پاکستان کې په نوې حکومت سازۍ د مسلم لیګ(ن) اؤ پیپلز ګوند پرمختګ، پي‌ ټي‌ آي وایي حکومت به دوي جوړوي

پاکستاني مطبوعات وایي چې دوه ستر سیاسي ګوندونه پاکستان مسلم لیګ(ن) اؤ پاکستان پیپلز پارټي د حکومت سازۍ په معامله خپلو کې اتفاق ته نزدې شوي اؤ په خبرو اترو کې یې پرمختګ کړی دی خو تحریک انصاف ګوند هم بیا اعلان کړی دی چې په مرکز اؤ صوبو کې به خپل حکومتونه جوړوي.

په اتمه فرورۍ ګرد هیواد کې شوؤ پارلیماني ټاکنو کې یو ګوند هم دومره اکثریت نه دی ترلاسه کړی چې په مرکز کې په یوازې ځان حکومت جوړ کړي اؤ د اتحادي حکومت جوړولو په چارو کې هم دغه سیاسي ګوندونه خپلو کې د اختلافاتو ښکار دي.

په عین حال کې انتخاباتو کې د درغلۍ د تورونو په سر د بیلابیلو سیاسي ګوندونو لخوا د احتجاجونو لړۍ دوامداره ده اؤ نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په ټولو سیاسي ګوندونو غږ کړی دی چې دخپلو شکایتونو د ازالې لپاره باید قانوني لارې چارې خپلې کړي.

د اتوار په ورځ د پاکستان جیوز نیوز رسنۍ دعوه کړې ده چې پاکستان مسلم لیګ(ن) اؤ پاکستان پیپلز پارټی خپلو کې د حکومت سازۍ په معامله پرمختګ کړی اؤ پیپلز ګوند په مرکزي کابینه کې ګډون ته اماده شوی دی.

خو دغو دواړو ګوندونو لا په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني رسنۍ وایي دواړه ګوندونه په دې خبره سلا شوي چې په نوي مرکزي حکومت کې به پیپلز ګوند ته د هیواد د صدر اؤ د قامي اسمبلۍ د اسپیکر عهدې ورکول کیږي اؤ د سینیټ د چیرمین اؤ څلورو واړو صوبو د ګورنرانو د ټاکنې په اړه پرېکړې به وروسته کولی شي.

رسنیو دواړو ګوندونو ته د نزدې سرچینو له قوله ویلي چې په بلوچستان ایالت کې به پیپلز پارټی اؤ مسلم لیګ(ن) ګوند ګډ حکومت جوړوي چې وزیراعلا به پکې د پیپلز ګوند څخه وي اؤ همداسې به په پنجاب کابینه کې پیپلز ګوند ته دوه یا درې وزارتونه ورکول کیږي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند هم اعلان کړی دی چې په مرکز اؤ صوبو کې به خپل حکومتونه جوړوي .

د تحریک انصاف ګوند له لوري د وزیراعظم د منصب کاندید عمر ایوب خان اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي دي چې

د وزیراعظم کرسۍ د عمران خان امانت دی اؤ کله چې پارلیمان ته د دوي بریالي غړي اسمبلیو کې کښیني نو عمران خان، د هغه مېرمنه بشرا بي بي ، شاه محمود قریشي ، پرویز الهي اؤ نور ټول بندیوان د ګوند مشران اؤ فعالین به راخلاصوي.

هغه دعوه کړې ده چې تحریک انصاف ګوند په ټاکنو کې د قامي اسمبلۍ 180 څوکۍ ګټلې دي اؤ د الیکشن کمیشن نه یې غوښتنه کړې ده چې باید په دغو 180 څوکیو د تحریک انصاف د ملاتړو کاندیدانو د بریالیتوب اعلامیې خپرې کړي.

هغه د راولپنډۍ ډويژن د پخواني کمشنر له لوري انتخاباتو کې د درغلۍ د لګول شوؤ تورونو د عدالتي پلټنو غوښتنه هم کړې ده خو ویلي یې دي چې په دې پلټنو کې باید د سپریم کورټ مشر قاضي شامل نه وي ځکه چې په هغه خپله هم انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه لګول شوي دي.

د راولپنډۍ پخواني کمشنر لیاقت علي چٹھه تېره ورځ اعتراف کړی ؤ چې دوي د پېنډۍ نه د قامي اسمبلۍ د11 بریالیو کاندیدانو نتیجې بدلې کړې وې اؤ هغوي پځای یې پاتې راغلي کاندیدان په جعلي ووټونو کامیاب کړي دي.

نوموړي د پاکستان په چیف جسټس اؤ د الیکشن کمیشن په مشر هم دې درغلیو کې د لاس لرنې تورونه لګولي وؤ خو چیف جسټس قاضي فایز عیسا پرون د خالي په ورځ خبریالانو ته ویلي وؤ هغه په انتخاباتو کې هیڅ رول نه لري.

نوموړي ویلي وؤ چا چې پرې تورونه لګولي باید هغه د خپلو تورونو ثبوتونه هم مخې ته راوړي.

الیکشن کمیشن د لیاقت علي چټهه د تورونو د پلټنو لپاره یوه کمیټي جوړه کړې ده.

دپخواني کمشنر له اړخه په انتخاباتو کې د درغلۍ د اعتراف کولو وروسته د پاکستان د بشرې حقونو کمیشن (ایچ ار سي پي) هم د انتخاباتو په روڼتیا اندیښنې څرکندې کړې دي خو الیکشن کمیشن او د پېنډې نوې ټاکل شوې کمشنر د پخوانې کمشنر لخوا لګول شوي د درغلې تورونه په کلکه رد کړي دي.

د پنډۍ نوي ټاکل شوي کمشنر سیف انور جاپا د مطبوعاتي کانفرنس په مهال د فرورۍ په اتمه په عامو انتخاباتو کې د بې نظمۍ په اړه د پخواني کمشنر لخوا لګول شوي ټول تورونه رد کړل او وي ویل ټاکنو کې د کمشنرانو رول یوازې د همغږۍ لپاره وي.

دپاکستان په سیاسي چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی لحاظ علي وایي ، په پاکستان کې هر کله پر انتخاباتو کې د درغلې تورونه لګول شوې، اوس هم ټول سیاسې ګوندونه راوتلي خو ددې ستونزې د هوارې لپاره دغه سیاسې ګوندونه اوس هم یو ځاې نه دې.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي د انتخاباتو د درغلیو معاملې که څه هم الیکشن ټریبیونل ګورې خو زه نه ګڼم چې د انتخاباتو په نتیجو کې به څه بدلون راوستل شې، ټول سیاسې ګوندونه به هم په دغه نتیجو ګزاره کوي

پاکستان کې په اتمه فرورۍ د ترسره شوؤ انتخاباتو نه وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند په ګډون نور سیاسي ګوندونه هم د درغلیو تورونه لګوي اؤ بلوچستان کې د سیاسي ګوندونو لخوا د دې مبېنه درغلیو پرضد د تېرو څو ورځو راهسې احتجاجي پرلټ هم ناست دی .