څېړونکي وایي د ځانګړو څوکیو وېش به د پاکستان د سېنټ ټاکنو کې پي‌ ټي آي ته سخته ضربه ورسوي

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د اعلان ترمخه د سینیټ پر 48 څوکیو به ټاکنې د اپریل پر دویمه نیټه کولی شي چې هغې لپاره د نامزدګې کاغذونه به په 15م او 16م مارچ جمع کولی شي.

څیړونکې وایي تحریک انصاف ګوند ته د ښځو د ځانګړو څوکیو د نه ورکول کېدو له امله به د سېنیټ پر دغه ټاکنو کې یاد ګوند ته زیات زیان ورسیږي.

په کال2018م کې د پاکستان سینیټ ته د شپږو کلو لپاره د ټاکل شوؤ 52 سناتورانو د څوکیو موده نن د مارچ په 12مه نیټه پاې ته رسیږي.

د سینیټ ټاکنې به پر 48 څوکیو کیږي او په هغو څلورو څوکيو به ټاکنې نه کېږي چې پخوا د قبايلي سيمو لپاره ځانګړې وې ځکه چې دغه څوکۍ د 25م اییني ترميم له مخې دقبایلي سیمو خېبر پښتونخوا کې د ورګډېدو له امله ختمې شوې دي.

د سینیټ دغه ټاکنې په داسې حال کې کیږي چې په قامي او صوبایي سمبلیو کې دښځو اؤ اقلیتونو ځانګړې څوکۍ په نورو سیاسې ګوندونو ویشل شوي او د تحریک انصاف اتحادي ګوند سني اتحاد کونسل ته تراوسه یوه ځانګړې څوکۍ هم نه ده ورکړل شوي.

د سیاسي څارو څیړونکی خالد عزیز وي او ای ډیوه ته وایي د ځانکړو څوکیو کوم ویش چې د الیکشن کمیشن له اړخه په دې ورستیو کې شوی و نو د دې څخه تحریک انصاف د لوېې مینډیټ نه محروم کړی شوی او دد ې به په راتلونکو د سینیټ په شمول پر ټولو تاکنو اغیز وي.

هغه وایي امکان دی چې سني اتحاد کونسل به د الیکشن کمیشن دا اقدام په سپریم کورټ کې چیلنج کړي.

تحریک انصاف ګوند په دې وروستیو کې د الیکشن کمیشن څخه غوښتنه کړې وه چې په قامي او صوبایی اسمبلیو کې دښځو او اقلیتونو د ځانګړو څوکیو په اړه باید د پي ټي آي اتحادي ګوند سني اتحاد کونسل پر خواست تر پریکړې کېدو دې د سینیټ ټاکنې وځنډول شي.

څیړونکي وایي الیکشن کمیشن د وړاندې څخه د ځنډ ښکار د سینیټ ټاکنې نورې نه شي ځنډولی خو د دې اثر به وي.

خبریاله سمیرا خان ډیوه ته وايي، دتحریک انصاف ګوند له اړخه د ښځو ځانګړې څوکې نه ترلاسه کول به یوازې د سینیټ انتخابات نه بلکې راتلونکو پنځوؤ کالو کې چې څومره هم ټاکنې کیږي او یا څه قانون سازي کیږي پر هغې به اغېز ولري.

د ځانګړو څوکیو په اړه د سنې اتحاد پر خواست پیښور هایي کورټ هغه کاندیدان، د روانې میاشتې تر ۱۳مې، د سوګند پورته کولو څخه منعې کړي چې د الیکشن کمیشن له اړخه پر دغه څوکیو ټاکل شوې.

د سیاسې چارو څیړونکی مبارک زیب ډیوه ته وایي، د ځانکړو څوکیو کومه مقدمه چې په پیښور هایي کورټ کې روانه ده، د هغې به سیاسي اثرات وي خو کتل به دا وي چې ایا سني اتحاد کونسل به د دې څخه ګټه ترلاسه کړي او که نه؟

هغه وایي په وفاق کې خو د سني اتحاد کونسل په مرسته تحریک انصاف ته یوه ځانګړې څوکۍ هم نه ده ورکړل شوي اؤ ددې ترڅنګ دا هم ښکارې چې په راتلونکې کې د خیبر پښتونخوا صوبې او وفاق تر مینځ تاوترخوالی په راتلونکي کې نور هم زیات شي.

د اپرېل په دویمه نېټه کیدونکو دسینیټ ټاکنو کې به د سیند او پنجاب صوبو څخه 12 ، 12 سېنېټران غوره کیږي، د خېبرپښتونخوا او بلوچستان څخه به 11، 11 اؤ د اسلام اباد څخه به دوه سینیټران د سینیټ برخه جوړه شي.