګام پورته کولو لپاره د قامي شناختي کارډونو ادارې نه د ددغه خلکو معلومات راغونډوي.

د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي ایم ایف په شمول قرضې ورکوونکو ادارو د پاکستان د ټیکس او مجموعي امدن ترمنځ شرح باندې څو ځله اندیښنې څرګندې کړي کوم چې خواشا ۱۲ فیصده ده چې د نړۍ کم ټیکس ورکوونکو ملکونو کې حسابیږي او د ۲۰۰ ملینه ابادۍ په دغه ملک کې د یوفیصد نه هم کم خلک ټیکس ورکوي.

د پاکستان د څېړنې یو کاروباري ادارې ای- اېف فرګوسن اېنډ کو د شمېرو ترمخه پاکستانیان په بهر ملکونو کې ۱۵۰ ارب ډالره اثاثي لري کومې چې د پاکستان د حکومت د ریکارډ کاغذونو نه پټې دي ځکه چې د ښکاره کولو په صورت کې به په دغه اثاثو باندې ددې مالکان حکومت ته ټیکس ورکوي. د ادارې د شمېرې ترمخه په دغه اثاثو کې ۸۰ ارب ډالره په جایدادونو او بینکونو او ۲۰ ارب ډالره د بهر ملکونو په سټاک مارکیټونو کې او ۵۰ ارب ډالره په سامان جوړوونکو کمپنو او کارخانو کې لګولی شوي.

د نوي اعلان شوي سکیم ترمخه که د یو تن د کال امدن ۱۲ لکه روپۍ وي نو د هغوي نه به مالیه یا ټېکس نه اخستل کیږی. خو د دغې نه سېوا امدن باندې بیا د ټېکس ټاکل شوی.

د کوم چا امدن چې د ۱۲ لکو نه ۴۰ لکو پورې وي هغه به ۵ سلنه، د ۲۴ لکو نه تر ۴۸ لکو روپو امدن لرونکي به ۱۰ فیصد ټېکس ورکوي.