شهباز شریف: په خپل وخت د سيپېک پروژې د بشپړولو اؤ دلته د چین د سرمایه کارۍ هڅې کوو

وزیراعظم شهباز شريف یوځل بیا د اربونو ډالرو د چين- پاکستان اقتصادي راهداری (سي پیک) په وخت د عملي کولو ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي چې حکومت به یی په هیواد کې د سوداګرۍ فعاليت پيدا کولو او د چين څخه د زياتو پانګونو لپاره لاره هواروي.

د پاکستان ټيټ اقتصاد او د یو کال نه زیاتې مودې راسې په چین کې اقتصادي سوړ بازارۍ له امله په پاکستان کې د چین په مرسته پروژو کارونه ودرېدلي یا ځنډېدلي دي.

څېړونکي وایي پاکستان دا وخت په بهرنیو پورونو ستنولو کې هم د ستونزو سره مخ دی چې د سيپېک دغه پروژه په راتلونکې وخت کې اغیزمنه کولی شي.

د شورو- چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د چین له سفیر سره د لیدنې وروسته د وزیراعظم د دفتر په جاري کړي بیان کې ویلي "وزیر اعظم ټینګار وکړ چې د هغه حکومت به د چین-پاکستان اقتصادي راهداري (سي پیک) لاندې د منصوبو په وخت د بشپړولو ډاډ ترلاسه کولو لپاره په چټکتیا سره کار وکړي".

سیپېک په پاکستان کې د چین له اړخه جوړیدونکې د اربونو ډالرو پروژه ده او دا د بیجینګ د روډ بیلټ ون لویه برخه ده، چې مقصد یې په اسیا کې د سوداګرۍ او د اقتصادي ودې هڅه کول دي.

د بزنس ریکارډر ورځپاڼی له مخې، له دې څخه وړاندې، لاهور کې د چین کونسل جنرال ژاؤ ژن وویل، د چین اصلي هدف دا دی چې پاکستان د اړین مالي مرستې په ورکولو سره د پور له جال څخه وباسي.

خو نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف اؤ امریکې بیا وخت په وخت د چین لخوا د ورکړل کېدونکو پورونو په لوړو سودونو اندېښنې ښکاره کړي دي.

د اقتصادې چارو کارپوه خالد عزیز وي او ای ډیوه ته وایي، پاکستان د خپل خراب اقتصادي وضعیت له امله د چین د پورونو ستنولو جوګه نه دی اؤ چین اوس پاکستان ته په نوؤ پورونو ورکولو کې له احتیاطه کار اخلي.

د هغه په خبره "چین خو وړاندې هم پاکستان ته قرضې ورکولې او مالې مرستې یی کولې، خو پاکستان د خپلو معاشي حالاتو له وجې د چین د زړو قرضو ستنولو جوګه نه دی، چې له امله یې چین د نوو قرضو یا مالي لین دین او پروژو کې سرمایه کارۍ کولو کې احتیاط شورو کړی دی"

هغه وایي د چین د احتیاط لویې لوې مثال دا دی چې تر اوسه یې د کراچۍ او پیښور ترمینځ د ریل د غځېدلې پاټلۍ د دوه غبرګې کولو اؤ اپ ګریډ کولو لپاره پیسې نه دي ورکړې.

دپاکستان اؤ چین تر منځ د اقتصادي راهدارۍ پروژه 2015م کال کې د مسلم لیک (ن) په حکومت کې پیل شوې وه.

ددې پروژې په لومړي پړاو کې د پاکستان د انرژۍ کمښت او رابطو ښه کولو لپاره د سړکونو او ریل پاټلۍ جوړول، او په دویم پړاو کې د ځانګړو اقتصادي ساحو یا زونونو د جوړولو او د چين او پاکستان ترمنځ د صنعتي همکارۍ لپاره د اقتصادي پرمختګ د پياوړتيا په اړه کار کول شامل دي.

د دواړو هیوادونو لپاره د خپل ستراتیژیک اهمیت لرلو باجود ویل کیږي چې سي پیک پروژه باندې روان کار د پخواني وزیراعظم عمران خان په واکمنۍ کې سست شوی و چې لامل یې د کرونا ویروس ناروغي، مالي ننګونې، امنیتي اندیښنې او د پروژې د شرایطو په اړه بیا خبرې اترې ښودل کیدې.

په اسلام اباد کې میشت خبریال عبدالرشید ازاد ډیوه ته وایي،د 2017 م او 2018 م کال وروسته د سي پيک په اقتصادي پروژو څه خاص کار نه دی شوی.

هغه وایي د دې لپاره به حکومت او اړونده ادارو ته په ګډه کار کول وي "ولې چې د سي پیک اتهارټي جوړیدو وروسته هم په تیرو کلونو کې په سړکونو او ګوادر بندر باندې د کار نه علاوه پر نورو پروژو څه خاص کار نه و شوی".

څیړونکې وایي بیجینګ که څه هم د شریف کورنۍ سره نزدې اړیکې لري او د اربونو روپو د سې پیک دغه پروژه هم د دوي په دور کې شورو شوې وه خو د پاکستان اقتصادي حالات د چین په دغه پروژه باندې هم کار ځنډولی شي.