وزیراعظم عمران خان: د حکومت او تحریک لبېک مقصد یو دی

په ملک کې د تحریک لبېک د مظاهرو وروسته چې پاکستان نه د فرانس د سفیر د وېستلو غوښتنه کوي، عمران خان وویل د دنیا په ۵۰ اسلام ملکونو کې یو ځای هم داسې مظاهرې نه دي شوي او نه هم د فرانس د سفیر د وېستلو غوښتنې کېږي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي د حکومت او د مذهبي ډلې تحریک لبېک چې حکومت په بندیز لګولی، مقصد یو دی خو د فرانس سفیر د پاکستان نه ویستل مشکل دي او له امله به یې ملک د اقتصادي ستونزو سره مخامخ شي.

د ګل، دوشنبې، په ماښام قام ته خپله وېنا کې عمران خان وویل د مسلمانانو ملکونو مشران به د پېغمبر اسلام د سپکاوي په معامله دنیا د خپلو تحفظاتو نه د ملګرو ملتونو پلېټ فارم دلارې خبروي.

په ملک کې د تحریک لبېک د مظاهرو وروسته چې پاکستان نه د فرانس د سفیر د وېستلو غوښتنه کوي، عمران خان وویل د دنیا په ۵۰ اسلام ملکونو کې یو ځای هم داسې مظاهرې نه دي شوي او نه هم د فرانس د سفیر د وېستلو غوښتنې کېږي.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه عمران خان د ټي اېل پي سره د حکومت د مذاکراتو په اړه وویل که ټي اېل پي سره د حکومت خبرې کېدلې خو بیا معلومه شوه چې ډلې د اسلام اباد په لوري د لاریون (مارچ) منصوبه جوړه کړې ده او هم ددغه ځای نه د مذاکراتو لړۍ ماته شوه.

عمران خان وویل د ټي اېل پي په مظاهرو کې څلور پولیس وژل شوي دي، د ۸۰۰ نه زیات پولیس زخمیان شوي دي، د پولیس ۴۰ موټرې سوزول شوي دي.

د وي او ای اردو خبر وايي په لاهور کې د تحریک لبېک خلاف د حکومتي اقداماتو په معامله د قومي اسمبلۍ غونډه د اړي ګړي ښکار شوه چې له امله یې ناسته د زیارت، پنجشنبې، د ورځې پورې وځنډول شوه.

د رپورټ ترمخه د مذهبي چارو وزیر نور الحق قادري امید څرګند کړو چې د کالعدم تحریک لبېک سره خبرې دوام لري او امید دی چې د مذاکراتو په نتیجه کې به ټي اېل پي احتجاج ختم کړي او د امن او امان صورتحال به نه خرابېږي.

نورالحق قادري وویل حکومت تیار و چې د فرانس سفیر د وېستلو دپاره د ټي اېل پي د غوښتنې معامله پارلېمنټ ته وړاندې کړي.

د وي او ای اردو رپورټ وايي د اتوار، يکشنبې، په ورځ په لاهور کې د ټي اېل پي د دفتر نه بهر د ډلې احتجاج د ختمولو دپاره د پولیس او مظاهره چیانو په نښتو کې د ډلې ترمخه درې احتجاج کوونکي وژل شوي او ګڼ شمېر نور زخمیان شوي دي.

په فرانس کې د پېغمبر اسلام خاکې د شایع کېدو وروسته ټي اېل پي عوښتنه کړې وه چې د ۱۶ فېبرورۍ پورې دې پاکستان نه د فرانس سفیر ووېستل شي او د فرانس د مصنوعاتو د بایکاټ وکړی شي.