پرون د جمعې په ورځ د کاروباري اوونۍ په پای کې د پاکستان د ونډو بازار د سر سل شراکتونو کاروبار د 90000 پوينټونو څخه په بره تللی.
د ونډو بازار د ويبپاڼې تر مخه د اکتوبر په 25 مه نېټه سهار د کاروبار پيل په 88945 پوينټونو سره شوی وو چې بيا د کاروبار پر مهال د ونډو بازار په تاريخ کې په ړومبي ځل 90593 پوينټونو ته لوړ شوی وو.
پرون په مجمعي کاروبار کې د 1648 پواينټونو اضافه ليدل شوې وه، خو د کاروباري ورځې په پای کې د 1047 پواينټونو په لوړېدو سره په 89993 پواينټونو بند شوی دی.
د ونډو بازار کارپوه او بروکر شهريار بټ وي او اې ډيوه ته ويلي، نن په بازار کې د 691 ملين ونډو سوداګري شوې او ټوله ورځ بازار مثبت تجارت کړی دی.
نوموړي ويلي، "په خاصه توګه نن چې کوم سيکټرونو ښه تجارتي فعليت لرلو هغو کې د پام وړ د تېلو او ګيس سیکټر وو چې 154 مثبت پوينټونه سره د ونډو بازار کاروبار کې اضافه کړې. ۔دغه ډول د سرې یا کهاد سيکټر 462 پوينټونو او تجارتي بېنکونو 370 پواينټونو سره نن د ونډو بازار کاروبار کې برخه لري."
شهريار بټ زياتوي چې د تېلو تصفیه خانو (ريفاینري) سيکټر سره د موټرګاډو او د ټیکنالوجۍ په سيکټرونو کې ونډې زياتې خرڅې کړل شوې او کاروبار يې منفي پاتې شوی دی.
د ونډو بازار تجزيه کوونکي وايي په ونډو بازار د نورو پانګونو ګنجايش ويني او توان لري چې راتلونکې مياشت کې د ونډو بازار يو لک پواينټونو ته ورسېږي.
د ونډو بازار په اړه تحقیق کوونکي عبدالعظيم وي او اې ډيوه سره خبرو کې ويلي، د پاکستان د بهرنيو تادياتو يا ادايګيانو توزان له تېرو څو کالونو راهيسې خراب وو خو د نړيوالې مالياتي ادارې ای ايم ايف له پروګرام وروسته تر ډېره حده دغه ستونځه هواره شوې چې مثبت اثر یې په ونډو بازار ويني.
عبدالعظیم یې نور علتونو دا يادوي، چې وایي يو خو د سود په شرح کې کمي راغلې بل د پاکستان د بهرنیو اکاونټونو زېرمې ښې شوې دي او د پاکستان اقتصاد ټولې اشارې هم معلومېږي چې په ښه لوري روان شوی:
"دغه ډول د پاکستان سياسي کړکيچن حالات هم په خراب اقتصادي حالت نېغ په نېغه اثر کوي خو اوس مونږ وينو چې هغه هم د سموالي په لور روان دي، نو د پانګه اچوونکو اعتماد په اقتصادي هلو ځلو زيات شوی دی".
په تېر مالي کال کې د پاکستان اقتصادي وده 2.4 فیصده پورې ریکارډ کړل شوې وه، خو د نړیوالې مالیاتي ادارې د روان کال 2024م نړیوال اقتصادي رپورټ له مخې روان مالي کال کې د پاکستان د اقتصاي وده 3.2 د پاتې کېدو امکان دی.
په رپورټ کې نور ویل شوي چې د روان مالي کال لپاره د حکومت له لوري د ټاکل شوې معاشي ودې شرحې د هدف نه تر لاسه کېدو اندېښنه ده او پاکستان کې چې د ګرانۍ کوم هدف ټاکل شوی له هغې هم د ګرانۍ په ټيټه کچه د پاتې کېدو امکان دی.
د ای ایم ایف رپورټ کې اټکل شوي چې په پاکستان کې د افراط زر کچه 9.5 فیصدي ته را کوزېدای شي چې تېر مالي کال کې 23.4 فیصدي وه.
بلې خواته د کراچۍ په عامو بازارونو کې خلک د ګرانۍ اثر يادوي او وايي اوږد مهالې بې روګارۍ د ډېروخلکو په ورځني ژوند باندې بد اثر غورځولی دی.
اقتصاد پوهان وايي داسې نه ده چې د ګرانۍ کچې له راټيټېدو سره د څيزونو نرخونه راغورځيدلي وي. وایيد ګرانۍ کچه مثبته ده او که چرته منفي لور ته تللې وه نو به د څيزونو نرخونه راغورځېدلي وو. اوس مهال د ګرانۍ رفتار يا سرعت کې يواځې کمي ليدل کېږي.