د پاکستان اسلامي‌ نظریاتي کونسل د مذهب د سپکاوي مقدمو لپاره د ځانګړو عدالتونو وړاندیز کړی

د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل (سي ای ای) د اجتماعي تشدد يا د قهرجنو خلکو له خوا انصاف په لاس کې اخیستو غندنه کړې او د دغه ډول مقدمو د اوریدنې لپاره یې د ځانګړو عدالتونو جوړولو وړاندیز کړی دی.

په پاکستان کې د لږکیو د حقونو کارمندان وایي د ځانګړو عدالتونو جوړولو پر ځای باید په شته عدالتونو کې د انصاف نظام ښه کړی شي او د مذهب د سپکاوي په اړه قانون ته دې بیاکتنه وشي.

د می په 25مه د پاکستان د پنجاب صوبې په سرګودا ښار کې پر یو عیسایي تن باندې د قران د سپکاوي له تور لګولو وروسته د هغه کور او کارخانه سوځول شوې او له تشدده ډکې مظاهرې شوې وې.

د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل په یو بیان کې د قران د سپکاري او د عیسایانو پر کورنیو او کورونو د بریدونو غندنه کړې ده.

په پاکستان کې سوشل جسټس یا ټولنیز انصاف په نوم ادارې مشر پیټر جیکب وایي، د ده په نظر د اسلامي نظریاتي کونسل دغه وړاندیز نه شي عملي کېدای:

"په پاکستان کې د ځانګړو عدالتونو تجربه اکثره له ناکامۍ سره مخ شوې، ځکه چې په دغو عدالتونو کې پلټنو ته د شک په نظر کتل کیږي. د ځانګړو عدالتو پر ځای باید د موجود عدالتي نظام د ښه کولو او شفافو پلټنو ته لومړیتوب ورکړل شي".

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي د تورونو پېښې رپورټ کيږي، چې پکې اکثره په پنجاب کې مخې ته راځي.

اسلامې نظریاتې کونسل د تېر کال په ستمبر او د 2021م کال په دسمبر کې هم دغه رنګه وړاندیزونه کړې وو کله چې د پنجاب په جړانوالا او سیالکوټ ښارونو کې د مذهب د سپکاوي په تور ورته پیښې مخې ته راغلې وې.

د سپریم کورټ وکیل شیر امان خان یوسفزی وایي، د ایین ارټیکل 20 او 21 د اقلیتونو د حقونو او د هغوی د عبادت ځایونو د تحفظ خبره کوې:

"د پاکستان د ترهګرۍ د مخنیوي په قانون کې هم د خلکو د تشدد‌ یا ماب وایلنس خلاف سزا شامله ده. حکومت چې څومره غواړې د اقلیتونو د حقونو لپاره قانون سازي کولی شي او ایین د دې اجازه ورکوي".

د تېر اپریل په کې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت یو رپورټ په پاکستان کې د بشرې حقونو د سرغړونو، د مذهب سپکاوي خلاف قوانینو، د مذهبې اقلیتونو خلاف ذکر کړی وو، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه رپوټ له حقیقته لرې بللی وو.

پیټر جیکب وایي د دغه رنګه پېښو د مخنیوي لپاره باید یو داسې کمیشن جوړ کړی شي، چې د موجودو قوانینو څارنه وکړي:

"[دغه کمیشن باید] د دغه تنظیمونو هم جاج واخلي چې په هیواد کې د مذهب په نوم کرکه خوروي او بیا دا د خپلو ګټو لپاره کاروي، ولې چې دغه قانون د خلکو له اړخه د خپلو مسلمانانو وروڼو په ضد د کارولو پېښې مخې ته راغلې دي".

په اسلام اباد کې د څېړنو او امنيتي مطالعاتو د مرکز سي ار اېس اېس یو وروستی رپوټ ښیي چې له 1990م کال راهیسې په پاکستان کې لږ تر لږه ‏‏1415 ‏‏کسان د مذهب د سپکاوي په تور نيول شوي چې پکې 89 کسان وژل شوي دي. په وژل شويو خلکو کې 18 ښځې او 71 نارينه شامل دي.‏