پاکستان وايي په افغانستان کې به د طب یا مېډیکل کالجونه جوړوي

محمد صادق په ټويټر دا هم ويلي چې پاکستان په کابل کې د محمد علي جناح، جلال اباد کې د پوښتورګو د علاج نشتر کډني سنټر او په  لوګر ولایت کې د امان الله لوګري په نوم هسپتالونه جوړ کړي دي

د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ويلي چې پاکستان به د افغان ډاکټرانو د صلاحيتونو په سېوا کولو کې د افغانستان مرسته کوي او د افغانستان د عامې روغتيا سرپرست سره يې تړون لاسک ليک کړی چې ترمخه به يې پاکستان په افغانستان کې د طب یا مېډيکل کالجونه پرانځي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په ټوېټر وویل چې په افغانستان کې د مېډيکل کالجونو د جوړولو دپاره د افغانستان د عامي وروغتيا وزير ډاکټر قلندر عباد سره يې په اسلام اباد کې تړون لاسليک کړو.

محمد صادق دا هم ويلي د پېښور خېبر مېډيکل پوهنتون چې په سلګونو افغان ډاکټران يې روزلي، په افغانستان کې د طب يا ميډيکل کالجونو څانګې به هم پرانيځي۔

په دې حقله د پوهنتون مشر پروفېسر ډاکټر ضېاالحق وي او ای ډيوه ته وايي اداره به د طب لومړی کالج په کابل کې پرانځي او ممکنه ده چې 400 پورې زده کوونکو ته په اولني کال داخله ورکړي۔

نوموړي ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل چې کله د پېښور خېبر مېډيکل پوهنتون کېمپس هلته جوړ کړل شي او هلته نه چې څوک ډګري اخلي نو هغه په ټوله نړۍ کې منلی کېږي او دې سره به د هغوی (افغانستان) خپلې ډګرۍ او د هغوی چې خپل کوم تعليمي نظام دی هغه به ورسره بهتر شي۔

ډاکټر ضياالحق زياته کړه زياته کړه: " د نرسنګ زمونږه درې څلور کاله ډګري ده، فزيوتهرپي زمونږه پنځه کاله ډګري ده او داسې د پېرامېډېکس دولس شعبې دي او څلور کاله ډګري ده داسې د پبلک هېلته ډګري ده نو د طب چې څومره ډګرۍ دي دا به پېل کړو."

د هغه وېنا وه چې ايم بي بي ايس او بي ډي ايس به د هغوی د کونسل په حساب شروع کوي نو هغه خو به لږ وخت واخلي او دا نورې شعبې به په فوري توګه شروع کړي.

محمد صادق په ټويټر دا هم ويلي چې پاکستان په کابل کې د محمد علي جناح، جلال اباد کې د پوښتورګو د علاج نشتر کډني سنټر او په لوګر ولایت کې د امان الله لوګري په نوم هسپتالونه جوړ کړي دي.

هغه زياته کړه پاکستان به د دغو روغتايې مرکزونو فعاله ساتلو په لړ کې مالي مرسته کوي.

په افغانستان کې د عامې روغتيا د وزارت ترجمان شرافت زمان امرخېل ميډيا ته په يو لېږلي بيان کې ويلي چې پاکستان به د افغان ډاکټرانو د طب په مختلفو برخو کې صلاحيت سېوا کولو کې همکاري هم کوي.

نوموړي دا هم ويلي: " نه يوازې پاکستان هېواد ته به زمونږه افغان ډاکټران زدکړو ته ځي بلکې افغانستان کې به د سي پي اېس پي ( کالج اف فيزيشن اېنډ سرجن) يوه څانګه چې اېف سي پي اېس او ايم سي پي اېس ډګرۍ به افغان ډاکټرانو لپاره زمينه سازي کېږي، هم به انشاالله په کابل کې څانګه پرانستل شي."

ډاکټر ضېاالحق وايي چې اوس مهال په مختلفو وظيفو او په مخصوصو څوکيو 600 افغان زده کوونکي په پاکستان کې د طب په بېلا بېلو برخو کې زده کړی ترسره کوي.