د پاکستان د شماریاتو اداره وايي ملک ته د موټرو په درامداتو کې کمی شوی دی

څېړونکي د موټرو د درامداتو د کمي لامل د موټرو جوړوونکو لپاره د لیټرز اف کریډیټ یا ایل سېز په خلاصولو کې ستونزې، د سود او د موټرو لوړ نرخونو بللي او وايي د روان مالي کال په پاته څلورو میاشتو کې د موټرو بېعې نورې هم راټیټیدلی شي

د پاکستان د شماریاتو ادارې تر مخه د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، جولای نه د ډسمبر د میاشت پورې، پاکستان ته په مکمل توګه د جوړ موټرو په درامداتو کې ۶۶ فیصد کمی شوی دی.

څېړونکي د موټرو د درامداتو د کمي لامل د موټرو جوړوونکو لپاره د لیټرز اف کریډیټ یا ایل سېز په خلاصولو کې ستونزې، د سود او د موټرو لوړ نرخونو بللي او وايي د روان مالي کال په پاته څلورو میاشتو کې د موټرو بېعې نورې هم راټیټیدلی شي.

د موټرو تاجر جمال شاه وايي په موټرو ډیوټي تر د ۲۰۰ فیصد پورې زیاته شوې او دوی موټرې نه راغواړي.

پاکستان ته د موټرو په درامداتو د کمي په اړه د خبریالې رابعه پير رپورټ دلته کتلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

پاکستان کې د تیارو ګاډو په درامداتو کې کمی راغلی، وجه یې څه ده؟

بلخوا، وزیراعظم شهباز شريف ویلي پاکستان د وخت د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ په مظفر آباد کې د کشمير اسمبلۍ ته وینا کې وویل شهباز شریف د اېي ایم ایف ډله دا وخت د هر کتاب بیاکتنه کوي، که هغه د کامرس، فنانس، پیټرولیم دې او که د توانې د سیکټر دی، د هرڅه او د هرې سبسډي بیا کتنه کوي.

وزیراعظم خپله وینا کې ویل د ۷۵ کلو راهسې روانه د نورو څخه د پیسې غوښتلو دغه لړې باید ودرولې شي
دوې زیاته کړه دا به هغه وخت ودریږي چې ټول قام د ګرانې سره د مبارزې لپاره متحد شي او د خپلو ذرایعو د تولید ژمنه وکړي.دا خبره کول ډیر اسانه البته دا کار کول ډیر ګران دې.

د اېي ایم ایف ډله د ناتن پورټر په مشرې کې د پاکستان حکومت سره د ۷ اربه ډالرو قرضې پروګرام د نهم جائزې په اړه تیره وونې خبرې پیل کړې وې. چې د فرورې تر ۹مې نیټې پورې به دوام ولري.

مطبوعات د خزانې وزارت د خولې واېې چې د فرورۍ تر ٩مې به مسلې هوارې شي.

د اقتصاد پوهانو وینا ده د ډیفالټ یا دیوالیه کیدو د مخنیوې د پاره پاکستان باید بیاکتنه بشپړه کړې.

په اسلام اباد کې د اقتصادې چارو خبریال مهتاب حیدر واېې: اېي ایم ایف غواړې چې جنرل سیلز ټیکس یا جې ایس ټې کې یو فیصد زیاتوب راوستل شې او دا له ١٧ څخه ١٨ فيصدو ته زيات کړې شې. اېې ایم ایف د پیټرولو پر مصنوعاتو ۱۷ فیصد جنرل سیلز ټیکس لګولو، د بینکونو په منافعو باندې د ټیکس، د پرمختيايي فنډونه د کمولو او د بجلۍ او ګيس سبسډي ختمولو غوښتنه کړې ده.

حکومت په دې ورستیو کې د پیټرولو، ډیزلو د یو لیټر په نرخ کې د ۳۵، ۳۵ روپو او بیا مایع پټرولیم ګیس (ایل پی جی) په نرخ کې ۳۰ فیصده زیاتوالی راوستی وو او تر اګست پورې د بجلۍ په نرخ کې لږ تر لږه شپږ روپۍ فی یونټ اضافې پریکړه هم کړې ده.

وزیراعظم شهباز شریف دوې ورځې وړاندې هم ویلې وو چې د اې ایم ایف پلاوی د خزانې وزیر اسحاق ډار او د هغه ټیم ته "ډیر سخت وخت" ورکوي.

د پاکستان د سټیټ بانک د ورستنېو شمیرو تر مخه د هیواد اوسنۍ زیرمې ۳ ارب ډالرو څخه لږ زیاتې پاته دې چې په تیرو نهو کلو کې تر ټولو ټیټه کچه ده. پاکستان نړیوال پور ورکولو د پاره د روان مالي کال په پاتو پنځو میاشتو کې شاوخوا 8 څخه تر 9 اربه ډالرو ته اړتیا لري.

پاکستان د اقتصادې بحران د مخنیوې د پاره کال ۲۰۱۹ کې د ایي ایم ایف سره د ۶ اربه ډالره د پور لوظنامه کړې وه چې ورسته اووه اربه ډالره شوه. د اېې ایم ایف او پاکستان حکومت تر مینځ پر څه شرطونو د اختلاف له امله دغه لوظنامه د ځنډ ښکار شوې وه التبه د پاکستان حکومت په اوسنې وخت کې د نړیوال مالیاتې ادارې شرطونه منلو ته تیار شوې ولې چې ملګرو هیوادونو او نورو نړیوال مالیاتې ادارو هم خپل پورونه د اېې ایم ایف د لوظنامې سره تړلې دې.

د اېي ایم ایف سره د نهمې جایزې د بیاکتنې په کامیابې سره ترسره کیدو په صورت کې پاکستان ۱.۲ اربه ډالره ترلاسه کولې شې