په تورخم لاره د احتجاجي پرلت له امله د افغانستان او مرکزي اېشیا هیوادونو سره د پاکستان تجارت په ټپه ودرېدلی

په خېبر قبایلي ضلع کې د تیراه راجګل کډوالو له خوا بګياړي پوستې سره د احتجاجي پرلت د لاسه په تورخم لاره افغانستان او مرکزي اېشيايي هېوادونو سره دوه اړخيزه تجارت په ټپه ودرېدلی دی.

په تورخم پوله د تجارت د ودرېدو له امله سوداګر وایي سخت مالي زيان سره مخ شوي او د ډرايورانو ستونزې هم زیاتې شوې دي.

د خېبر بګياړي پوستې سره د تيراه د راجګل کډوالو پرلت په اته دېرشمه (۳۸) ورځ هم دوام لري چې له امله یې د افغانستان او پاکستان ترمنځه د تورخم په لويه لار د ګاډو لوی لوی قطارونه دواړو خواو ته ودرېدلي دي.

پرلتوال وايي څو وارې يې د حکومتي، انتظاميه او پوځي چارواکو سره خبرې اترې وشوې خو لا يې هم څه نتيجه نه ده ورکړې.

د پرلتوالو مشر ملک نصیر احمد وي او اې ډيوه ته وایي،دوي حکومتي چارواکو سره په خبرو کې دا تجویز ورکړی ؤ چې ټول کډوال دې په يوځائ خپلو کورونو ته ستانه کړی شي.

خو هغه وایي بيا وروسته دوي په خپله خبره کې لږه نرمې راوسته او حکومت ته یې ووېل درې يا څلورو ځايونو ته دې خلک اوس ستانه کړی شي او نورپاتې خلک دې د راروان کال اپرېل نه خپلو کورونو ته ستانه کړل شي او حکومت به د تګ پيسې او نورې غوښتنې هم مني .

د ملک نصیر احمد په وینا" پرون د صوبايي حکومت چې کومه کميټي راغلې وه د خبرو د پاره نو د هغوئ خبرې بېخي بدلې وې او هم هغه د شپږو مياشتو خبره يې کوله خو هغې باندې ورسره مونږ راضي نه يو".

د تېراه راجګل کډوال له حکومته غوښتنه کوي چې هغوئ ته دې په يو ځائ خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکړل شي.

حکومتي چارواکو د راجګل کډوالو ته د خبرو اترو په وخت څو وارې ويلي چې شپږ مياشتې وروسته به خپلو کورونو ته دستنېدو اجازه ورکول کېږي ولې چې اوس په تيراه کې د يخنۍ موسم پېل کېږي.

بلخوا د پرلت د لاسه تورخم لاره باندې افغانستان سره دوه اړخيزه او ټرانزټ تجارت ودرېدلی او ډرايوران وايي له ګڼو ستونزو سره يې مخ کړي دي.

افغان ډرايور غازي محمد ډيوه ته وایي "د کرايې چې کومې پيسې مونږ راوړې وې نو هغه راسره خلاصې شوې او اوس مو نورې راقرض کړې د اډو واله نه او نورو خلکو نه او هغې باندې اوس ګزاره کوؤ".

هغه وایي "مونږ دلته ۳۵ پينځه دېرش ورځې ودرېدو او په دې پينځوؤ دېرشو ورځو کې مونږ درې، درې نيم لکه روپۍ تاوان وکړو ولې چې مونږ به په يو مياشت کې دوه يا درې پيرې کولې او په يوه پېره کې به مو يو نيم لک روپۍ کټلې، دې کې مونږ د ګاډي قسطونه هم خلاصوؤ خو بيا مو هم داسې ۳۵۰،۰۰۰ لکه روپۍ تاوان وکړو".

احتجاج کوونکي وايي څه شپږو زرو نه تر شپږ نیمو زرو پورې تېراه راجګل نه بې کوره شوې کورنۍ په جمرود کې مېشته دي او خپلو کورونو ته د ستنېدو په تمه دي.

پوځ په دې روستيو کې ويلي وو د تېراه په کومو سيمو کې چې د امنيت وضعه ښه شوې نو هغو ځايونو ته کډوال ستانه شوي خو په ځينو سيمو کې لا هم وسله وال شته او د هغوئ په ضد عمليات روان دي.